الف هوتک
ملا الف هوتک د افغانستان د کندهار له نومياليو پوهانو او د پښتو ژبې له شاعرانو څخه وو.
مخينه
ملا الف هوتک د کلات د اتغر په سيمه کې اوسېده. د هغه وخت متداوله علوم يې له ملا محمد عظيم اخوند نه لوستلي وو. په ۱۰۰۰ س. کال کې يې ژوند يقينی دی. څرنگه چې هغه د علومو په زده کړه پسې ملا تړلې وه نو د خپل استاد او پردېسۍ په اړه داسې وايي:
پوهاند صديق الله رښتين د ملا الف په اړه وايي: «ملا الف هوتک د دويمې دورې له مشهورو شاعرانو څخه دى. دى پخپله زمانه کې يو ښه عالم و، د کلات په اطرافو کې يې استوگنه کوله.» د ملا الف هوتک د شعر هغه بېلگه، چې په مثنوي وزن کې وېل شوې او ماشومانو ته په کې اخلاقي او ديني روزنه ورکړل شوې ده: راشه واوره اى فرزنده- تاته وايم ارجمنده ته د پاک نبي پر لار شه- د نبي پر لاره لاړ شه يو قدم له شرعې زويه - بېرون مه اخله نېک خويه که بېرون يو قدم کېږدې - د نبي شرعه به پرېږدې نصيحت کوم وتاته - مه جاروزه بلې خواته تاته وايم زما ځان يې - لا تر ځان راباندې گران يې مړينهليکلي آثارملا الف دوه کتابونه په پښتو نظم کړي دي. د يوه نوم يې نصيحت نامه او د بل نوم يې بحر الايمان ؤ. د بحر الايمان د کتاب ليکل يې د ۱۰۱۹ س. کال د محرم په څلورمه نېټه د چهارشنبې په ورځ بشپړ کړی خو د نصيحت نامې د ليکلو نېټه يې نه ده څرگنده
اخځلیک |