اس-۲۰۰
د ويکيپېډيا لخوا
| اس-۲۰۰ S-200 C-200 |
|
|---|---|
| وسله | د مځکې نه هوا ته توغندی سیستم |
| تولیدونکی | |
| جوړونکی | Almaz-Antej NPO Almaz |
| د اس-۲۰۰ ډولونه | اس-۲۰۰ ای اس-۲۰۰ بی اس-۲۰۰ ام اس-۲۰۰ وې ای |
اس-۲۰۰ (په روسی کی: зенитно-ракетный комплекс C-200) د لېری پرواز ساخه د مځکې څخه هوا ته یو توغندی سیستم دی چی د الوتکو او توغندیو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږی. دغه راکتی سیستم کولای سی په شپه کی او د باران په وخت کی جګړه وکړی. د روسی سرچینو په مطابق د اس-۲۰۰ توغندی سیستم د مځکنی او بحری هدفونو په خلاف هم کارېدلای سی.
تاریخ [سمول]
اس-۲۰۰ په ۱۹۶۵ کال کی طرح شو او شوروی پوځ دغه راکتی سیستم په رسمی ډول په ۱۹۶۷ کال کی کار واخیست. په ۱۹۷۰ کال کی د اس-۲۰۰ تر عصری کولو وروسته نورو هېوادونو ته صادر شو او په اوس وخت کی اس-۲۰۰ د نړی د بیلو بیلو وسلوالو ځواکونو په جګړیزو تجهیزاتو کی شامل دی.