افغانان (آسټراليا)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نيو ساوت وېلز په باورک مړيستون کې د يوه افغان اوښبه ظريف خان هديره (۱۸۷۱ ز،-۱۹۰۳ ز،)

افغانان يا غانز د هغو اوښبانانو ډله وه چې له ۱۸۶۰ ز. نه تر ۱۹۳۰ ز. کال پورې د آسټراليا د لرو پرتو سيمو په موندنو کې د افغانستان نه د انگرېزانو سره تللي وه. که څه هم چې په ټوليزه توگه افغانان بلل کېدل خو په دغو کې ټول د افغانستان له هېواد نه نه وه راغلي؛ په دغو کې ځينې يې د برتانيوي هند د شمالي سيمو نه راغلي خلک هم وه چې د اوسني پاکستان برخه ده. همدغو راغلو افغانانو په آسټراليا کې د اسلام د دين په خپرولو کې اهمه ونډه درلوده.

د دغو افغانو اوښبانانو لومړنۍ ډله د ۱۸۶۰ ز. کال د جون په مياشت کې مېلبورن ته راورسېدل، دا يوه ۸ کسيزه ډله وه چې ۲۴ اوښان يې هم د ځان سره لرل. د دغو اوښبانانو سفر د ولز اېکسپېډيشن يا سفر په نامه يادېږي. تر دغه سفر دمخه هم افغانان آسټراليا ته راغلي وي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې آن په ۱۸۳۸ ز. کال کې د لومړنيو افغانانو جوپه آسټراليا ته راغلې وه چې هغه مهال د دوی سره اوښان نه ول.[۱] په هغه وخت کې د لرو پرتو سيمو د تگ راتگ يوازينۍنقليه اوښان وه او د دې سبب دا وه چې اوښانو د آسټراليا د بېدياني او وچ اقليم کې پرته له دې چې د اوبو او د خوړلو کومه ستونزه ورسره وي، سفر کولای شو چې همدا چاپېريال د اسانو او نورو څارويو لپاره ډېر يو ستونزمن چاپېريال وه. البته دا هغه مهال وه چې په آسټراليا کې موټر نه وه راغلي. نن هم د آسټراليا د اوښانو لوی شمېر د هماغو اوښانو پاتې شوونکي دي. که څه هم چې افغانانو د ليري واټن د تگ راتگ په سفررونو کې ډېره اهمه ونډه او مرسته کړې خو هماغه مهال هم د دوی سره د توکميز چلند له مخې بد سلوک کېده او د دې بد سلوک سبب د هغوی گروهه، د هغوی ظاهري بڼه او د لېږد رالېږد دوديزو کارکوونکو ترمېنځ کاري رقابتونه ول. اوسمهال د هماغو افغانانو د ياد د تازه کولو په پار د اډېلايډ او ډاروين د سيمو تر مېنځ چلېدونکی اورگاډی د غان په نامه يادېږي.


د يادولو وړ خلک

د يادولو وړ افغانان او يا هم د افغانانو له زوزاتو نه

دا هم وگورۍ


سرچينې

کينډۍ:No footnotes

  1. Flinders Range Research - The Afghan Camelmen
  • Stevens, Christine (2003) [1989]. Tin Mosques and Ghan Towns: A History of Afghan Camel Drivers in Australia. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-9581760-0-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې


کينډۍ:Australia-stub کينډۍ:Islam-stub