اقبال او گوېټه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

علامه اقبال چې د ختیځ او لودیځ له کومو منل شویو څېرو څخه اغیزمن شوې، لدې ډلې څخه د گوېټه یو روښانه څېره ده. اقبال چې له گوېټه سره د کوم تړاو ښکارندوي کړې د هغې په رڼا کې ویلای شو چې علامه په ختیځ کې له مولانا رومي او په لودیځ کې له گوېټه څخه اغیزمن ښکاري. د گوېټه او اقبال د ذهني اړیکو بیان او د دواړو پرتلیزه څېړنه ددې کلینې سکالو دی.

د آلمان (جرمني) ستر پوه-اندی، شاعر او فیلسوف د فرانکفورټ په مشهور ښار کې زېږېدلې دی. دې د ۸۳ کالو د اوږده عمر ښاوند وو. د علامه اقبال له پیداېښت څخه ۴۵ کاله وړاندې په ۱۸۳۲ز کال ومړ. گوېټه د قانون له زده کړې وروسته نوکري پیل کړه، او پدې د خپل کار په دوران کې د وایي مار علم دوسته ډېوک کارل ارگست سره یې لیده کاته وشوه، دډېوک کارل گوېټ خپل کور ته وباله، چې هغه هم دا بلنه ومنله. گوېټّ تر مرگه هورې (په وای مار) کې پاتې شو او هملته خاور ته وسپارل شو. دې په وایي مار کې په مختلفو دندو وگومارل شوو دېوک د زړه له تله دده قدر وکړ. گوېټه پدې ښار کې دومره