اشرف خان هجری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اشرف خان هجري (زوکړه ۱۰۴۴ لېږديز سپوږميز کال (د ۱۶۳۵ زېږديز کال مارچ) - مړینه ۱۱۰۶ ) د افغانستان يو پښتو ژبی بااستعداده شاعر، د خوشحال خان خټک مشر زوی او زړور سرتېری وو.

مخينه

اشرف خان هجري پر ۱۰۴۴ لېږديز سپوږميز کال (د ۱۶۳۵ زېږديز کال مارچ) په پسرلي کې په اکوړه خټک کې د ستر او نابغه خوشال په کور کې وزېږېد. اشرف خان هجري د دوست محمد خان کامل مومند په قول د ۱۰۴۴ لېږديز سپوږميز (ل س) کال د روژې د مياشتې پر ۹ نېټه يا ۱۷ نېټه چې د ۱۶۳۵ زېږدي کال له مارچ مياشتې سره، چې د ۱۰۴۹ ل س کال چې د ۱۶۴۰ زېږدي کال له جنوري سره سمون خوري، زيږيدلي دی۔ له آره خو د خوشال بابا مشر زوی اکبر خان وو، خو لکه څنگه چې هغه په کوشنیوالي کې له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې، نو پر دې بنسټ د هغه د زامنو په شمېر کې اشرف خان هجري مشر زوی بلل کېږي.

اشرف خان هجري په شاعرۍ کې د خپل ستر پلار خوشال بابا د سبک پلوی دی. هغه هم ځان ته د شعر دیوان لري، چې ځنې برخې یې په گلشن روه کې چاپ شوې دي. هجری هم عشقي، وطني او اخلاقي اشعار لري. د خپل استعداد په لرلو سره یې د خپل پلار خدمت کاوه او د خپلې ملي ژبې او ادب خدمت يې کاوه. لنډه دا چې تر خوشال وروسته لوی شاعر گڼل کېږي، چې خپل پلار ته منسوب دى.

اشرف خان هجری د پښتو یو نوموړی شاعر وو. هجري د خپل پلار په شان د قلم او تورې خاوند وو چې هم یې د پښتنو د خپلمنځي او هم د مغولو پر خلاف د جنگونو په ډگرونو کې برخه اخیستې ده. هجري هم د خپل پلار خوشال خان په څېر د عمر په یوه دوران کې د مغولي دربار خدمت کړی دی، خو بیا یې د مغولو پر خلاف توره راایستلې او په دې لاره کی یې هر څه بایللي دي. هغه د خپل ژوند زیاتره برخه په ټولنيزو او سیاسي ډگرونو او کارندتياوو (فعالیتونو) کې تېره کړې ده. همدا لامل دی چې نږدې ټول شعرونه یې له ټولنيز چاپېریاله اغېرمن دي.

د اشرف خان د شعرونو هغه برخه ډېره دردونکې ده چې هغه په زندان کې د هېواد په یاد ویلي دي. نوموړی په دې شعرونو کې د مغولو د وخت د زندان د شرایطو څخه چندانې گیله نه ده کړې، بلکې ټول درد یې د خپل هېواد او اشنایانو لیدل او د روه له سیمې څخه جلا کېدل دي. پر هجري باندې په زندان کی د سورڼي غږ ډېر بد لگېږي او داسې اندي (فکر کوي) چې دغه غږ د ده ټول غمونه ورته راژوندي کوي. سورڼی د هغه د غمونو داستان وایي او دی په لوی لاس ژړوي. اشرف خان داسې فکر کوي چې یا دا سورڼی هم له یارانو څخه بېل سوی دی او ورپسې ژاړي او یا د ده په حال خبر سوې او له ده سره ژاړي.

څنگه چې د اشرف خان هجري ژوند ټول په ناارامۍ، په جگړو، په زندان او پردېیسیو کې تېر شوی او د عمر په یوه مرحله کې یې، چې ښایي ډېره شاعري به یې هم په دغه وخت کی کړې وي، چندانې روغه ورځ نه ده لیدلې، نو ځکه يې شاعري هم زیاتره له درد او سوزه ډکه ده، چې پخپله دغه سوز او درد د اشرف خان شاعرۍ ته یوه ځانگړې او هممهال خوندوره بڼه ورکړې ده. هجري په عین وخت کې چې په زندان کې پروت دی او د یار هجر یې ژړوی، بیا هم غم ته سمه نه کوي او ځان غښتلی ورباندې بولي، ځکه چې یوه شپه مخکې یې خپل دلدار په خوب کې لیدلی او د ده په قول د غم بنیاد یې د بڼو په غشو غوڅ کړی دی.

اشرف خان هجري ۱۴ کاله د مغول پاچا اورنگ زېب په زندان کی تېر کړي او د هغې پردېسۍ په حال کې وفات شوی دی. د مغولو په زندان کې یې د سوز چیغي وهلې دي او دغه چیغې دي چې د هغه شاعرۍ ته یې سوز ورکړی دی؛ هغه سوز چې نه ښکاره کول یې پخپله د ده په وس هم نه دي. څوارلس کاله یې د خپلې مېنې په غرونو پسې ژړلي دي او د خپل پلرني ټاټوبي او محبوبې روه یادونه یې کړې ده. د هغه تش صورت د دکن په زندان کی دی او زړه یې تل د یار په یاد مشغول دی. په دغه حال کې هم امید له لاسه نه ورکوي او د وصال په یاد ځان او خپل شاعرانه خیالونه تازه کوي.

د اشرف خان هجري په دېوان کی له سره تر پایه د هجر څخه شکایت شوی او هر وخت د وصل شپه د حباب د عمر په څېر لنډه بولي. هغه د هجر په اور سوی دی، خو بیا هم دغه هجر خپل قسمت بولی. دا چې ولې د هجر څخه دومره شکایت کوي، یو لامل یې دا دی چی ده په واقعیت کې هم نږدې خپل ټول عمر د یار څخه جلا تېر کړی دی. د عمر ډېرې خوږې ورځې او شپې یې په زندان او جلاوطنۍ کې تېرې کړې دي او ټول عمر یې د وطن کاڼي بوټي ژړلي دي. په برنده ځوانۍ کۍ، چی اشرف خان به د خټکو د قام د مشرۍ او خانۍ د گټلو لپاره هڅې کولې او ځان به یې د خپل پلار خوشال خان وارث باله، د مغول پاچا اورنگزېب په زندان کی بندي شوی او ورپسې نږدې ټول پسرلی یې په دغه زندان کې تېر کړی دی. لکه تخلص یې چی هجري غوره کړی، د شعر منځپانگه (محتوی) یې هم ټول هجران دی او په دېوان کې یې نږدې تر بلې هرې کلمې د هجر او هجران وييونه ډېر لیدل کېږي.

دا به گرانه خبره وي که ووایو چې اشرف خان هجري ځان ته جلا سبک او مکتب لري، ځکه چې د هغه شعرونه تر ډېره ځایه پورې د خپل پلار خوشال خان او نورو پښتنو شاعرانو څخه اغېزمن دي. څرنگه چې هجري د پارسي ژبې د شعر ډېره زیاته مطالعه کړې ده او په پاړسي ژبه یې ښه قوي شعرونه لیکلي دي، نو طبیعي خبره ده چې پر شعر به یې د پارسي ژبې د لویو شاعرانو اغېز هم شتون ولري او د هغوی له اشعارو څخه به یې هم الهام اخیستی وي. د ځینو څېړونکيو د دې قول پر خلاف، چې وایي د اشرف خان هجري شعرونه د پارسي کلام سيده ژباړه ده، ویلای شو چې هجري خپله ژبه لري او چې د هر چا او هرې ژبې تر اغېز لاندې یې لیکلي دي هغه یې خپل دي. یو څېړونکی د دې ادعا د زباد لپاره، چې د اشرف خان هجري شاعري سيده له پارسي اغېزمنه ده، د اشرف خان هجري او د سعدي شېرازي دغه دوه بیتونه سره مقایسه کوي:

هجری وایی:

په زېور آرایش کا چې زېبا نه وي

ته گلرنگه څه محتاجه یې زېور ته

سعدي وایي:

به زیورها بیارایند مردم خوبرویان را تو سیمین تن چنان خوبی که زېور ها بیارایی

په داسې اکر کې چې په دې بیتونو کې اشرف خان د خپلې معشوقې په ځان زېور نه خوښوی، ځکه چې هغه بې زېوره ښایښته ده. د سعدي معشوقه بيا دومره ښایسته ده چې زېور په ښایسته کېږي او د سعدي دغه مبالغه ددې دواړو بیتونو مضمون ته توپیر وربخښي. د پښتو او پارسي ژبې زیاتره کلاسیک شعرونه د وصال، هجران، جمال، زېور، رقیب، ساقي او خرابات له کلمو څخه ډک دي. خو د دې مانا دا نه ده چې دغه شعرونه دې یو د بل ژباړه یا له یوه بله سيده اغېزمنتیا وگڼل شي. آره خبره دا ده چې ددې دواړو ژبو ادبیاتو په یوه کلتوري حوزه کې وده کړې، شاعران او د شاعرانو د چاپېریال خلک نږدې د یو راز ستونزو سره مخامخ دي، ځکه یې نو غبرگون (عکس العمل) هم یوه بل ته ورته دی.

له بلې خوا د اشرف خان هجري او سعدي په بیتونو کې دا خبره چې ښایسته سينگار او زېور ته اړتيا نه لری، او یا دا چې بدرنگه په زېور نه ښایسته کېږي، دومزه عام جاجونه (مفاهیم) دي چې د پښتو، پارسي، انگلیسي او نورو ژبو ادبیات او فوکلور ورڅه ډک دي، خو هیڅوک دا نه شي ویلای چې دا خبره یوازې د سعدي کشف او چې په هره ژبه کې په دې اړه هر څه ویل شوي نو هغوی به د سعدي څخه الهام اخیستی وی. اوس به د دې موضوع په ارتباط د اشرف خان هجري هغه شعر راواخلو چې د زېور او سیگار په باب یې لیکلی دی.

چی اوربل د مخ له پاسه لکه سپر کا - د سرو گلو یې خاصیت همه د لمر کا

د یاقوت مثل یې سکور نته اتش ده - سور بلاق دی څنگه جوړ لکه شرر کا

څمکلۍ یې ځکه سره د یار په وینو - چی خلش ته یې هر دان لکه نشتر کا

ابرووان یې جوړ لیندۍ باڼه یې غشی - پېرایه د حسن څوک توره خنجر کا

هغه دم چی سینگار وکا روانېږی - یو نظر یې صد ساله صوفی ابتر کا

ژولیده زلفې چې خم کا په رخسارو - خرابۍ ته اجازت زڼي لښکر کا

تورې سترگې یې لا تورې په رنجو کړې - هر باڼه به د اشنا په وینو تر کا

نرمې نرمې قصې کا واړه فرېب دی - په بانه بانه دې زړه د سحر گهر کا

اور ارام یې وعاشق ته مهیا دی - د وصال خواږه بهشت هجر سقر کا

هر چه وکړه د هجري په زړه دلبرو - هغه تاخت په سره مغول کله خیبر کا

د جفا به هجري شا نه کا و یار ته - که لټ پټ یې تن په وینو کې احمر کا


اشرف خان هجري د ژوند ډېره برخه په کړاوونو کې تېره کړې ده؛ دغو کړاوونو او د زمانې ناخوالو دومره بدبین کړی دی چې بالاخره ټول انسانان دروغجن بولي. له هغه سره خپل ورور بهرام خان جفا وکړه او د هغه په وسیله د مغولو په زندان کې ولوېد. په داسې اکر کې چې په یوه جگړه کې بهرام خان د اشرف خان لاسته ورغلی وو خو هغه بیرته روغ رمټ خوشي کړی وو. له هغه سره خپلو تربرونو مېړانه ونه کړه او د هغه په مقابل کې یا د بهرام او یا د مغولو په پلوۍ ودرېدل. اشرف خان داسې فکر کوي چې ټول خلک د خپلو گټو تابع دي او چې مطلب یې پوره شي نو بیا دې نوم نه اخلي.

مړينه

د پښتو ژبې دغه کلاسیک او لوی شاعر اشرف خان هجري پر ۱۰۹۲ لېږديز سپوږميز کال د هند مغولي حکومت بندي کړ او ۱۴ کاله يې په زندان کې تېر کړل. هغه پر ۱۱۰۶ ل س کال په همدغه بنديخانه کې له خپل پلرني هېواده او کورنۍ لري وفات شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.


د شعر بېلگې

غم ښادي د جهان باد گڼه یا گرد

په دا نه لري پروا آزاده مرد

آمد شد یې تر سبا هم گړندی دی

تجربه مې کړه د دهر گرم و سرد

هیڅ هوس د زمانې و خواته مه کړه

یو لقمه بېغمه نه لري د خورد

په څو رڼه نقش بېداد په یوه دم کا

د فلک دورونه طاس گڼه د نرد

چا چې ناز د زمانې په ډول وکړ

په خندان کې زخم ورکاندې پر درد

غم ښادي که یې د هوښ په نظر گورې

د بقا عمر یې زیات نه دی تر درد

هجری بد عمل تر شا مخ په صفا کړه

چی په ورځ د محشر نه سې گونه زرد


د اشرف خان هجري له نښيرونو څخه تر اوسه يوازې د هغه ديوان لاس ته راغلی چې لومړی ځل پر ۱۹۵۸ ز کال د همېش خليل په سريزه په پېښور کې چاپ شوی دی.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د اشرف خان هجري ديوان، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ، بل يې د ۱۳۸۰ ل ل (۲۰۰۱ ز) کال پېښور چاپ.


اخځليک

۱- https://sporghay.com/index.php/biographies/item/661-ashraf-shah-hijri Archived 2020-10-02 at the Wayback Machine. عبدالباري جهاني، د مشکو کاروان کتاب.

۲- https://www.academia.edu/12456327/%D8%AF_%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81_%D8%AE%D8%A7%D9%86_%D9%87%D8%AC%D8%B1%D9%8A_%D8%AF_%D9%82%DB%90%D8%AF%D9%88%D8%A8%D9%86%D8%AF_%D9%85%D9%87%D9%85%D9%87_%D9%88%D8%AC%D9%87

۳- https://shahmbookco.com/product/%D8%AF%DB%8C%D9%88%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D9%87%D8%AC%D8%B1%DB%8C/

۴- http://www.sabawoon.com/pukhtopoetry/index.php?page=ashrafKH

۵- http://www.h-obaidi.com/Asamai-Obaidi-18/AkbarKargar-PashtoAdab-2.htm