امام قرطبي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوعبدالله، محمد بن احمد بن ابوبکر بن فَرْح انصاری خزرجی اندلسی قرطبی، دی یو له لويو مفسرينو څخه وو او د اوومې هجري پېړۍ په شروع کی (۶۰۰ الی ۶۱۰) يې نړۍ ته سترګې غړولي دي وروسته مصر ته مهاجر شوی وو او ترمرګه همالته د اسيوط په شمال کی واوسېد. قرطبي له ماشوموالي له ديني او عربي علومو سره مينه درلودله، په قرطبه کې یی د قرآن کريم ترڅنګ شعر او عربي ژبه هم زده کړه او د هغه وخت له سترو علماوو یې فقه او نحوه زده کړې ده، دغه وخت ده د خپل پلار تر سرپرستۍ لاندی زده کړی کولی خو په ۶۲۷ کال يې پلار وفات شو. امام قرطبي په ځوانۍ کی د د علم د حصول ترڅنګه د کاشي جوړولو ښه ماهر هم وو ، هغه وخت کاشي د قرطبې رواجي کار وو او ده هم له همدی لارې معاش پيدا کاوو، ژوند يې ډير ساده او متواضع وو او کورنۍ یی سره له دی چی د ښه نسب لرونکي وو خو ډيری پیسی یی نه درلودی خو امام قرطبي د خپلو ارزښتمنو آثارو او علمي تلاش له امله د کورنۍ ارزښت لاپسې ډير کړ. قرطبي د اندلس محنت په خپلو سترګو وليد او د مسلمانانو د پايتخت تر سقوط پوری په دغه ښار کی پاتې شو ، او پس له هغې د علم د حصول لپاره ختيځ اسلامي هېواد مصر ته لاړ مصر په هغه دور کی د مختلفو مسلکونو مسلمانو پوهانو د تجمع محل وو هغه له ډيرو دغو علماوو زده کړه وکړه او همالته يې استوګنه غوره کړه. کله چی موږ د امام قرطبي د ژوند په اړه مطالعه کوو نو پوهېږو چی دی یو صالح او پرهېزګاره شخص وو چی تل یی له فساد او حرامو کرکه لرله او له فرایضو او واجباتو يې د خلکو په لريوالي خپګان درلود. دده د زهد د مظاهرو په توګه موږ د هغه دوه کتابه (قمع الحرص بالزهد والقناعه) او (التذکرة فی احوال الموتی و امور لاخرة) یادولی شو ده به هغه شتمني چی انسان بې لاری کړي او سړی په خدای له توکل څخه غافل کړي کرکه لرله. هغه به د حق په ويلو کی له چا ډار نه کاوو ځکه ده سره د شجاعت اسباب ول وسیع علم یی درلود او ددنيا شيان یی کوچني او بی ارزښته بلل ځکه خو یی ويره نه تری لرله ، نو همدا وجه وه چی د خدای په لاره کی یی له چا ويره او باک نه درلود، موږ دده په تفسير کی ډير ځایه لوستلی شو چی د خپل وخت حکام یی د خدای له لاری په کږيدلو متهم کړي دي ځکه چی دی وايي چی هغوئ ظلم کوي رشوت اخلي او په طاعاتو او عباداتو کی سست دي. دی په خپل کتاب (التذکره) کی وايي : دا هغه دور دی چی باطل په حق غالبېږي او هغه کسان چی د باطل ملګري دي واک ته رسېدلي، خدايي احکام یی خرڅ کړي حکومت غنيمت دی د سياسيونو خبری دروغ دي او پردي مالونه خوري (وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ[۱۳- ۱۴) په خپل تفسير کی یی د رسول الله ص له احاديثو د اسلافو له رواياتو پرته له خپلو علمي ادواتو او فهم څخه هم استفاده کوله څو په قرآني فهم کی اضافه وشي. څوک چی د امام قرطبي په ژوند تحقیق وکړي او ورته دقيق شي نو مالومه به شي چی دی په خپل کار کی ډير زحمتکش او جدي دی خپل ژوند یی د علم لپاره وقف کړی وو چی هيڅکله یی پکی سستي او ستړیا نه وه کړی نو هغوئ چی دده ژوند یی مطالعه کړی وييلي دي چی دده ژوند په عبادت او تألیفاتو اباد وو. دی رحمة الله په علمي اصولو پابند وو او له همدی وجی ډيرو فاضلو علماوو په خپلو منابعو کی دده ماخذ کاراوو او پيروي یی تری کوله، هغه د خپل تفسير په پيل کی داسی وايي: په دی کتاب کی زما شرط د هری خبری نسبت د هغه ويوونکي او د هر حديث نسبت د هغه کتاب ته دی نو ځکه خو ویل کیږي چی د علم برکت په دی کی دی چی نسبت یی ويونکي ته وشي. لکه چی ومو ویل ده به مطالعه ډيره کوله او تلاش به ی کاوو چی ډير څه زده کړي او په هغو مسايلو کی خو به لا ډير مشغول وو چی مغلق او جنجالي به ول د علم په جمع کولو کی ډير حریص وو د کتابونو یوه لویه ذخیره ورسره وه، په دغو کتابونو کی هم د مشرقي علماوو او هم د غربي علماوو دواړو ليکنی وی. دده له مشهورو شاګردانو څخه چی له ده یی علم حاصل کړی وو دده زوی شهاب الدين احمد، ابوجعفراحمد بن ابراهيم بن عاصم ثقفي عاصمي غرناطي، اسماعيل بن محمد بن عبدالصمد خراساني، ابوبکر بن شهيد کمالدین قسطلاني المصري، او ضياءالدين بن ابوالسعود بغدادي معروف بالسطريجي يادولی شو. ځينی مشهورو اسلامي پوهانو د هغه په باب وييلي دي: ابن فرحون: هغه له عارفو علماوو او صالحو، زاهدو بندګانو څه وو چی تل به د آخرت په فکر کی مشغول وو. ذهبي: هغه اهل فن امام او یو متبحر عالم دی. ابن عماد حنبلي: هغه یو عالم امام او د احاديثو په مانا کی ډير غوښتونکی شخص وو. زرکلي وايي: له مشرانو مفسرينو څخه وو او صالح عابد کس وو. بلاخره امام قرطبي د دوشنبې به شپه د شوال په نهمه د ۶۷۱ هجري قمري کال په (منية الخصيب) چی د مصر په صعيد کی واقع دی له نړئ سترګی پټې کړی او قبر یی د نيل په غاړه ختيځ لور ته په منيا کی واقع دی.