اسلامي وټه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ټوليز ډول نن ورځ په نړي كې دري ستر وټيز غونډالونه شتون لري چې هر یو یې پانګوالي (كپيټليزم)، ټولنپالنيز (سوسيالېزم) او اسلامي وټيز غونډالونه دي. چې ټولنپالنيز يا كمونيستي غونډال په ځينو هيوادونو لكه روسيه، چين او داسي نورو كي پلي شو مګر نن سبا دغه هيوادونه بېرته د پانګوالی په لور روان دي او كمونيستي وټيز غونډال له مينځه لاړو او پانګواليز وټيز غونډال تر اوسه په پښو ولاړ دي مګر دغه دواړه وټيز غونډالونه يواځي د انسان مادي اړتياوو ته درناوي كوي او دهغي دلاسته راوړني لاري چاري ښيي، او روحي اړتياوه ته پكې پام نه دی شوي ، بل دا چې دغه وټيز غوندالونه انسانانو دخپل فكر په اساس جوړكړي دي او آسماني رهنمايي او اصولو په بنا نه دي ولاړي نو ځكه دغه ټول وټيز غونډالونه بريالي نه دي او يواځي اسلامي وټيز غونډال دي چه دمادي او روحي اړتياوه دواړو د حاصلوني لاري چاري په كي ښودل شوي. او اسلامي وټيز غونډال د الله ج د اوامرو او احكامو په نظر كي نيولو سره جوړ شوي دي. که څه هم اسلامي وټه تر اوسه په بشپړ ډول سره نه ده پلې شوې خو داسلامي خلافت څخه وروسته اوپه دي ورستيو كښي په دي برخه كي هڅي رواني دي.

پېښلیک

اسلامي وټې په تدريجي ډول پرمختګ كړي ، او په تيرو وختونو كې د نورو علومو سره ګډ وه، لكه د قرآنكريم په احكامو كې، د فقهاوو او تاريخ ليكونكو په ليكنوكښې.د اسلامي وټې په برخه كې لاندي علماؤ ډېر كاركړي دي: ابويوسف(d182/798)( ),المودودي(d450/1058)،ابن حزم (d456/1046 ),الغزالي (d 505/1111) ,ابن تيميه (d 728/1328) ,ابن قيم(d 751/1350)،ابن خلدون (d 808/1406 ) او شاولي الله (d 1176/1762) ډېر دقدر وړ كار كړي دي. مګر لكه څرنګه مو چه مخكې ذكر وكړ په دې دوران كې اسلامي وټې دنورو علومو لكه فلسفه، فقه....سره ګډ وه .

ابن خلدون كتاب (المقدمه ابن خلدون)كوم چه دتاريخ د معرفت په اړوند ليكل شوي، په دې كتاب كې ځينو وټيزو آندونو ته ډېر پاملرنه شوې او ډېر پرمختګ يې كړی .او ابن خلدون په دې مقدمه كې تحليل كړی دی د وټې، سياست، ټولنيزو عادتونو، رواجونو، او دحكومتونو دزوال او عروج ترمينځ. ډېر تړاو لري د ابن خلدون ځيني اصول او نظريات دومره پرمختللي وو چه د نني عصر دنظرياتو او تيوريو سره نژدې ورته والي لري كوم چه ده تقريبا شپږ پيړي د وړاندي ويلي وو.

ابن خلدون په هر صورت په داسي وخت كې ژوند كولو چه د مسلمانانو سياسي اوټولنيز زوال شروع شوي وو. هغه په سمه توګه ويلي وو چې پوهه اوساينس هغه وخت پرمختګ كوي كله چه يوه ټولنه په خپله د پرمختګ په حال كې وي. له دې څخه وروسته كله چه مسلمانان دزوال سره مخ شول د وټې په برخه كې كله ناكله پرمختګ منځ ته راتلو مګر دا په پراخه پيمانه نه وو، يعني د ابن خلدون څخه وروسته كوم غټ كار پدې برخه كې چا ونكړ، بيغير ديو څه كار څخه چه د ځينو علماوو لكه المقريزي، الدواني اوشاولي الله وكړ نور كوم دپام وړ كار ندي شوي.

پدې دوران كې لويديځو وټيزو علومو ډېر پرمختګ وكړ، د ۱۸۹۰ لسيزي په دوران كې د الفرډ مارشال لخوا د وټيزو اصولو په نامه كتاب چاپ شو، او له دې څخه وروسته وټپوهنه په لوېديخ كې ديوې ځپلواکې په توګه وپيژندل شوه، اسلامي وټه تر دويمې نړيوالې جګړې پوري همداسي د نورو علومو سره ګډ پاتي شو، په دغه دوران كې د زياتو اسلامي هيوادونه د دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته آزاد شول په دغه وخت كې اسلامي هيوادونه د خپلو ويجاړو غونډالونو ترڅنګ د وټيز غونډال جوړولو او بيا پر پښو درولو په هڅه كې شول ځكه دغه غونډالونه د نړيوال جنګ او د كفارو د حملو په وجه له منځه وړل شوي وو، څرنګه چه په هغه وخت كې نور وټيز غونډالونه په سود ولاړ ول، او سود د اسلام له نظره ناروا دي (د اسلامي وټې او نورو وټيزو غونډالونو ترمينځ ډېر توپيرونه شته او يواځي سود ندي) نو ځكه دوي دا اړتيا وليده چه خپل وټيز غونډال د اسلام د اصولو او قوانينو په چوكاټ كې جوړكړي.

په هر صورت لكه څرنګه مو چه وړاندي ذكر وكړ چه انفرادي هلي ځلي په دې بريالۍ نشوي چې اسلامي وټپوهنه ديوه خپلواک علم په ډول نړيوالو ته ور وپيژني، نو د جمعي هلو ځلو اړتيا پيداشوه. تر څو پوري چه په كال ۱۹۷۶ د فبروري په مياشت كې په اسلامي وټې باندي لومړني نړيوال كانفرانس په مكه مكرمه كې جوړ شو ا و پدې وسيله اسلامي وټې ديوه خپلواک علم په ډول دنيا ته معرفي شو او دغي داسلامي وټې په مشهورتيا او پدې لاره كې د كار كولو لپاره لاره برابره كړه. د دغه كانفرانس په جوړولو كې ډاكتر محمد نجات الله صديقي، ډاكتر محمد عمر او پروپيسر خورشيد احمد فعال رول ولوبولو. په دغه كانفرانس يا سمينار كې د ډاكتر محمد نجات الله صديقي لخوا دپخوانيو اسلامي علماؤ د وټيزو آندونو په باب يوه مقاله يا رساله وړاندي شوه، دغي مقالي په اسلامي وټې باندي د بحث كولو بنسټ كېښود.ځينې نورو ادارو هم په دې اړوند مهم رول اداكړي دي چه د دوي له جملې څخه مهم په لاندي ډول دي:

  • دي اسوسيشن اف مسلم ساينټيسټ (The Association of Muslim Scientist)داسلامي اجتماعي علماؤ ټولنه، ۱۹۷۲ كال په امريكا كې جوړه شوي.
  • دي اسلامك فونډيشن ،لايسيسټر ، برتانيا (The Islamic Foundation, Leicester, UK,) ، اسلامي موسسه په برتانيا كې كال1973 جوړه شوي ده
  • اسلامك ډيولوپمنټ بنك (Islamic Development Bank) اسلامي ترقياتي بانك، اسلامي ديسرچ او ټريننګ اداره، كال ۱۹۸۳،جده سعودي عربستان
  • نړيوال اسلامي اقتصادي پوهنځۍ ماليزيا، ۱۹۸۳كال
  • نړيوال اسلامي اقتصادي پوهنځۍ اسلام آباد پاكستان ۱۹۸۳

ولي اسلامي وټه؟

لوېديځوالو چه كوم وټيز غونډال جوړكړي دي هغوي خپل اقتصادي او كلتوري عادات او حالات په نظر كې نيولي دي او دهغي مطابق يې يو غونډال جوړكړي. دبيلګې په ډول سود، خود غرضي او داسي نور په كې فرض شوي دي او د دوي ټول وټيز غونډال په همدغو اصولو ولاړ دي، او د دوي ټول اصول د انسانانو په وسيله جوړشوي دي. مګر مونږ نشو كولاي چه غربي وټيزه تګلاره په پټو سترګو عملي كړو، ځكه الله(ج) مونږ د ځينې كارونو او اعمالو څخه منع كړي يو او څرنګه چه دا ژوند يوه آزموينه ده، نو مونږ بايد نه يواځي د دنيا د ژوند په اړوند فكر وكړو بلكې، آخرت بايد هم په نظر كې ونيسو زمونږ وټيز غونډال بايد دقرآن او حديث د اصولو په مراعاتولو سره جوړشي.

آندونه

لویدیځ وټیز آندونه

په ټوليز ډول سره لوېديځه وټيزه آندپوهنه په دوه برخو ويشل شوې ده:

  1. کلاسيکل
  2. کېنز

كلاسيكل وټيزه نظريه

د دې نظريې وټپوهان پدې نظر دي چه په وټې كې تل ټول وسايل پكار اچول شوي وي، كامل اشتغال (Full Employment) وي نوځكه دوي فرض كوي چه عمومي عرضه خط عمودي دي او دوي پدې نظر دي چه حکومت بايد په بازار كې هيڅ ډول لاسوهنه ونكړي، سربيره پردې دوي فرض كوي چې بازار فعاله(موثره يا Efficient ) دی او د تنخوا اتدازه تغيرخوړونكې ده (Flexible Wage) او كه بازار (تقاضا او عرضه) په خپل حال پرېښود شي نو تعادل منځ ته راځي. مګر كلاسيكل وټيز غونډال د لوي زوال (Great depression 1930) نه وروسته له ناكامي سره مخ شو او دكېنز نظريو ډېر شهرت وموند

د كېنزين وټیز آند

كېنز وويل چه حكومت بايد په بازار كې فعاله رول ولري او عمومي تقاضا (Aggregate Demand) بايد ترتيب شي. پدې غونډال كې دوي فرض كوي چه د عمومي عرضه (Aggregate Supply) له اړخه كومه ستونزه نشته او هر څومره توکي چه وغواړو توليد كړو توليد كېدای شي او ستونزه يواځې دتقاضا له اړخه ده او تقاضا بايد دحكومتي لګښتونو په وسيله مهار شي، دوي دا هم وايي چه دتنخوا حد ثابت دي،(Wages are Rigid)

په دغه ګراف كې د عرضې کرښې (Supply Curve) درې واړه برخه ښودل شوي دي اسلامي هيوادونه ټول په اوسط حد كې واقع دي، د دې دا مانا شوه چه اسلامي هيوادونو خپل ټول وسايل په كار ندي اچولي او ددې ترڅنګ دوي دتوليد له اړخه هم ستونزې لري. مګر مونږ ته دا مالومه ده چه پرته د اووه اسلامي هيوادونو (كويت، سعودي، ليبيا، قطر، متحده عرب امارات)څخه چه ټول تيل توليدونكي هيوادونه دي نور ټول اسلامي هيوادونه د غريب يا وروسته پاتې هيوادونو له ډلې څخه راځي. نه زمونږ بازارونه، او نه زمونږ مالي غونډال دومره موثره او فعاله دي لكه دغربي هيوادونو دكومو دشرايطو په بنا چه د دوي وټپوهانو وټيزه تيوري جوړه كړې ده. له بله اړخه په اسلامي هيوادونو كې آر ستونزه د عرضه (Supply) او يا توليد له لوري څخه دی، تقاضا موجوده ده مګر مونږ دخپل اړتيا وړ شيان په خپله نشو توليدولاي، د اسلامي هيوادونو لپاره دا پكار ده چه دعرضه په اړخ( Supply Side ) باندي ډېر زور واچوي د تقاضا له اړخه مشكل كم دي ځكه په اسلامي هيوادونو كي چه كومه كمه تقاضا موجوده ده مونږ هغه هم په خپله نشو پوره كولاي او دنور بهرنيوهيوادونو څخه ډير سوداګريز توکي اخلو.

نن سبا په غربي هيوادونو كې د اقتصادي ثبات ساتنه(Stabilization ) غټه مسئله ده، يعني دهغه كامل اشتغال چه دوي ترلاسه كړي ثابت ساتنه او دهغي ترڅنګ دانفلاسيون كنټرولول دي. خو زمونږ (اسلامي هيوادونو) مشكل دا نه دي، زمونږ په هيوادونو كې پوره اشتغال(full employment)نشته، بېكاري زياته ده، مونږ ته لومړي دا پكارده ترڅو خپل توليدات زيات كړو، ترڅو خلكو ته روزګار برابر شي او دعوامو د ژوند سطحه ورسره ښه شي.

له بله پلوه غربي هيوادونو د الله(ج) اوامر له پامه غورځولي دي، دوي يواځي دمادي اړتياوو (material need) دپوره كولو په هڅه كې دي او روحي خوشحالي يې له پامه غورځولي ده چه ددې په وجه ددوي په وګړو كې دځان وژني كچه ورځ په ورځ زياتيږي او سره له دې چه دژوند ټول مشكلات يې هم حل دي بياهم ذهني او روحي راحت نلري ددوي ځنې اقتصاد پوهانو دغه خبره منلي ده، يو غربي اقتصاد پوه وايي چه د مال او دولت زياتيدل حتما دخوشحالي دزياتيدو باعث نګرځي، بلكې يواځي د انتخاب ساحه (Range of Choice) ورسره زياتيږي.

يعني كه يو سړي ۱۰۰۰۰ افغاني عايد ولري او بل سړي ۲۰۰۰۰ افغاني عايد ولري پدې صورت كې لومړني سړي يواځې هغه شيان اخستلاي شي چه قيمت يې د افغانيو۱-۱۰۰۰۰ تر مينځ وي او دوهم سړى د ۱-۲۰۰۰۰ افغانپو تر مينځ قيمت لرونكي شيان اخستلاي شي دا د دې معني وركوي چه د لومړي سړي د انتخاب ساحه د دوهم سړي د انتخاب له ساحي څخه كمه ده، مګر دادي معني نه وركوي چه هرومرو هغه سړي چه ډېر عايد لري خوشحاله او آرامه وي ،كېداي شي چه هغه سړي چه كم عايد لري روحا ډېر آرامه او سوكاله وي . الله(ج) په قرآن كې فرمايي:الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ الله أَلَا بِذِكْرِ الله تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ. (الرعد27)

ترجمه:(دغه رجوع كوونكې) هغه كسان دي چه ايماني يې راوړي دي او آوام نيسي زړونه ددغو (مومنانو) په ذكر دالله(ج) سره،واوري خبرداشيئ چه په ذكر دالله(ج) سره مطمئن كېږي آرام نيسي زړونه.

يعني خوشحالي د الله(ج) له اړخه ده او هر څوك چه د الله(ج) اوامر مني او دهغه عبادت كوي الله(ج) هغوي خوشحاله او آرامه ساتي. سره له دې ډېرو اسلامي هيوادونو كوښښ وكړو چه د غير اسلامي اقتصادي نظرياتو او فارمولو په عملي كولو سره، خپل اقتصادي مشكلات حل كړي مګر د دوي ټولي هڅي ناكامي شوي او ددې په وجه ډېر اسلامي هيوادونه د سود تر بوج لاندي راغلل، د ميثال په ډول پاكستان دخپلي پيداوار(داخلي ناخالص محصول(GDP))تقريبآ ۲۵% يواځي دسود په وركولو مصرفوي نو ځكه مونږ ته پكار ده چه اسلامي اقتصاد عملي كړو او ددې له لاري ددواړو جهانونو كاميابي تر لاسه كړو.

اسلامي وټيز غونډال

اسلام د ژوند مكمله لاره ده،اوپه دي كې ټول دري واړه سيستمونه اقتصادي ،ټولنيز(معاشروي) او سياسي سيستم يوله بل سره تړاولري،او ديوه او بل په موثريت باندي زياته اغيزه لري.او ددوي ټولو مركزي ټكې يا اصل اخلاقي(شرعت،عقيده) سيستم دي داسلامي اقتصادي سيستم اساسي خواص مخكي ذكر شوي دلته يواځي يو څو بيا تكراروو.

  • اسلامي اقتصاد د اخلاقو پوسله تنظيم شوي اقتصادي سيستم دي او دسلام د اخلاقي فلسفي يو جذ دي. مګر په مقا بل كې غير اسلامي اقتصاد د اخلاق په نظركې نه نيسي.
  • شخصي فعاليتونه آذاد دي مګر د شريعت تر چو كاټ لاندي ،داسي مطلقه آذادي كومه چه په كپټلستي سستم كې شته په اسلام كې نشته، او داسلام له نظره دهر شي اصلي ما لك الله(ج) دي او مونږ با يد دهغه د اوامرو مطا بق عمل وكړو.
  • اسلامي اقتصاد يو واضع هدف لري او هغه د ټولنيزي(معاشروي)هوسايني او ورورګلوي مينځ ته راوړنه او ساتنه ده.
  • كار دتوليد مو هم فكټر دي ، او كار د عايد د توليدولو او ويشلو او د عايد د لاسته راوړلو قانوني لاره ده.
  • سو د حرام دي داسلام له نظره.پيسي يواځي د پيروپلور (( Exchange وسيله او د دارايي زخيره (Store of wealth ) ده او په پيسو باندي دسود اخستل حرام دي.

ثبات په اسلامي اقتصادي سيستم كې په اسلام كې سود سخت منع كړي شوي دي.او اسلامي اقتصاد غواړي چه دپيسو برارونه په كاروبار كې د شراكت (Equity)په بنا وشي،يعني د سودي قرض په بنا نه بلكې په نورو لارو لكه مشاركه، مضاربه او داسي نورواسلامي لارو په بنا پروژي تمويل (Financ) شي. ددي څخه څرګنديږي چه اسلامي اقتصاد په حصصويا شراكت (Equity base) ولاړ سيستم دي او بلمقابل كپيټلستي سيستم په سودي قرض باندي ولاړ دي. د ثبا ت د كتلو لاري: د يو ه اقتصادي سيستم ثبات كېدي شي چه په تجربي (Empirical) او يا په تحليلي(Analytical)ډول سره وڅيړل شي. څرنګه چه تر اوسه داسي يو هيواد نشته چه په پوره ډول يي اسلامي اقتصادي سيتم عملي كړي وي .نو مونږ كوښښ كووه چه د تحليلي طريقي څخه كار واخلو او په دي ډول د اسلامي اقتصادي سيستم ثبات وښيو، ددي هدف لپاره مونږ كولي شو چه لږ ترلږه دري دليلونه د اسلامي اقتصادي سيستم دثبات لپاره وړاندي كړو.

  1. ډېر اقتصاد پوهان په دي نظر دي چه دكپيټلستي سيستم د نا ثباتي يوه اهمه وجه داده چه داسيستم په سودي قرض باندي ولاړ دي يعني زياتري پروژي اويا پابريكې په سود ي قرض باندي چليږي چه دغه دبي ثباتي غټ عامل دي.يو اقتصاد پوه (( مينسكي،(Minsky)) دا نظر لري چه معا صر كپيټلستي سيستم په لنډ مها له قرضو با ندي ولاړ دي، يعني كمپينو زياتره ماشين آلات يا كپيټلl ( ) په قرضي پيسو باندي اخستل شوي دي، او كله چه ددغه لنډ مهاله قرضونو د واپس كولو وخت راشي كميني نور لنډ مهاله قرض اخلي تر څو پخواني قرض سره له سوده واپس كړي او داسلسله دوام پيداكوي.كه چيري كمپني خوش قسمته وي او گټه زياته وكړي نو ښه تر ښه ټول قرض به اداكړي، مګر كه كمپني تاوان وكړي ،او يا اقتصادي زوال مينځ ته راشي نو بيا دكمپني سره پيسي نوي چه قرض واپس كړي او كمپني له مينځه ځي،يا (Bank carupt) كيږي.هينري سايمن (Henry Simon) يو بل اقتصاد پوه وايي: د اقتصادي بي سباتي خطر كميدلي شي كه چيري قرض وانه خستل شي خوصوصاّ لنډ مها له قرض، يعني كه چير ي دشراكت ((Equityپه بنا پانګونه وشي،
  2. سفته بازي (Speculation): ددي لپاره دپيسو تقا ضا اوساتنه چه لوړ سود ور باندي وګټل شي يا د پيسو احتكار آميزه تقاضا (Speculative demand of Money) هم د اقتصادي سيستم د بي ثبا تي يو عامل ګڼل كېږ.په اسلامي سيستم كې دغه د نا سباتي وجه ډېره كميږي له يوه اړخه په لاسلام كې سود منع دي له بله اړخه د زكات عملي كول به خلك دي ته وهڅوي چه ازافي پيسي له ځان سره ونه ساتي كومي چه ددي (Speculation)هدف له پاره پكاريږي،همدا رنګه اسلامي اخلاقي اوامر احتكار سخت منع كوي نو ځكه پدي سيستم كې(Speculative) فعاليت كم دي.
  3. نړيواله تميلونه: (International Finance): كه چيري نويوال پانګه اچونه او دپيسو انتقال له يوه هيواده بل هيواد ته په نظركې ونيسو نو دمعمولي سود (Interest rate)په فرق سره ديوه هيواد څخه بل هيواد ته خلك پيسس نقلوي ، او پدي وجه په يوه هيواد كې كله پيسي زياتيږي او كله كميږي چه دا هم د ا قتصادي بي ثباتي يو عامل دي. كله چه په يوه هيواد كي د سود حد زيات وي هيواد ته له بهر څخه پيسي داخليږي (Capital inflow) او كله چه د سدود حد كم شي،له هغه هيواد څخه پيسي بهرته انتقاليږي ، (Capital outflow) صورت نيسي،چه په دي سره د يوه هيواد د پولي واحد ارزښت ناسبا طه كيږي . په اسلامي اقتصادي سيستم كې سود نشته او پانګه اچونه دګټي او تاوان د شريكولو په بنيادكېږي ، يعني اسلامي سيستم په حصصو(Shares ,Equity)باندي ولاړ دي او دا داوږدي مودي لپاره وي نو ځكه كه په يوه اسلامي هيوا كې دګټي اندازه زياته او يا كمه شي عوام په لنډ وخت كې پيسي د يوه هيوا د نه بل ته نه انتقالوي ، يعني كه معمولي د ګټي توپير وجود هم ولري ډېر خلك به نه غواړي چه خپل حصص (Shares)له يوه هيواد څخه بل هيواد ته واړوي (په يوه هيواد كې خرڅ او بل كې واخلي).ځكه دوي داوږده مودت لپاره پانګونه كړي وي .



دسود حراموالي

سود چه په عربي كي ورته ربا وايي، داسي نده چه يواځې د اسلام په دين كې حرامه ده، بلكې په ټولو اسماني اديانو كې حرامه ده، (عسويت،يهوديت)خو متاسفانه چه اوس دوي خپل دين پريښودي دي او سود خوري. سود اخستل يو د كبيره وو ګناهونو څخه ده او څوك چه سود اخلي الله(ج) هغوي ته ويلي چه دالله(ج) سره دجنګ لپاره تيار شي. الله(ج) فرمايي "يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا الله وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنْ الرِّبَا إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ (البقرة277) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنْ الله وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَم". (البقرة278) ترجمه:اي هغو كسانو چه ايمان ئي راوړي دي وويريږيئ له الله(ج) نه او پريږديئ هغه چه پاتي شوي دي له سوده كه يئ تاسي مومنان . پس كه ونه كړ تاسي (داكار) نو آګاه شيئ (ځان تياركړيئ) تاسي په جنګ له (طرفه د ) الله(ج) اورسول دده،او كه توبه ګاره شويئ تاسي (له اخستلو دسوده) نوشته تاسو لره اصل دمالونو ستاسي مه كويئ تاسي ظلم (چه سود به هم غواړيئ) او نه دي ظلم كاوه شي پر تاسو (چه له راس الما څخه مو څه كم كړي شي).

اوسني بانكونه چه كومه ربحه (سود) وركوي دا عبارت له سودڅخه ده.په اسلام كي د پانګوني ډيري داسي لاري شته چه دسود څخه پاكي دي دهغي تفصيل به وروسته ،،د تمويلولو اسلامي لاري،، تر عنوان لاندي راځي.

د زكات لګول

زكات په لغت كې پاكوالي او په اصطلاح كې نمو او زيادت ته وايي. زكات د اسلام دريمه بنا ده،زكات په هر شي كي شته بغير د لاندي دريو شيانو

  1. دتوليداتو وسايل يا فكتورونه هغه وسايل چه يو شخص په خپل كاروبار كي د هغه څخه كار اخلي مثلا يو سړي يوه كمپني لري نو په هغه كمپني باندي زكات نشته بلكي دهغي په توليد باند ي زكات شته دي .
  2. لومړني اړتياوي .لومړني اړتياوي هغه دي چه ديوه شخص د ژوند لپاره ضروري وي او په هغه باندي زكات نشته مثلا يو شخص يو كور لري او په خپله په كي اوسيږي په هغه زكات نشته ،مګر كه ډير كورونه ولري او په كرايه يي وركړي وي په هغه باندي زكات شته.
  3. د نصاب د حد نه كمه دارايي

زكات په هر بډايه مسلمان فرض دي او نصا ب يي په لاندي ډول سره دي ( ) :  په بيكاره سپما او دولت(روپي،پيسي) باندي 2.5%  طبيعي زيرمي (معدنيات....) ۲۰%زكات  هغه شيان چه دهغه په توليد كي د كپيټل ( ) (capital)او محنت (labor)دواړوڅخه كار په كي اخستل شوي وي په هغه ۵% زكات دي.مثلا يو سړي يوه كارخانه لري او په هغه كي په خپله هم كار كوي په دي صورت كيو نوموړي بايد ۵%زكات وركړي .  هغه توليدات چه په هغه كي يواځي د كپيټل يا محنت (labor) څخه استفاده شوي وي په هغه ۱۰%زكات شته دي . مثلا يو سړي د شاتو د مچيو كاروبار كوي په دي كي د نوموړي سړي يواځي كپيټل په كار اچول شوي دي او دده څه خاص محنت په كي نه شته ، نو په دي صورت كي نوموړي بايد ۱۰% زكات وركړي .  هغه ځمكه چه دباران په وسيله اوبه كيږي دهغه په پيداورا ۱۰%زكات دي او هغه ځمكه چه په بله وسيله او به كيږي مثلا د واټر پمپم په وسيله د هغه په پيداورا باندي ۵% زكات دي  په هيواناتو باند هم زكات شته او دهغوي حد مختلف دي په دي ځاي كي  دهغو دذكر كزلو څخه تريږو. نوټ: دغه پورته زكر شوي حدونه د زكات د ځني معاصرو اسلامي علماوه او اقتصاد پوهانو نظريه ده او دوي خپل نظر د باراني او غير باراني مځكي د پيداورا په زكات باندي قياص كړي دي ، مګر مشكل په دي كي دادي چه څرنګه معلومه كړي شي چه په يوه كاروبار كي يواځي كپيټل او يا يواځي محنت كارول شوي دي ، دغه كار لږ شانته مشكل دي .


دزكات لګښت ځايونه

دكات د لګښت ځايونو په اړوند الله(ج) په قران شريف كې فرمايلي دي، إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكېنِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ الله وَاِبْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنْ الله وَالله عَلِيمٌ حَكېمٌ (التوبة59) ترجمه:بي شكه همداخبره ده چه صدقي (زكات صرفيږي ) لپاره دفقيرانو او مسكېنانو او عاملانو د هغه او هغوته چه الفت اچولي شي په زړونو ددوي كښي (له اسلام سره) او (صرفيږي ) په( خلاصولو ) دغاړوكښي او پور وړو او په لاره دالله(ج) كې او مسافرانو (چه مال ورسه نه وي)،(مقرره او لازم كړي شوي ده دغه) فريضه (زكات) له ( جانبه) دالله(ج) ، او الله(ج) په هرڅه ښه پوه او دحكمت خاوند دي.

په دغه آيت شريف كې الله(ج) آته مستحقين د زكات ذكر كړي دي ،

    • فقرا
    • مساكېن
    • العاملين( دزكات راټولونكي عمله)
    • مولفت القلوب(هغه كسان چه زړونه يي اسلامي ته مايله شوي وي )
    • وبن اسبيل( مسافر)
    • في رقاب(غلامان)
    • في سبيل لله( جهاد)

اكثريت د اسلامي علماوه پدي نظر دي چه د زكات پيسي يواځې په دغه پورته ذكر شوي آتو لارو كې مصرف كېدي شي او حكومت نشي كولي چه دا په نورو حكومتي كارونو لكه سړك جوړول او داسي نورو كې مصرف كړي .مګر بعضي معاصر علماء وايي چه دغه پورته ذكر شوي لست ته وسعت وركولي شو او وايي چه په العاملين كې نه يواځي زكات راټولونكې شامل دي بلكې پدې كې د حكومت ټول مامورين شامل دي او په في سبيل ا لله كې نه يواځې مجاهدين بلكې هر نيك كار شامل دي لكه دسړكونو جوړول او داسي نور.د زكات نور تفصيل په لسم فصل كي داسلامي دولت مالي او پولي پاليسي تر عنوان لاندي راځي.


عدل، او د عايد با انصافه و يش

اسلام كښې عدل د ملا دتير حثيت لري، عدل په اقتصادي چارو كې د عايد په ويشلو كې ،اسلام ددې خلاف دي چه دولت دڅو كسانو په لاس كې راجمع شي او دټولني نور وګړي په غربت كې ژوند وكړي دعايد د با انصافه ويش او د غريبانو سره دمرستي په خاطر زكات فرض كړي شوي دي، ددې څخه علاوه بډايه مسلمانانو ته د صدقه او خيرا ت وركولو توصيه هم شوي ده ،چه دغه پورته ذكر شوي شيان د عايد د با انصافه ويش او عدل د مينځ ته راتګ لاري برابروي.په يوه حديث كې راځي : عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ الله قَالَ قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَحْيَا أَرْضًا مَيْتَةً فَهِيَ لَهُ وَمَا أَكَلَتْ الْعَافِيَةُ مِنْهُ لَهُ بِهِ صَدَقَة ( ) ترجمه:دجابر بن عبدلله څخه روايت دي چه رسول الله(ج) (ص)وفرمايل چا چه شاړه ځمكه آباده كړه له نو دا دهغه شوه. ددي څخه دا څرګنديږي چه وسايل بايد په موثر او عادلانه ډول سره وويشل شي او داسي كوښښ وشي چه ټول وسايل وكارول شي او خلك تري ګټه اوچته كړي ددې تر څنګ داسي نه چه يو كس ډېره مځكه ونيسي او بيا دهغه دآبادولو توان ونه لري او شاړه پاتي شي ،د عدل په اړوند الله تعلالي فرمايي: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا الله إِنَّ الله خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ(المائدة7) ترجمه:اي هغو كسانو چه ايمان مو راوړي دي (يعني اي مومنانو!)اوسئ تاسي محكم ولاړ( په حق باندي) لپاره دالله(ج)(اوسئ تاسي!)شاهدان په قسط(عدل او انصاف)سره اسلام دعايد دعادلانه ويش امر كوي او له اميرانو څخه غواړي چه د ټولني دغريبانو سره مرسته وكړي او څوك چه د غريبانو سره مرسته نه كوي ،زكات نه وركو ي او هميش دمال او دولت د جمع كولو په هڅه كي وي دهغوي په اړوند الله فرمايي: ..............وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ الله(ج) فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبة34) يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ (التوبة33) ترجمه:او هغه كسان چه خزانه كوي سره زر اوسپين زر اونه لګوي هغه په لاره دالله(ج) كښي نو زيري وركړه دوي ته په عذاب دردناك سره، په هغه ورځي چه سختي سري به كړي شي دغه خزاني په اور دجهنم (دوزخ)كښي نو داغلي به شي په هغه سره وچولي(تندي) ددوي او اړخونه د دوي او شا ګاني د دوي((او ويلي به شي ورته)) داهغه شي دي چه خزانه كړي وه تاسي دپاره دنفسونو(ځانونو)خپلو نو وڅكئ تاسي((خوند دسزاد))هغه ((مال))چه وئ تاسي چه حزانه كاوه به مو ((په دنيا كښي اوس درته بلا شوه په عقبا كـښي))


اقتصادي آزادي

اسلام كې ټول وګري او اداري په خپلو اقتصادي فعاليتونو كې پوره خپلواكې لري. او حكومت بي ځايه مداخله نشي كولي، مګر دغه آزادي دشريعت تر چو كاټ لاندي ده، هغه پدې معنى څه شي چه شريعت منع كړي هغه منع دي د بيلګي په توګه يو صنعت كار نشي كولي چه په يوه اسلامي هيوا د كې د شرابو توليد وكړي.

5) دشخصي ملكېت حق: دشخصي ملكېت حق څخه مراد دا دي چه يو وګړي كولي شي چه شخصي دارايي، شتمني ولر او حكومت بيځايه په هغه كې دمداخلي حق نه لري، نا ويلي دپاتي نه شي چه په كمونيستي سستم كې د شخصي ملكېت حق نشته.

حلال او حرام

اسلامي اقتصادي سيستم دنور اقتصادي سيستمونو بر خلاف دحلا ل او حرام ، سرحدونه لري دا په دي معنى چه هر هغه شي چه شرعآ ناروا دي په اسلامي هيواد كې څوك ددې حق نه لري چه هغه توليد كړي، او يا هغه وپلوري. دبيلګي په توكه څوك ددې حق نه لري چه شراب توليد كړي ، او يا دخنزير غوښه وپلوري اګر كه خلك يې غو ښتنه هم وكړي. په دې اړوند الله(ج) تعالي فرمايي: يَاأَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (البقرة167) ترجمه:اي خلقو! خورئ تاسي له(ځينو هغو)شيانو څخه چه په ځمكه كـښي دي حلال پاك (بي شبهي)او پيروي مه كوئ تاسي د(اثر د) قدمونو د شيطان! (شيطان پسي مه ځئ!او دده په وسوسه دهوا او هوس متابعت مه كوئ!) بيشكه چه شيطان تاسي لره دښمن دي ښكاره .

7) د عايدپه لګښت كي اعتدال(د اصراف،تبذيرمنع): الله تعالي په قران كريم كې فرمايي:

يَابَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (الأعراف30)

ترجمه:اي ځامنو د آدمه! واخلئ تاسي زينت (ښايست) خپل په نزد د(دوخت)دهر لمانځه (په آغوستلو د پاكو كاليو دعورت ستر)او خورئ او چښيئ او اسراف ((بي ځايه خرڅ)) مه كوئ تاسي،بي شكه چه الله(ج) نه خوښوي مسرفان (بي ځايه خرڅ كونكې) ددي څخه څرګنديږي چه مسلمانان د بيځايه مصرف (په ناموثر ډول سره دوسايلو د كاروني ) څخه منع كړي شوي دي .موږ كولي شو چه دغه پورته ذكر شوي صفات داسلامي اقتصادي سيستم په لاندي شكل كښي په لنډ ډول سيره وښيو.


دميراث اسلامي قانون

د ميراث داسلامي قانوپه په مراعاتولو سره به فيوډليزم له مينځه لاړ شي او په معاشره كي به د امير او غريب تر مينځ د فرق په كموالي كي لويه مرسته وكړي ، مونږ په دي ځاي كي د ميراث د احكامو او دهغي دويش د لاري چارو څخه تيريږو ځكه دا ددي كيتاب موضوع نه ده.


دحكومت مثبت رول

حكومت په اسلامي اقتصاد كې ديوه مركزي فلا نونكې اداري په شكل كار نه كوي، لكه څرنګه چه په كمونستي اقتصادي سيستم كې دي بلكې د اقتصادي سيستم د خرابيانو يا كمزورتياوو دلري كووني په منظور كاركوي لكه دانحصار داري له مينځه وړه نه، او په ماركېټ كې دشرعي قوانينو د پلي كولو دنده په غاړه لري دموضوع نور تفصيل په نهم فصل كې د حكومت رول په اقتصاد كې تر عنوان لاندي راځي


10) دغرر، قمار، نجش او ددوكې منع:

غرر دقرارداد يا پيراوپلور دمعاملي دله مينځه وړني (فسخه)يو داهمو عاملينو څخه دي. غرر په لغوي ډول سره د، خطر(Risk)،نامعين توب، او يا دوكې معنى وركوي.دغرر تعريف ( ) ښاغلي سرخسي(Sarakhsi)په دې ډول كړي دي: غرر هغه وخت مينځ ته راځي كله چه عواقب يا انجام (ديوه قرار داد يا سودا) مبهم پاتي شي. دابن خلدون په نظر غرر په خرڅلاو كې هغه وخت مينځ ته راځي كله چه پلورونكې ته دانه وي معلوم چه هغه څه خرڅ كړي دي او پيرودونكې(اخستونكې)ته دانه وي معلوم چه څه يي پيرودلي دي. مثال:دوه خرڅلاوه په يوه كې : دا معنى وركوي چه يوه قرارداد يا سودا په دوه خرڅلاوه پوري تړاو ولري، داپه دې ډول چه پلورونكي ووايي پيرودونكي ته چه دا څيز (شي) زه خرڅوم په تا په ۱۰۰افغانيو نقدو او ۱۵۰ قرض باندي او پيرودونكې يي قبول كړي، بي له دې څخه چه نرخ مشخص كړي چه په كوم قيمت به يې اخلي.غرر په دې كې نا معينتوب د نرخ يا قيمت دي. په دې ډول سره چه پلورونكې په دې نه پوهيږي چه په كوم قيمت به يې اخلي.

قمار كې شامل دي ټول قسمه دګټي او يا پيسو تر لاسه كول كوم چه په خالص ډول سره په قسمت پوري تړلي(متكې) وي. او دوكه وركول هم داسلام په مبين دين كې سخت منع شوي دي په قرآنكريم كې الله(ج) تعالي فرمايي: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. (المائدة89) ترجمه: اي هغو كسانو چه ايمان ئي راوړي دي(يعني اي مومنانو!)بيشكه هم دا خبره ده چه شراب او قيمار اوبتان اوغشي(دفال، داڅلوړواړه ټول)پليت دي له كار دشيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسي له دي څخه له پاره ددي چه نجات ومومئ تاسي(په ځان ساتلو سره) په يوه حديث شريف كې ددوكې په اړوند پيغمبر (ص)فرمايي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةِ طَعَامٍ فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلًا فَقَالَ مَا هَذَا يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ قَالَ أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ الله قَالَ أَفَلَا جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ كې يَرَاهُ النَّاسُ مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنِّي ( ) ترجمه:له ابو هريره (ض)څخه روايت دي چي نبي كريم (ص) دغلي (خوراك) په يوه درمن تيرشو، نوئي خپل لاس پكې وردننه كړ اوګوتي يي لمدي شوي نو وئي فرمايل داڅه دي اي دغلي څښتنه. هغه وويل باران پري شوي دي اي دالله(ج) رسوله ،رسول (ص)وفرمايل، نو دا لانده غنم دي سرته نه راوړل چه خلك ئي ويني ، څوك چه چل ول كوي له مانه نه دي.

نجش هم منع دي، او هغه دا چه يو څوك ديوه شي دپيرودلو لپاره قيمت جګ ووايي بيغير له دي څخه چه د اخستلو اراده يي وي ددي لپاره چه بل سړي دغه شي په لوړه بيع واخلي. نبي كريم صلى الله عليه وسلم او دهغه ځني اصحا بو به د ماركېټ پيرودل او پلورل مشا حده كول او نظارت بي كولو د هغه هدف په ماركېټ كې مداخله نوه دهغوي هدف د ظلم( دوكه او فريب) مخنيوي وه. الله پاك په سوره امطففين كې فرمايي. وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ (1) الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ (2) وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ترجمه:افسوس هلاك خرابي ياكنده دوزخ ده كم كونكېو لره (په پيمانه او تول كښي) هغه (كسان) هر كله چه ځان ته اخلي پيمانه نو پوره اخلي او كله چه پيمانه وركوي يائي تلي هغوي ته نو كمي كوي (پوره ئي نه وركوي)

11) ا حتكار: احتكار كونكې هغه شخص دي كوم چه په قصدي ډول غذايي مواد زخيره كوي او ياپټوي ددې لپاره چه نرخ اوچت كړي . په اسلامي كې احتكار ( يا انحصار ) منع دي، نبي كريم صلى الله عليه وسلم داسي فرمايلي دي عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَنْ احْتَكَرَ عَلَى الْمُسْلِمِينَ طَعَامًا ضَرَبَهُ الله بِالْجُذَامِ وَالْإِفْلَاسِ ( ) ترجمه:له عمربن الخطاب(ض)څخه روايت دي چه ما له رسول الله څخه واوريدل چي ويل ئي،څوك چه له مسلمانانو نه غله منع كړي(احتكار كړي)،الله پاك به ئي دجزام په ناروغئ او په تنګدستئ مبتلا كړي.

داسلامي وټې پرتله

د اسلامي اقتصادي سيستم او نورو سيستمو نو تر مينځ ډېر توپيرونه وجود لري چه موهم يي په لاندي دول دي اسلامي اقتصاد د اسلام ددين او داسلامي ژوند دلاري يوه بر خه ده او دا سيستم په قران او حديث باندي ولاړ دي ،نور اقتصادي سيستمونه د انسانا نو په نظريو او قوانينو ولاړي دي.په اسلامي اقتصادي سيستم كې ذكا ت شته په نوروسيستمونو كې زكات نشته، په اسلام كې سود حرام دي مګر په نورواقتصادي سيستمونو كې سود كارول كېږي.اوس به په هر يوه باندي په لنډ ډول سره رڼاواچوه.

اسلام او سوشېلیزم

سوشليزم د انفراديت زد يوه نظريه ده،چه په هغه كې حكومت ته پراخه واك وركول كېږي. سوشليزم د كارل ماركس په وسيله مينځ ته راغي لومړي په روسيه او وروسته دپه شمالي كوريا، كېوبا، چين او د شرقي اورپا په ځني هيوادونو كې عملي شو پدي وسيله يي ډېر شهرت پيداكړ.ماركس دا نظريه درلوده چه مادي او اقتصادي حالات د تا ريخ د موهمو پيښو د راوړل كېدو اساسي وجه يا عمامل دي .او دغه فكتور(ماده،اقتصادي حالت) د ټولني دود ، عنعنات او طبيعت جوړوي او نور ټول فكتورونه لكه كلچر،مذهب ،دين،ټولنيز تعلقات او سياسي كارونه ټول په اقتصادي موضوع پوري تړاو لري. ماركس د تاريخ په شرحه كې د دايليكټك مټيريليزم (Dialectic materialism )نظريه څخه كار اخستلو.سوشليزم په حكومتي ملكېت (Public ownership)باندي ولاړ دي او په اكثرو مسا ئلو كې حكومتي فلان ضروري گڼي او ددي تر څنګ عايد په مساوي ډول ويشي .د سوشليزم له مخي د ټولو بد بختيو او حواديثو اصلي عامل د شخصي ملكيت حق دي او دوي وايي چه دشخصي ملكيت حق بايد له چا سره نه وي .

دسوشليزم ځانګړتیاوې

  • د توليد دوسايلو عمومي ملكيت: يعني ټول وسايل د توليد بايد د عوامو څخه واخستل شي او هغه يا دحكومت په كنټرول كي شي او يا اشتراكي فارم ورته جوړ شي چه ټول وګړي دهغه ځاي په كي په ګډه كاروكړي
  • مركزي اقتصادي فلان:د اقتصادي امورو له پاره لكه تجارت ، صنعت او داسي نور مركزي فلان كيږي دحكومت له خوا او دهغه اهدافو د لاسته راوړني له پاره هر سخص يا هر پابريكي ته وظيفه وركول كيږي چه لازم عمل وكړي .
  • د شخصي آزادي له مينځه وړنه: په دي سيستم كي ټول وګړي مكلف دي چه د مركزي فلان مطابق كار وكړي او دوي د ټولني خدمتكار ګڼل كيږي او اقتصادي آزادي نه لري.
  • د آيد مساويانه ويش: په سوشليستي يا كمونستي اقتصادي سيستم كي آيد په مساويانه ډول سره ويشل كيږي بيغير له دي چه طبيعي فرق په نظر كي ونيول شي چه دا ددي باعث ګرځي چه خلك د كار كولو څخه ډده وكړي .په اسلامي كي د آيد ويش په عادلانه ډول سره دي مګرهغه طبيعي فرق په نظر كي نيسي د بيلګي په توګه كه څوك ډير كاركوي ډير آيد به لاسته لاوړي او كه كم كار كوي كم آيد به لاسته راوړي .

دسوشليزم اغېزې

  • د كار كولو څخه ډه ډه كول : لكه څرنګه مو چه مخكي ذكر وكړ چه په سوشليزم كي د شخصي ملكيت حق نشته او آيد په مساويانه ډول سره ويشل كيږي نو ځكه څوك دي ته زړه نه ښه كوي چه ډير كاروكړي ځكه دوي ته خاصه كټه پكي نشته .
  • زياتره وخت غرضه د تقاضا څخه كمه وي ځكه حكومت د بعضي شيانو نرخ كښته ټاكي د خپل اصلي قيمت څخه او دا ددي باعث ګر څي چه تقاضا زياته كړي او په مقا بل كي يي عرضه دومره نه وي چه بيا د راشن كولو باعث ګرځي او په ځني حالاتو كي د تورماركيټ د مينځ ته راتګ باعث ګرځي چه په هغه كي د حكومتي معيه قيمت څخه په لوړ قيمت شيان خرڅيږي .
  • څرنګه چه د توليد وسايل لكه پابريكي او داسي نور د حكومت په لاس كي وي نو دا د كمپنيو تر مينځ د رقابت د كموني او يا له مينځه وړني باعث ګرڅي او په دي سره د وسايلو د موثر استعمال مخنيوي كيږي.

اسلام د ماركس نظريه په مكمل ډول غندي

چه كارل ماركس د مذهب څخه انكار كوي او مذهب تا بع د اقتصادي حالت ګڼي چه دا حقيقت نلري.دماركس د دايليكټك مټيريليزم (Dialectic materialism )نظريه هم دمنلو وړ نده د نړي ډېر جنګونه او تاريخي پيښي صرف په مادي شيانو او اقتصادي حالت پوري تړلي ندي ، ددي نه علاوه اسلام شخصي ملكېت ته اجازه وركوي كوم چه د ماركس په فلسفه كې و جود نلري. د ۱۹۹۰كلونو په شروعاتو كې دكارل ماركس په فلسفه ولاړ سوشليستي سيستم د روسيي د ماتي سره يو ځاي د زوال سره مخ شو ، او سوشليستي هيوادونو د سوشليزم يا كمونيزم د ۷۵ كلني تجربي څخه وروسته سوشليستي سيستم پريښود او كپيټليستي سيستم ته بيا را وګر ځيدل ددي تر څنګ كمونيزم دكپيټليزم په شان دا عقيده لري چه خوشهالي او ذهني سكون د مادي اړتياوه په پوره كولو پوري تړي دي چه دا هم حقيقت نلري او دا موضوع مونږ مخكې ياد كړي وه ، خو په خلص ډول ويلي شوي چه روهي خوشهالي دالله(ج) له طرفه ده او په دولت او دارايي پوري مكمل تړاو نلري الله تعالي فر مايلي (الرعد27) ...... أَلَا بِذِكْرِ الله تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ . يعني بيشكه چه د ا لله په ذكر سره زړونه سكون مومي. د پخوا ني شوروي اتحاد تر ړنګيدو وروسته د كپيتليزم آزاد ماركېت نورهم قوت وموند سر بيره پر دي د ګلوبلايزشن ناره نور هم د كپيتليستي سيستم د تقويه كولو كو ښښ كوي.مګر په پورۀ آذاد ماركېټي سيستم كې هم ډېر مشكلات شته،لكه انحصار (Monopoly)، د ماركېټ نا موثريت، او د امير او غريب تر مينځ د فرق زياتوالي. د اسلام له نظره د حكومت رول محدور مګر اړين (ضروريا اهم )دي او دا موضوع،، دحكومت رول په اقتصاد كې ،، تر عنوان لاندي په تفصيل ذكر شوي. دلته يواځي پدي وينه بسنه كوه چه دځنو عام المنفعه شيانو برابرول د حكومت و ظيفه ده او شخصي سكټر ته دهغوي وركول موثر ندي او يا د عوامو په ضرر تماميږي.

اسلام او كېټليزم

كپيټليزم يو اقتصادي سيستم دي په كوم كه چه ټول او يا زيات وسايل دتوليد لكه مځكه، پابريكي، سړكونه ... او د ويش سيستم د شخصي اداري(Management) لاندي دي او دغه كارول كيږي چه ترلاسه كړي ګټه. په لومړنيو مراحلوددغه سيستم كي دغه ټوله سلسله د زيات رقابت په وسيله مخكي بيول كيده چه په دي سره د څو كسانو سره ددولت دجمع كيدو ميل نورهم پياوړي شو ، مګر وروسته لوي شركتونو دمينځ ته راغلل او د حكومت مداخله او كنټرول په ماركيټ كي زيات شو( ). كپيتليزم د صنعتي انقلاب په دوران كې مينځ ته راغي او په انفراديت (Individualism) اوخدغرضي يا شخصي مفاد (Self interest)باندي تكېه لري.

د كپيټلزم ځانګړتیاوې

  • اقتصادي آزادي :په كپيټليزم كي پوره اقتصادي آزادي شته څوك چه هرڅه وغواړي توليد كړي توليد كولي يي شي، دوي كولي شي چه خپلي پيسي بل چاته په سود وركړي او يا په سود سره قرض واخلي او داسي نور،په اسلامي كي سود ناروا دي او د حلال او حرام مفكوره شته ده.
  • د شخصي ملكيت حق: د شخصي مكليت حق په كپيټليزم كي شته هر فرد كولي شي چه خپل آيد څرنګه وغواړي ويي كاروي او خپل دولت او شخصي مال زيات كړي حكومت په كي د مداخلي حق نه لري.په اسلامي كي هم د شخصي ملكيت حق شته مګر تر شرعي اوصولو لاندي
  • دحكومت محدود رول:د كيپټلستي اقتصادي سيستم بل صفت دادي چه حكومت بايد په ماركيټ كي مداخله ونه كړي ، له دي وستيو كي په كپيټلستي سيستم كي هم د حكومت مداخله په اقتصادي فعاليتونو كي تر يوه حده منل شوي ده ، مګر د حكومت رول په كي محدود دي ، په اسلامي اقصادي سيستم كي د حكومت رول محدود مګر موهم دي او هغه په تقصيل سره راځي.

د كپيټليزم بدي

  • د ايد غير عادلانه ويش: كپيټليستي سيستم داسي اصول لري چه دهغي په وجه سره امير نور هم امير كيږي او غريب نورهم غريبّ كيږي ، په دغه سيستم كي سرمايه داراه د غريبو خلكو له غريبي څخه ناوړه ګټه اخلي، سود په دغه سيستم كي وجود لري چه په دي سره د دولت جمع كيدل د سرمايه دارانو سره شروع كيږي او په ټولنه كي دوه طبقي مينځ ته راوړي يوه لويه غريبه طبقه او بله كوچني اميره طبقه
  • غير مفيد اقتصادي فعاليتونه:بعضي وخت كله چه ښه فصل يا ښه توليد شوي وي او عرضه له تقاضا څخه زياته شي نو په كپيټليستي سيستم كيو دوي له دي ويري چه نرخونه به ښكته شي خپل توليد كړي توكي له مينځه ورړي تر څو نرخونه كښته نشي. په داسي حال كي چه ډير خلك هغه شي اړتيا لري . ددي ډيرعملي ميثالونه شته دي چه يو يي د امركار د متحده ايالاتو په وسيله د غنمو په بهر كي اچول دي ددي لپاره چه نرخونه كشته نشي او دوي كمه ګټه ونه كړي.
  • مضر رقابت:په كپيتلستي سيستم كي د پابريكو او اصنعت كارو تر مينځ سخت رقابت موجود وي ، رقابت د اقتصادي پرمختګ او دنويو شيانو او تكنالوژي د ايجاد لپاره ښه دي مګر كه هغه تعميري رقابت وي خو له بده مرغه ځني وخت داسي رقابت صورت نيسي چه په هغه سره يو قوي صنعت كار يا پابريكي يوه ضعيفه پابريكه يا صنعت كار له پښو غورځوي او دغه قسم رقابت غير مفيد دي . د ميثال په توګه كله چه يوه نويي كمپني په ماركيټ كي داخليږي ددي له ويري چه په مستقبل كي به قيمتونه كښته شي د ماركيټ پخواني كمپني په قصدي ډول سره د محدود وخت لپاره د خپلو توليداتو قيمتونه كښته كوي او كله چه هغه نويي داخله شوي كمپني مجبورا له ماركيټ څخه ووځي دغه كمپني بيا خپل نرخونه ډير او جت كړي او په دي وسيله عوام سره زياتي كوي.

د نولسمي پيړي په آخر كې سوشلستانو او كارګرو پدي سيستم باندي ډېري نيوكې وكړي، او د ادم سمت كپيټليزم (آذاد ماركېټ سيستم )يي د مشكلاتو سره مخ كړ، او د حكومت د مداخله غوښتنه يي وكړه،په شلمه پيړي كې د اقتصادي لوي زوال(Great depression) ۱۹۲۹_۱۹۳۳ په وجه ډېر شيان بدل شول او په كپيټليستي سيتستم كې ډېري بدلون راغي چه په هغه كې يي د حكومت مداخله قبوله كړه.د انحصار (Monopoly)په ضد قانون جوړ شو ددي تر څنګ د كارګرو منظم او فعاله ټولني جوړي شوي.

يو ډېر اهم شي چه اسلامي اقتصاد له نورو څخه بيلوي عبارت دي دنړي د نظريه څخه او هغه داچه داسلامل له نظره ددي نړي ژوند يو امتحان دي . اسلامي اقتصادي سيستم داسلامي اصولو په نظر كي نيولو په بنا جوړ شوي دي ، كوم چه د انسانانو لپاره ددواړو جهانونو كاميابي غواړي نو ځكه ددغه سيستم وليي په اسلامي شريعت كې دي.

ددغه سيستم هدف همزمان د ژوند د مادي او روحي اړتياوه پوره كول دي، بلعكس كپيټليزم ولاړ دي په مادي فلسفه باندي او په ملكمل ډول تمركز كوي په مادي پر مختګ اوښه كېدنه باندي يواځي په دي جها ن كې او آخرت له پامه غورځوي.بل صفت داسلامي اقتصاد دادي چه ټول اقتصادي كارونه يافعاليتونه لكه ، مصارف، پانګه اچونه، توليد ، او اقتصادي پر مختګ اوداسي نورو ټولو باندي اسلامي اخلاق اثر باسي په پټ ډول سره.له دي امله شخصي مفاد (خود غرضي) او دشخصي ګټي قوانين په مكمل ډول سره دعملي كيدو وړندي، يانه كارول كېږي .له بله اړخه خودغرضي او معاشرتي ګډوډي د كپيټليزم څخه سر چينه اخلي. ورورګلوي او ساده ژوند د اسلامي اقتصا د يو صفت دي بلعكس ځان ښودنه او رقابت په كپيټليزم كې وجود لري.

د اسلام له نظره انسان سره چه كو م مال او دولت دي هغه ورسره د امانت په ډول دي او هغه با يد دالله(ج) داوامرو مطا بق وكارول شي.خو د كپيټليستي نظريه مطابق هر سړي د خپل مال اصلي مالك ګڼل كېږي او هر رنګه يي چه وغواړي كارلي (استعمالولي ) شي. په اسلامي اقتصادي سيستم كې د حكومت رول د معاشروي اهدافو په لاسته راوړنه كې ډېر فعاله او اهم دي مګر په كپيټلستي سيستم كې دومره فعاله ندي.

اسلام د يوه او ياڅو كسانو سره ددولت د جمع كېدو خلاف دي او زكات او صدقه ددغه كار د كېدلو څخه مخنيوي كوي مګر په نورو سيستمونو كې دا وجود نلري.


دا هم وګورئ

سرچینې

    • د معاصر اسلامي اقتصاد معرفت, ليكوال: بشيرالله “نجيمي وردګ”