افغان ملت ګوند
افغان ملت ګوند چې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند يا افغان سوسيال ډيموکراټ او افغان ملت ملي مترقي ګوند په نومونو هم سره يادشوي د درېؤ افغان روڼ انديو تر منځ په لږه بډوالي څو مختلف ګوندونه دي . د افغان ملت ګوند اصل بنسټ ايښودونکی ېې غلام محمد فرهاد دی چې په کابل کې د پاپا تر نوم لاندې مخور کس و . افغان ملت ګوند په افغانستان کې تر ټولو پخوانی سياسي ګوند ګڼل شوی .
نيوليک |
د ګوند پېښليک
افغان ملت په لومړي ځل د مارچ په ۸مه ، کال ۱۹۶۶م زېږيز کې دځينو افغان روڼ انديو چې د پخوانيو حکومتونو سره ېې ښې نژدې اړيکې وې تر منځ په يوې جوړې شوې غونډې کې رامنځته شو . بيا وروسته په رسمي توګه د مارچ پر ۲۷مه ۱۹۶۶ زېږيز کال کې راوچت شو . کله چې افغان ملت ګوند په رسمي توګه اعلان شو انجنير غلام محمد فرهاد ېې د لومړي مشر په توګه ونومول شو . د افغان ملت ګوند بنسټيزه تګلاره د لر او بر پښتنو د هېواد لوی افغانستان د ملي ګټو خوندي کولو په موخه ولاړه وه . ددې تګلارې لپاره د ژمن پاتې کېدلو له کبله غلام محمد فرهاد په کال ۱۹۶۹ ز کې په لويه کچه يو ځل بياافغان لويې جرګې ته د مشر په توګه وټاکل شو . وروسته د غويي د کودتا څخه په کال ۱۹۷۸ز کې په افغان ملت ګوند باندې بنديز ولګېد اوددغه ګوند مشر غلام محمد فرهاد جېل ته واچول شو .
د افغان ملت ګوند پخواني مشران
| # | دګوند د مشرانو انځورونه | دګوند د مشرانو نومونه | له کاله / نېټې | تر کاله / نېټې پورې | زېږېدو نېټه | د مړينې نېټه | يادښتونه | |
|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
| 1 | غلام محمد فرهاد | د مارچ 8 / 27 مه ،1966 | 1984 | - | - | - | ||
| 2 | شمس الهدا شمس | 1987 | 2005 | - | - | - | ||
| 3 | 100px | محمد امين واکمن | 1987 | 1995 | - | - | - | - |
| 4 | انوارالحق احدي | 1995 | - | - | - |
په ګوند کې بډوالی
وروسته له هغې چې د افغان ملت په ګوند کې داخلي ستونزې تر حده زياتې شوې او د افغاان ملتيانو خبرو ته د ګوند مشرتابه د توت قدرې ارزښت ورنکړ دوي يو په بل پسې د ګوند نه استعفا ګانې ورکړې. دا لړۍ دومره وغځېده چې يو شمېر ناراضه افغان ملتيان د انشعاب او ځينې يې له نورو ملي احزابو سره د پيوستون په هڅو کې دي. افغان ټولنپال ولسواک ګوند د خپل تاسيس ۱۳۴۴ کال راهيسې د پرله پسې انشعاب سره مخ شوی دی. په ۱۳۴۵ کال کې محمد نور احمد اعتمادي د وخت صدراعظم ته په پارلمان کې د ګوند ريس غلام محمد فرهاد د اعتماد رايه ورکړه. د ښاغلي فرهادي فدايې په مشرۍ يوه ډله په دې پلمه چې ښاغلی فرهاد د دوي مشورې ته غوږ نه دی ايښی د ملت د مترقي ګوند په نامه جلا شول. وروسته په پېښور کې د ښاغلي قدرت الله حداد فرهاد، شمس الهدا شمس او د ډاکټر محمد امين واکمن په مشرۍ دغه ګوند درې پړقه شو. ۱۳۸۲ کال کې هېواد ته د راستنېدو او د ګوند د مشر انوارالحق احدي بوختيا او ملتيا په دولتي دندو کې ددې لامل شو چې مختلفې کړۍ ددغه ګوند په ورانولو کې لاس په کار شي.