اسماعيل خيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسماعيل خيل په اصل کې د کر لاڼي پښتنو په ټو لنيزې ډلې پورې يوه اړونده قبېله ده چې د خوست په ولايت کې د شمل سيند په جنوبي کنډو مندوزيو ته نږدې مېشته دي٠د مندوزيو د قبېلې لويدېز ته ځدراڼ او جنوب ته يې د تڼيو قبېله پر ته ده٠د مندوزيو د قبېلې په ختېز او دشمل سيند په شمالي څنډو کې هم اسما عيل خيل استو گنه لري٠د١٣٦٠ کال د مر کزي احصائيې دسر شمېرنې له مخې ددوی شمېر١٦٠٠٠ تنه ښودل شویدي،چې ښا يې اوس به يې شمېر دوه برابره وي٠

اسماعيل خيل اکثره دکرنې په چارو بو خت دي،يوشمير خلک يې دولتي دندې هم سر ته رسوي٠ددوی يو شمېر په عربي هيوادونولکه سعودي عر بستان او کويټ او يو شمير يې هم د خليج په هېوادونو لکه متحده عربي امارات،قطر ،دوبۍ،شارجه، ابو ظبي او دخليج په نورو ښارونو کې په مزدورۍ او غرېبۍ بوخت دي٠

سرچينې

  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد