افغان ټيليکام

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

افغان ټيليکام په افغانستان کې يو مخابراتي شرکت دی چې د لايني ټيليفونونو تر څنګ، بې سيمه صوتي او مالوماتي خدمات عرضه کوي. پخوا دا يو دولتي شرکت و او تر ۲۰۰۵ ز. کال پورې د افغانستان د مخابراتو وزارت تر ولکې و. په ۲۰۰۸ ز. کې د دې شرکت ۸۰٪ ونډه په شخصي توګه وپلورل شوه. او پاتې ۲۰٪ ونډه يې د دولت سره خوندي ده چې د ملي بوديجې برخه ګرځي.