المحرم مياشت
المحرم د اسلامي کليز لومړۍ مياشت ده . دغه په اسلامي ګروهې د کال له څلورو سپېڅلو مياشتو څخه شمېرل کېږي ، او پدې مياشت کې په جګړو کولو بنديز لګېدلی . دا چې اسلامي کليز د سپوږميزکليز په چوکاټ کې راځي ، نو ځکه ېې مياشتې له يو کال څخه بل کال ته توپیر لري او خپل خپل مهالونه بدلوي رابدلوي. دې مياشتې ته محرم ځکه وايي چې جګړې باندې بنديز لګېدلی او جګړه ېې ناروا (حرامه ) بللې . دغه د بنديز دود په دغې مياشتې کې مخکې له اسلام څخه هم راروان و، نو ځکه رسول الله (ص) دغه مياشت باندې ټينګار کړی چې سپېڅلې مياشت ده او همدا رنګه د دغې میاشتې په روژو نيولو يې هم ټينګار کړی .رسول الله (ص) خپل يو حديث کې ددې مياشتې په هکله ډېرې يادونې کړي دي او هم ېې يو بل حديث کې د نهمې ورځې روژې باندې ټينګار کړی .
د ابن عباس له خولې چې ېې ويلي و : کله چې حضرت محمد (ص) مدينې ته کډه وکړه نو هلته ېې يهوديان وليدل چې د محرم په لسمه ورځ ېې روژه نيولې وه ، ځينو وېل چې دوی روژه ددې لپاره نيولې چې بني اسرايلو د فرعون له ظلم څخه د الله په مرسته خلاسون موندلی و، او د موسی او ملګرو ته ېې د سور سمندر په منځ کې لاره سيخه کړې وه څو هغوی ترې تېر شي . د همدې اورېدو سره رسول الله (ص) وفرمايل : موږ موسی ته له يهوديانو څخه ډېرنږدې يوو ، ځکه نو باید چې ټول مسلمانان د محرم روژې ونيسي . (ابو داود)
حضرت محمد (ص) فرمايلي : که په محرم مياشت کې څوک روژې ونيسي ، يوه روژه به ېې د دېرشو روژو په برابره وي . (طبري ) .
نيوليک |
[سمول] د عاشورا يا وير ورځ
د دغې سپېڅلې مياشت لسمې ورځې ته په عربي کې يوم الآشورا (د وير ورځ) وايي . همدغه ورځ د وير ورځې په نوم ځکه يادېږي چې د اسلام د لارښود رسول الله (ص) لمسی حضرت حسين ابن علي (رض) ، د نورو بيبيانو او د هغه سره نور مسلمانان د عراق په کربلا سيمې باندې د اسلامي کليز په ۶۱م کال کې د يزيد د لښکر لخوا شهيدان شوي او دا د هماغه شهداؤ په يادښت سره په وير نمانځل کېږي، خو د شعيه ګانو لخوا د ځان په ځورېدنې ، ربړونې ، او وير و ژړا بدرګه او نمانځل کېږي . سوني مسلمانان په دغې ورځې باندې روژې نيسي ، ځکه چې موسی (ع) په دغه ورځ د مصر په فرعون باندې بريا موندلې وه، په همدې وجه ېې د دوه ورځو د روژو نیولو ټينګار کړی ، ځکه چې د يهوديانو څخه ېې په توپیريزه توګه نيولي وي .
[سمول] د شعيه ګانو عنعنې
د شعيه ګانو عنعنې له سونيانو په دې توپیر لري چې شعيه ګان ځان د يزيد اولاده ګڼي ، او د همدې له کبله په دې ويرجنې ورځ باندې دوی ځانونه ځوروي او ژاړي . د شعيه ګانو د ځور څو ډوله اوزار لري لکه ځانونه په چړو وهل ، په زنځير وهل ، خپل ټټر وهل ، او ملا په ستنو سورۍ کول او داسې نور .
[سمول] د عاشورا د ورځې پېښلیک
[سمول] په اسلامي کليز کې د المحرم مياشتې توپیريز چوکاټ
| هـ. س | لومړۍ ورځې (CE / Anno Domini) | وروستۍ ورځې (CE / AD) |
|---|---|---|
| 1431 | 18 ډسمبر 2009 | 15 جنوري 2010 |
| 1432 | 7 ډسمبر 2010 | 4 جنوري 2011 |
| 1433 | 26 نومبر 2011 | 25 ډسمبر 2011 |
| 1434 | 15 نومبر 2012 | 13 ډسمبر 2012 |
| 1435 | 4 نومبر 2013 | 3 ډسمبر 2013 |
| 1436 | 25 اکټوبر 2014 | 22 نومبر 2014 |
| 1437 | 14 اکټوبر 2015 | 12 نومبر 2015 |
| د المحرم نېټې د 2010م، او 2015م ، تر منځ | ||