افغان سره مياشت ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د کابل ښاروالۍ د هلو ځلو په اساس جوړه شوه. هغه وخت د دې ادارې لومړي کارونه د مصیبت ځپلو خلکو سره مرسته وه. وروسته له درې کلونو څخه (۱۳۱۱ لمریز کال) کې د محراب احمر یا سور محراب نوم ورکړل شو او د مالیې وزارت په چوکاټ کې به یې فعالیت کاوه. له دې وروسته دغه اداره بیا د عامې روغتیا پورې وتړل شوه.