الهي کمېډي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

الهي کمېډي د هغه شعري ټولګې نوم دی چې د دانتې الیګيري له خوا د ۱۳۰۸ او ۱۳۲۱ زېږدیز کلونو ترمنځ لیکل شوی دی. دانتې الیګیري چې اصلي نوم یې دورانتې دیګلي الیګیري و، په منځنیو پېړیو کې یو ستر ایټالیايي شاعر و. د هغه مشهور کتاب (الهي کمېډي)د نړۍ له لویو ادبي اثارو څخه ګڼل کېږي چې په ایټالوي ژبه لیکل شوی دی. د دانتې د زوکړې اصلي کال معلوم نه دی، خو ګومان کېږي چې هغه به په کال ۱۲۶۵ زېږدیز کې د ایټالیا په فلورانس ښار کې زېږېدلی وي.