امام بخاري

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Imam Bukhary Egyptian stamp 1969.jpg

امام بخاري رحمه الله نوم محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن المغيره بن بردزبه الجعفی البخاري دی .کنيت يې ابوعبدالله،د صحيح البخاري ليکوال اوپه تاريخ او تفسير کي هم ښه نوم لري .

لوړجديې بردزبه دی،حافظ ابن حجر رحمه الله دفتح الباري په مقدمه ص ۴۷۷ کي دباپه زور،دراء په غړوندي،ددال په زېر،دزاء په غړوندي چي وروسته ترې زوردرلودونکې باء اوترهغه وروسته هاده،ليکلي دي، همدايې مشورشکل دی ځينويې بل شکل هم بيان کړی .

برزدپه فارسي کي دبخاری داوسېدونکوپه اصطلاح کروندګرته ويل کيږي،دی فارسي زبانه مجوسي ؤچي همدايې دخپل پلاردين ؤاوپرهمدې وفات شوخومغیره د بخارا دوالي، يمان جعفي په هڅومسلمان شونوهمده ته يې نسبت وشو،اوپه جعفي يادشودادهغه چادمذهب پربنا چي وايي کوم څوک چي ديوچاپه لاس مسلمان شي ولاء يې هم دهغه ده اونسبت يې هم هغه ته کيږي،له همدې کبله امام بخاري رحمه الله هم په امام ابوعبدالله الجعفي سره ياديږي .

دابراهيم بن مغيره په اړه علماؤاوتاريخ پوهانوڅه نه دي ويلي،دهغه داحوالوپه اړه چوپ دي،حافظ ابن حجررحمه الله هم دفتح الباري په مقدمه کي داخبره ذکرکړې ده . خودامام بخاري رحمه الله پلاراسماعيل له هغوعلماؤڅخه ؤچي علم يې له عمل سره يوځای کړی ؤنوموړی دښې حافظې اوښې پوهي څښتن ؤ.

ابن حبان رحمه الله په خپل کتاب الثقات کي دڅلورمې طبقې سړی بللی،له امام مالک رحمه الله اوحمادبن زيد رحمه الله څخه يې احاديث روايت کړي،له ابن مبارک رحمه الله سره يې روغبړکړی اوروايت يي ورڅخه کړی دی . له احمدبن جعفر، نصربن علي اونوروڅخه يې هم احاديث روايت کړي دي .

ښه شتمن اومتقي شخص ؤ،دمرګ پروخت يې ويلي ؤ زه په خپله شتمني کي شکمن درهم نه وينم،دامام محمدرحمه الله دشاګرد امام ابوحفص کبيرملګری،دوست اودمرګ پر وخت وصي ؤ.

دامام بخاري رحمه الله زوکړه اوټاټوبی :

امام عبدالله البخاری رحمه الله د۱۹۴ هـ دشوال پر۱۳ دجمعې ترلمانځه وروسته دبخارا په ښارکي دې نړۍ ته سترګې وغړولې .

بخاریٰ دمنځنۍ اسيامشهوراوپېژندل شوی ښاردی چي په پخواني ماوراء النهر(اوسني ازبکستان) کي واقع دی . داښاردفقهاؤ،سترومحدثينواوفاضلانومرکزاومعدن ؤ. په دې ښارکي په دومره ګڼ شمېرفقهاء ،محدثين او فاضلان تېرشوي چي دهغوئ ټولويادول امکان نه لري او داهرچاته څرګنده ده .

دامام بخاري رحمه الله روزنه،زده کړه اولومړنۍ سماع

پلاريې اسماعيل دده په ماشومتوب کي وفات شو،نو روزنه يې خپلې مورپرغاړه واخيسته،په ماشومتوب کي په سترګوړوندشو،په دې يې مورچي يوه پرهېزګاره عالمه اوهوښياره مېرمن وه ډېره خفه شوه،نوله خدای Y څخه يې په ډېروشپوکي دعاوې غوښتې چي په خپله مهرباني سره يې دزوی سترګې ورته روغې کړي .يوه شپه يې ابراهيم علیه السلام په خوب وليدچي دې ته يې وويل:ای مېرمنې! ستادډيرودعاؤپه برکت الله Y ستادزوی سترګې جوړي کړې،که ګوري سهاريې دزوی محمد سترګې جوړي دي .

محمددخپلې مورپه تربيه کي په خپل ښارکي لوی شو. قرآن کريم اولومړنۍ زده کړې يې په ښوونځي کي وکړې ، دلومړنيوزده کړوتربشپړولووروسته له ښوونځي نه فارغ شو.داوخت يې عمر۱۰ کاله ؤ. څرنګه چي له ښوونځي فارغ شونودخپل ښارمحدثينوته به دحديث اورېدولپاره ورتلی اوله امام داخلي رحمه الله څخه يې دحديثوپه زده کړه پيل وکړ.

يوه ورځ دامام داخلي رحمه الله په درس کي ناست ؤ،هغه شاګردانوته حديث بيان کړل اوويې ويل : سفيان عن ابی الزبيرعن ابراهيم،نوبخاري ورته وويل : ابوالزبيرله ابراهيم څخه روايت نه دی کړی،نوداخلي خوشکه ورته وکړه اودده خبرې ته يې پام ونه کړ. بخاري رحمه الله ورته وويل : خپل ليکل شوی کتاب دي که درسره وي وګوره،کورته ولاړاو هغه يې وکوت،چي راستون شوويې ويل : هلکه! صحيح صورت يې څه ډول دی؟ ده ورته وويل :دازبیربن عدی عن ابراهيم دی،نوقلم يې ورواخيست اوخپل کتاب يې تصحيح کړ،اوورته ويې ويل : رښتيادي وويل . نوخلک ددې نوي ځوان ياداوحافظې ته حيران شول اوبخاري په هغه وخت کي ديوولسوکالوؤ.

الله Y امام بخاري ته غيرمعمولي حافظه وربخښلې وه، له ماشومتوب څخه يې له حديثوسره مينه وه،په ۱۶ کلنۍ کي يې دابن مبارک رحمه الله اووکيع دحدیثوکتابونه ياد کړي ؤله خپلې موراومشرورواحمدسره دحج په نيت مکې مکرمې ته ولاړ،موراومشروروريې بيرته بخارا ته راستانه شول خوامام بخاري رحمه الله دحديثودزده کړې لپاره په مکه کي پاتي شو،دحرمينواونورومشايخوڅخه يې حديث اونوراسلامي علوم زده کړل،هلته يې دوه کاله تېرکړل،په مدينه منوره کي يې درسول اکرم r دروضې خواته په سپوږميزوشپوکي دقضاياالصحابة والتابعين په نوم یوکتاب اويوتاريخ وليکه،هغه مهال د۱۸ کاله ؤتر دې وروسته بخارا ته راستون شو.

دحدیثونودزده کړې لپاره دامام بخاري رحمه الله سفرونه او دهغه استادان :

تردې وروسته امام بخاري رحمه الله دحديثونو اونبوي علومودزده کړې لپاره په سفرونوپيل وکړ،په دې لړکي ګڼو اسلامي هيوادونواوښارونوته ولاړچي ديادونې وړيې شام ،بلخ،مصر،جزيره اونوردي،يوازي بصرې ته څلورځله ولاړ څــوکاله يې په حجازکي تېرکړل اوڅو څو وارې يې کوفې او بغدادته هـم سـرورښکاره کړ. ددې سفرونوپرمهال له ډېرو ستونزو،کـړاؤنو اوسختيوسره هم مخ شوخوداټول يې په ډېـرزغــم اوصبر سره وګالل،په دې لارکي چي له هرڅومره ناخوالو سره لاس اوګرېوان شو ټول يې په ورين تندي وزغمل . په دې سـره يې دخــدای Y له دربارنه دثواب اواجرهيله درلوده،تردې چي دهمــدې مشکلاتودزغملوپه پايله کي دخلکـولپـاره ترقيامته امام اوپيشواشو.همدارازد خدای Y اوخلکوپه منځ کي مقبول اومحبوب شو. الهي آيت دی :

انه من يتق ويصبرفان الله لايضيع اجرالمحسنين

ژباړه : بې شکه څـــوک چي تقوی وکړي اوصبرولري،نوپه تحقيق سره الله Y دنيکوخلکواجرنه ضائع کوي .

پرده دي الله Y رحمــت وکړي،دهغه ګناهونه دي معاف کړي اوپه فردوس جنت کي دې ورته هستوګنځای ورکړي . ده رحمه الله دوخت له وتليومحدثينوڅخه احاديث زده کړل، له ستروحديث پوهانوڅخه يې وليکل اوهرښارته چي دی ورغلی ؤدروايت له مشهوروعلماؤڅخه يې روايتونه نقل کړل،پرګڼ شمېراستادانواودبېلابيلو طبقوپرعلماؤيې سبقونه ولوستل خوشمېريې دومره ډېردی چي دتعدادبيانــول يې يوسخت کاردی،دفتح الباري دمقدمې په ۴۷۹ صفحه اودکوکب الداري په ۱۱ صفحه کي په خپله دامام بخاري رحمه الله وينانقل شوې ده: ماله ۱۰۸۰هغوکسانوڅخه زده کړه کړې چي يوازي حديث پوهان ؤ،دوئ به ويل چي ايمان قول اوعمل دی،يعني ټول داهل سنت والجماعت له ډلې څخه ؤ. زه وايم ظاهره داده چي ده په غيراهل سنتوکي هم استادان لرل . حافظ ابن حجر رحمه الله دامام بخاري رحمه الله استادان دخپل کتاب فتح الباري په مقدمه کي پنځوطبقو ته ويشلي اوپه همدغوکي يې حصر کړي دي . (فتح الباری ص ۴۷۹)