اصلاح انلاین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اصلاح انلاين د هدفمندو سايټونو په ډله کې په دې تکل را پاڅېدلې چې د لوستونکو عام پوهاوي ته د يو سالم تګلوري او څرګندې تګلارې له مخې وده ورکړي. د اسلام په اړه د لوستونکو د معلوماتو زياتول، او د ژوند د هر اړخ ستونزې له وسطي اسلامي ليدلوري څخه څېړل د اصلاح انلاين د محتوياتو تر ټولو غټه برخه جوړوي.

ورپسې د ملي مسائلو په اړه لوستونکو ته پر عقل ولاړ سالم ذهنيت ورکول او په داسې يو مهال کې چې د هېواد د پرګنو د يووالي تر بلونکو د بېلوالي هغه زيات دي، د ملي وحدت د ټينګښت لپاره کار کول د سايټ دويم لومړيتوب جوړوي.

په دې باور يو چې ددغه سپېڅلي هدف د لارويانو کاروان خورا اوږد دی، خو خورا سره شېندلی.

اصلاح انلاين له ټولو بادرده ليکوالانو او د وطن او اسلام له خوږمنو څخه غوښتنه کوي چې راځئ د حق د کلمې د ويلو دغه سټېج په ګډه سره پرمخ بوځو او پياوړی يې کړو.

اصلاح انلاين په دې روحيه جوړ شوى چې د انټرنټ پر مخ افغان ځوانانو ته له اسلامي ليدلورې روانې چاري، روزنيز مسايل او علمي ليکنې وړاندې کړي.

اصلاح انلاين.نټ د هېواد له دننه او له بهره د با احساسه ليکوالانو لخوا پر مخ بيول کېږي، خو مرکزي دفتر يې د کابل په خوشال خانه مېنه کې دى.

څه خپروو؟[سمول]

اصلاح انلاين.نټ د خپلو لوستونکو د دنيوي او اخروي ښېګڼې، مادي او معنوي ښېرازتيا، او د دې وران هېواد د فزيکي او معنوي رغونې لپاره مټې رابډ وهلې دي. اصلاح انلاين.نټ د ډېرى نورو افغاني سايټونو په څېر هر څه نه خپروي. يوازې هدفمند او رغنده شيان خپروي. زياتره ټينګار يې ځوانانو ته د ملت د جوړونې او اسلامي فکر د ويښتابه پر دودولو دى.

تګلاره:[سمول]

د اصلاح انلاين.نټ تګلاره هماغه د جمعیت اصلاح ټولیزه تګلاره ده چې ددې تګلارې یو مهم ټکى ټولو ديني او ملي ارزښتونو ته پوره درناوى دى. موږ به له ټولو هغو قلمونو سره په ګډه کار کوو چې د اسلامي ويښتابه د خپرولو او د هيواد د جوړولو لپاره په اخلاص چلېږي. بيا هم دا سايټ د نورو ډېرى سايټونو په څېر د ضد او نقيض محتوياتو ګډوله نه ده، بلکې يوازې هغه څه خپروي چې رغنده، روزنيز او علمي ګټه ولري.

دجمعیت اصلاح د نشراتو او فرهنګي څانګې لخوا د دغه سايټ چارې پرمخ بیول کیږي، البته تر ډېره د با احساسه داو طلبه ځوانانو د وخت او جېب په لګښت. سمه ده چې سايټ د جمعيت اصلاح لخوا دى، خو دا په دې مانا نه ده چې اصلاح انلاين.نټ به د جمعيت اصلاح لپاره تبليغات کوي او يا به یوازې د دغې ټولنې فعاليتونه خپروي. کيداى شي دغسې څه پکې پنځه فيصده هم ونه مومئ. بلکې کوم هدف چې د جمعيت اصلاح دى دا سايټ هم د هغه هدف د پر مخ بيولو لپاره يوه وسيله ده، او بس.

هدف:[سمول]

د دې وېبپاڼې د جوړولو موخه هیوادوالو ته د خپل هېواد او سيمې د چارو او د خپل دين او کلتور په اړه سم پوهاوی ورکول دي. همدارنګه بل هدف د افغانستان په بيا ودانولو كې د كلتوري, ښوونيز او ټولنيز كار له لارې برخه اخيستنه ده.

-په ټولنه كې د سولې او كراري ټينګښت او د اخوت او ورورګلوۍ چاپيريال رامنځته كولو په موخه هڅې او د هر ډول جاهلي ژبني او قومي تعصب او توپير په خلاف مبارزه.

په ټولنه كې د اسلامي كلتور او ملي اصيلو ارزښتونو خپرونه او د هر ډول اخلاقي مفاسدو او وارداتي كلتورونو سره مبارزه. د خلكو په ذهنونو كې له وطن سره د مينې, خلكو ته د خدمت او دملي ګټو ساتنې مفاهيمو ته وده ورکول.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]