اعليحضرت آزاد خان افغان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اعليحضرت آزاد خان افغان
Document 67.jpg
ليکوال محمد طاهر کاڼی
د پښتۍ طراح د دانش خپرندويه ټولنه
هېواد پاکستان، پېښور
ژبه پښتو
سکالو(موضوع) تاريخي اثر
سبک(سبکونه) تاريخي اثر
خپرندوی د دانش خپرندويه ټولنه
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۰ /۲۰۱۱ زېږدي کال

د اعليحضرت ازاد خان افغان کتاب يو تاريخي اثر دی چې ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي ليکلی دی .

د کتاب د منځپانگې په اړه

دا اثر زموږ د هېواد د يو نوميالي افغان ازاد خان افغان ( چې د سلېمانخېل او غلځي لنډ نومونه یې هم د ځان لپاره کارولي) ، او د لوی احمد شاه بابا هممهالی وو ، د ژوند ، سياسي ، ټولنيزو کارندتياوو، په آزربايجان ، ارمنستان ، او پارس کې د کارنامو او پاچاهۍ په اړه کښل شوی دی . ښاغلی قدرت الله حداد فرهاد ليکي چې «تاريخ ناصري ليکلي ، ازاد خان چې کله وروسته پادشاه شو نو ازاد شاه بلل کېده.» ازاد خان افغان د افغانانو د تاريخ یو ځلاند څپرکی دی . دی يو اتل ، يو مېړنی افغان وو او د افغان په نامه يې وياړ کاوه ، ځکه خو يې د افغان لنډ نوم يا تخلص د ځان لپاره تر نورو ټولو غوره گاڼه او ډېر یې کاراوه . ازاد خان افغان چې د نادر شاه افشار له جنرالانو څخه وو او د هغه په پوځ او لښکر کې يې د خپل هېواد لپاره کار کاوه ، پر ۱۷۴۷ ز کال د نادر شاه تر وژنې وروسته په ازربايجان کې پاتې شو او ورو ورو یې هلته تيت شوي افغانان پر ځان راټول کړل . دی په ايران کې د پلاز له ادعاکوونکیو څخه وو . ده هلته په پردي چاپيريال کې له ډېرو ستونزو سره سره وکولای شول چې د ايران پلازمېنه اصفهان دوه ځلي سوبه کړي . په وروستيو کې له سختو ستونزو سره مخ شو ، دوه کاله يې په گورجيستان کې د هغه هېواد د پاچا هراکليوس چې دده اوښی هم کېده ، په دربار کې تېر کړل . نور پاتې ژوند يې د پارس په شيراز کې ددغه هېواد د پاچا کريم خان زند په دربار کې تېر کړ او هماغلته پر ۱۷۸۱ ز کال د ۷۶ کلونو په عمر په حق ورسېد.

د کتاب د چاپ چارې

دغه اثر په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی . د کتاب د چاپ چارې د دانش خپرندویې ټولنې تخنيکې څانگې پر ۱۳۹۰ لمريز (۲۰۱۱) ز کال ترسره کړې دي . کتاب په سپين کاغذ کې چاپ شوی او ټول ۲۴۷ مخونه لري . د کتاب په پای کې ۱۷ انځورونه هم راغلي دي . ددې کتاب کمپوز پخپله ليکوال کړی دی.

اخځليک

۱- کاڼی، محمد طاهر، اعليحضرت ازاد خان افغان.