اسيد بن حضير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مکي ځوان مصعب بن عمير رضی الله عنه يثرب ته د تبشیري بعثت په اوائلو کي راغلی چي د اسلام تاريخ یې همداسي راپيژني .

دخزرج قبیلې د یوه سردار اسعد بن زراره په کور کي یې واړول او د ده کور یې دځان لپاره هستوگنځی جوړ کړ،له همدې ځایه به تلی او د خدای ﷻ لورته به یې خلگ رابلل اودخپل دعوت لمن یې پراخوله، د خدای ﷻ د نبي، محمدرسول الله ﷺ په اړه به یې خلگوته زیری ور کاوه.

ديثرب ځوانان د ځوان داعي مصعب بن عمير رضی الله عنه مجلس ته په ډير کثرت سره راتلل،د ده پر خوږو خبرو، ښکاره دلائلو،ښائسته خویو او هغه ایمان باندي حريصان وو چي د ده په ښکلي مخ او وتلې څيرې کي بريښيدل.

پردې ټولوبرسیره دوی یوبل شي هم جلب کړي وو، هغه داقرآن ؤ چي ده ساعت په ساعت ورته ځيني آياتونه په خپل درانه او زړور ږغ سره تلاوت کول؛ نو په هغه سره به یې ډير زړونه نرمول او دباران په څير اوښکي به یې تویولې، د ده له مجلسو څخه به مجلس داسي پای ته نه وي رسیدلي چي خلگو دي ايمان راوړي نه وي، او د ايماندارو ډلې ته به ورگډ شوي نه وي .

يوه ورځ اسعد بن زراره خپل داعي ميلمه مصعب بن عمير رضی الله عنه د دې لپاره و ايستی چي د بني عبدالاشهل له یوې ډلي سره لیده کاته وکړي، دوی ته داسلام منلو وړانديزو کړي، دواړه د بنوعبدالاشهل له باغو څخه يو باغ ته ننوتل، دخرماوو په سیوري کي دباغ دخوږې څاه په وړاندي کښينستل، د مصعب په وړاندي یوه ډله مسلمانان اوځيني هغه خلگ راغونډ شول چي د ده وينا اوریدل یې غوښتل، نوموړي په دعوت پیل وکړ او خلگو ته یې بشارتونه ورکول، ټولوخلگو په پټه خوله غوږ ورته نیولی او د ده خوندورې خبرې یې په غوږو کي نیولې .

يوتن ورغلی، أسید بن حضير او سعدبن معاذ ته چي د أوس سرداران وو، خبر یې ورکړ چي دمکي دعوت چلوونکی ځوان ستاسو هستوگنځيو ته نژدې راغلی او د دې کار جرأت اسعدبن زراره ورکړی دی .

سعد بن معاذ اُسيدبن حضير ته وویل : بې پلاره شې اُسیده! هغه مکي ځوان ته ورشه، چي زموږ سیمي ته راغلی، ترڅو زموږ ضعیفان وغولوي، خدایانو ته مو دبدي او ناپوهي نسبت کوي!

سپکي سپوري ورته وکړه! او په دې اړه گوت څنډنه ورته وکړه چي له دې وروسته زموږ سیمي ته پل راوانخلي،ده داهم زیاته کړه: که زما د ترور د زوی اسعدبن زراره ميلمه نه وای او هغه یې ننگه نه کولای بیا دا کار ما په خپله کاوو.

اُسید خپله وسله راواخیسته ،دباغ لورته راغی، دسعدبن زراره چی کله مخامخ سترگي پرې ولگیدې مصعب ته یې وویل : خوار شې مصعبه! دا د دوی دقوم سردار دی، ډير هوښیار او تر ټولو کمال داره اُسیدبن حضير دی که ده چیرته اسلام قبول کړ د ده داسلام راوړلو به ډیر وگړي تابع شي د ده په اړه له خدای ﷻ څخه مرسته وغواړه او ډیره په زړه پوري بلنه ورکړه.

اُسیدبن حضیر دمجلس په وړاندي ودرید مصعب او د ده ملگري ته یې وکتل او ویې ویل : دڅه لپاره زموږ سيمي ته راغلي یاست او زموږ کم عقلان تیر باسئ؟! که موخپل ځان په کار وي له همدې کلي ووځئ .

مصعب رضی الله عنه اسیدته له نوره ډک مخ ور واړاوو او په خپله ريښتونې او مؤثره لهجه یې ورته وویل : ای دهمدې قوم سرداره! تر دې دي غوره خبره نه ده خوښه؟

اُسید: هغه څه ده؟

مصعب :ته راسره کښينه! له موږ څخه څه خبره واوره که دي زموږ وینا خوښه شوه ویې منه او که دي خوښه نه شوه موږ درڅخه ځو او بیابه درته نه راځو.

اسید: انصاف داره خبره دي وکړه، نیزه یې په مځکه کي ښخه کړه اوکښیناست، مصعب داسلام حقيقت ورته بیان کړ، دقرآن څو آياتونه یې ورته تلاوت کړل، د اسید د تندي گونځي وغوړيدې او مخ یې وپړقيدی ويې ویل : څه چي ده وویل څومره غوره او څه چي ده تلاوت کړل څومره د ستر شان درلودونکی کلام ؤ!!!

تاسوچي په اسلام کي د داخليدو نيت لرئ څه کوئ؟!

مصعب ورته وویل : غسل وکړه، پاکي جامې واغونده او ووایه: اشهد ان لااله الاالله و اشهد ان محمداً رسول الله، او دوه رکعته لمونځ وکړه.

اسیدڅاه ته ور ولاړ شو اودس یې وکړ اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداً عبده ورسوله یې وویل او دوه رکعته لمونځ یې وکړ.

په همدې ورځ دعربو یو وتلی سردار او د اوس له ټبر څخه یونامي سردار د اسلام ډلگيو ته داخل شو.

د ده قوم ده ته د کامل لقب له دې امله ورکاوه چي عقل یې ډير کامل او اصل يې ډیر وتلی ؤ ځکه نوموړي هم د توري او هم دقلم څښتن ؤ.

نوموړی د یووتلي سپور او دقيق ويشتونکي ترڅنگ په یوداسي ټولنه کي قاري او ليکوال هم ؤ چي فارسیان او ليکوالان پکي کم وو.

د ده اسلام دسعدبن معاذ رضی الله عنه داسلام سبب هم شو او د دوی دواړو اسلام بیاد دې لامل جوړ شو چي د أوس ډيري ډلي په ايمان مشرفي شوې او له دې وروسته مدینه درسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د لاهجرت او پناه ځای وگرځيد چي بالاخره دیوستر اسلامي دولت لپاره بنیادشو.

أسیدرضی الله عنه له هغې ورځي چي قرآن یې له مصعب څخه واوریده دومره ورباندي مين شو لکه مینتوب دعاشق پر معشوق او داسي به یې ورته تلوسه وه لکه په گرمه ورځ کي تلوسه د تږي و گودر ته چي یو کار ایسار کړی وي.

چي هر وخت به دي ليدی یابه دخدای جل جلاله په لاره کي غزاته روان ؤاویابه معتکف ؤ تلاوت به یې کاوه، د نوموړي ډير لوړ صاف ږغ اوښه ښکلې اداء وه، د قرآن ویل ډيره مزه ورکوله، ډیر ځله به یې هله خوند ورڅخه اخیست چي شپه به آرامه، سترگي به ویدې او نفسونه به ډاډه شول .

صحابه کرامو د ده دقرآئت ویلو وختونه څارل او د ده تلاوت اوریدلو ته به یې یو تربله مسابقه کوله .

هغه به ډير بختور ؤ چي له ده به یې داسي تازه قرآن واورید لکه پر محمد صلی الله عليه وسلم چي نازل شوی ؤ.

دآسمان اهل ته هم د ده قرآن دومره خوند ورکاوه لکه دمځکي اهل ته. یوه شپه اسیدبن حضير رضی الله عنه دخپل کور شاته په یوه بیدیاکي ناست ؤ، د ده زوی «يحيی» یې تر څنگ ویده او هغه آس چي دخدای جل جلاله په لاره کي یې دجهاد لپاره ساتی هغه هم نژدې ورته تړلی ؤ.

شپه آرامه او خلگ ویده وو، دآسمان خيمه صفا او تکه شنه ځليده، دستورو سترگکونو په مینه او لطف آرامه مځکه څارله، د اسید زړه غوښتل چي دا آرامه او ډاډمنه فضا دقرآن په خوشبویي خوشبويه کړي په خپل غموونکي او زړه راښکونکي ږغ سره یې تلاوت پيل کړ:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الم (2:1)

ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (2:2)

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (2:3)

وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (2:4)

يوناڅاپه یې د آس دربی واوریده چي پرمیږوی راگرځيد، نژدې ؤ چي پړۍ پرې کړي، نوموړي ودرید آس هم آرام شو.

ده بیرته په قرآئت پیل وکړة : أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ ۖ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (2:5)

آس بیا تر اول ځل ډير کړاند شو، نوموړي چوپ شو... آس بیا آرام شو...

دا ماجرا ډير ځله تکرار شوه چي کله به ده قرآئت پیل کړ آس به ناآرامه ؤ او چي چوپ به پاته شو آس به هم آرام او قرارا شو.

نوموړي پر خپل زوی«یحی» وويریدی چی هسي نه ترپښو یې لاندي کړي، ور روان شو چي راويښ یې کړي په همدې وخت کي يې ناڅاپه سترگي دآسمان لورته پورته شوې، یوه وريځ یې ولیده لکه سایه،تردي وړاندي یې سترگوهيڅ دومره ښکلې او ښايسته وريځ نه وه لیدلې، د څراغانوپه ډول شیان پکښي راځړیدل، ټوله فضاء یې په ښکلا او رڼا ډکه کړې وه هغه پورته ختله آن چي د کتونکو له سترگوپته شوه.

چي کله سهار شو نبي کريم رصی الله علیه وسلم ته ورغی او د هغه خبر کیسه یې ورته وکړه چي تیره شپه یې لیدلي ؤ، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وويل : دا ملائکي وې تاته یې غوږ نیولی وو ای اسیده!... که تاخپل قرائت جاري ساتلی وای خامخابه ټولو خلگوليدلي وای اوله هيچا څخه به پټي شوي نه وای .

د اسیدرضی الله عنه لکه څومره چی دخدای جل جلاله له کتاب سره مينه وه دومره مینه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره هم وه، لکه څرنگه چي د ده له نفسه معلومیده، ډيرصاف ؤ، د ډير شفاف زړه او ایمان خاوند ؤچي کله به یې قرآن اورید یا به یې وایه، چي کله به یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته هغه وخت کتل چی هغه به خطبه ویله یا به یې خبري کولې .

له ده سره دایو ډير ستر ارمان ؤ چي د ده دیدن د رسول الله صلی الله علیه وسلم جسدمسه کړي او پرې وغوړيږي، مچ یې کړي، خو دا ارمان یې هم يوځل پوره شو.

يوه ورځ اسید رضی الله عنه په مجلس کي خبري کولې او خپلي نمکيني کيسې یې ور اورولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم په تشي کي وچوخي، گواکي خبرو یې خوند ورکړ؛ نواسیدرضی الله عنه ورته وویل: ای رسول الله صلی الله علیه وسلم! خوږ دی کړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : «ای اسیده! بدله راڅخه واخله».

اسیدرضی الله عنه وویل : تاچي زه وهلم پر ما قميص نه ؤ اوپر تا اوس قمیص شته .

رسول الله صلی الله عليه وسلم قميص له تنه پورته کړ، اسیدرضی الله عنه له موقع څخه گټه واخيستله د تشي او تخرگ تر منځ ځای یې مچاوه او ویل یې : ای رسول الله صلی الله علیه وسلم ! مور او پلار دي مي تر تاځار وي دا هغه هيله وه چي ستاله پيژندلو سره جوخت راسره پيدا وه دا ده همدا اوس ورته ورسیدم .

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له اسیدرضی الله عنه سره دميني تبادله کړې وه، په اسلام کي يی د ده سابقيت یې په نظر کي نیوی او هغه ورځ یې ورته یادوله چي داُحد په ورځ یې له ده څخه کلکه دفاع کړې وه آن چي په دې ورځ یې دنیزو اووه مرگوني گذارونه خوړلي وو.

د ده پر قوم یې د ده درنښت هم له پامه نه غورځاوه که به یې چیري د خپل قوم د يوکس سپارښت وکړ رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې سپارښت منظوراوه.

حضرت اُسیدرضی الله عنه کیسه کوي او وايي : زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، د انصارو دیوې داسي کورنۍ یادونه مي ورته وکړه چي په هغې کي اړ کسان وو او ډير غړي دهمدې کورنۍ میرمني وې، نبي کريم صلی الله عليه وسلم راته وویل : ای اُسیده! ته داسي وخت راغلې چي زموږ په لاس کي څه وو هغه مو مصرف کړل ، چي کله دا وار موږ ته یوشئ راغلی بیا هغه مهال دهمدې کورنۍ د غړو یادونه راته وکړه .

له دې وروسته له خیبر څخه مال ورته راغلی هغه یې دمسلمانانوتر منځ وویشې انصاروته یې ډير ښه مال ورکړ او هغي کورنۍ والاووته یې هم ډير څه ورکړل، ماورته وویل : ای دخدای ﷻ رسوله! خدای جل جلاله دي د دوی له لوري ډير خير درکړي .

نبي کريم صلی الله علیه وسلم وویل : «هو! تاسوانصارو ته دي هم لوی خدای جل جلاله ډيره ښه بدله درکړي له کومي ورځي چي مي تاسو پيژندلي یاست پاک او صبرناک یاست خوترما وروسته به ترتاسونور غوره کیږي؛ نو ترهغه مهاله صبر وکړئ تر څوچي له ماسره پيوسته کيږئ او زموږ د وعدې ځای به حوض کوثر وي» اُسید رضی الله عنه وايي : کله چي خلافت حضرت عمر رضی الله عنه ته ورسید هغه د مسلمانانوتر منځ مال او سامان ويشی ماته یې یوه جامه راوليږله، هغه ماته ډيره خواره او بیکاره رامعلومه شوه...هغه ؤ چي زه په مسجد کي ناست وم زما په وړاندي دقريشويو ځوان تیر شو چي دهغو جامو له ډلي یې یوه ډيره لوړ بیه جامه په تن وه چي ماته حضرت عمر رضی الله عنه راليږلې وه، هغه ځوان پر مځکه کشوله له ماسره چي څوک ناست وو هغوی ته مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول ذکر کړ: تاسو به له ما وروسته له غوره کوونکو سره مخامخ شئ«او ماوویل : رسول الله صلی الله عليه وسلم رښتیاويلي .

هغه کس حضرت عمر رضی الله عنه ته ورغلی او زما خبره یې ورته وکړه نوموړی ډير تیز راغلی، مالمونځ کاوه راته ويې ویل : اسیده! لمونځ وکړه.

ما چي کله لمونځ وکړ نوموړي مخ راواړاوه او ويې ویل: تا څه ويلي ؤ؟ما چي څه لیدلي او ويلي ؤ هغه مي ورته وویل .

ده راته وویل : لوی خدای جل جلاله دي عفوه درته وکړي دا جامه مافلاني ته ليږلې وه، «هغه انصاري، عقبي، بدري او احدي ؤ، دا قريشي ځوان له هغه اخيستې او اغوستې یې ده». آیاته گمان کوې چي هغه څوک چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبره کړې هغه به زما په زمانه کي وي؟!!!

اُسید رضی الله عنه وویل : ای اميرالمؤمنينه! والله ماهم داسي گمان کاوه چي هغه به ستاپه زمانه کي نه وي .

له دې وروسته اسید رضی الله عنه ډير وخت ژوند ونه کړ، لوی څښتن خپل جوار ته د عمر رضی الله تعالی عنه په دوره کي له عمره بیل کړ.

له مړيني وروسته دا څرگنده شوه چي پرنوموړي څلور زره درهمه قرض دی، وارثانو یې قصد وکړ چي د ده دقرضو د اداء کولو په نیت د ده مځکه خرڅه کړي، کله چي حضرت عمر رضی الله عنه په دې خبرشو ویې ویل : زه خپل وراره اُسیدرضی الله عنه نه پريږدم چي پر خلگو بوج شي .

وروسته یې د ده له پوروړیو سره خبري اتري وکړې او هغوی یې په دې راضي کړل چي د مځکي دڅلورو کلونو محصول یې قبول کړي او هر کال به یې په زرو روپو کي مجرا کولې.