اسلامي تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اسلام تاريخ سروکار له اسلامي تمدن ، سياسي، ټولنيز، اقتصادي او کلتوري پرمختګ سره دی. ډېری تاريخ پوهان باور لري چې اسلام د اوومې پېړۍ په پيل کې په مکه او مدينه کې رامنځته شوی. مسلمانان اسلام ته د پيغمبرانو، لکه:  ادم(ع)، نوح(ع)، ابراهيم(ع)، موسی(ع)، داود(ع)، سليمان(ع) او عيسی(ع) اصلي عقیدې ته د ورګرځېدو او د الله (ج) ارادې ته د تسلمېدو (اسلام)  په نظر ګوري.[۱][۲][۳][۴]

د روايتونو له مخې، په ۶۱۰ ز کال کې، د اسلام پیغمبر محمد(ص) ته د هغه څه رسېدل پيل شول، چې مسلمانان يې الهي آيتونه بولي، يوه الله ته د خلکو تسلمېدلو ته یې بلنه کوله، د قيامت د ورځې نژدې کېدو خبر يې ورکاوه، په بې وزلو او اړمنو يې پاملرنه کوله. د محمد(ص) پيغام د ګوتو په شمېر پيروان راجلب کړل او د مکې د مشرانو له خوا له مخ پر زیاتېدونکي مخالفت سره مخامخ شو. د خپل اغېزناک اکا ابو طالب له مرګ وروسته، کله چې هغه خپل خونديتوب له لاسه ورکړ، په ۶۲۲ ز کال کې محمد(ص) د یثرب ښار (اوسنۍ مدينې منورې) ته هجرت وکړ. په ۶۳۲ ز کال کې، د محمد(ص) له وفات سره سم، د مسلمانانو په ټولنه کې د هغه د ځای ناستي پر سر د راشده خلافت پر مهال اختلافات پيدا شول.  [۵][۶]

په اتمه پېړۍ کې، اموي خلافت په لويدیځ کې له ايبريا څخه، په ختيځ کې د سیند تر سينده پورې پراخ شو. د حکومت هغه ډولونه چې  امويانو او عباسيانو (په منځني ختيځ او وروسته په هسپانيا او سويلي ايټاليا کې)، فاطميانو، سلجوقيانو، ايوبيانو او مماليکوعملي کړي وو، په نړۍ کې له اغېزناکو ځواکونو څخه و. ايراني شوې سترواکي چې د سامانيانو، غزنويانو او غوريانو له خوا جوړې شوې، د پام وړ پرمختګونه وکړل. اسلامي زرين پړاو، ډېر کلتوري او علمي مرکزونه رامنځته کړل او په منځنيو پېړيو کې يې نوميالي ټولنپوهان، ستورپېژندونکي، رياضي پوهان، طبيبان او فيلسوفان پیدا کړل.

د ديارلسمې پېړۍ په لومړيو کې، د ډیلي سلطنت د هند نيمه وچې شمالي برخې ونيولې، په داسې حال کې چې ترکانو، لکه: د روم سلطان او ارتقيانو له بيزانس سترواکۍ څخه د يوولسمې او دولسمې پېړۍ په اوږدو کې د اناتوليا ډېرې برخې نيولې وې. په ديارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې، له لويديځ څخه د مغولو او ګوډ تيمور ويجاړوونکو بريدونو او په تور مرګ کې د خلکو له لاسه ورکولو، په پراخه کچه د اسلامي نړۍ دوديز مرکزونه کمزوري کړل، چې له پاريس نه تر مصر پورې غځېدلي وو، خو په دې موده کې تيموري رنسانس او لويو نړيوالو اقتصادي ځواکونو سر راپورته کړ، لکه: د لویديځې افريقا مالي سترواکي اود سويلي اسيا بنګالي سلطنت. د سيسلي امارت او ايټاليې له نورو سيمو څخه د مور مسلمانانو شړل او مريي کولو څخه وروسته، د بيا نيولو په بهېر کې اسلامي هسپانيا کرار کرار د مسيحي ځواکونو له خوا ونيول شوه. سره له دې، د نوي پړاو په لومړيو کې، د اسلامي باروتو د زمانې هېوادونه-عثماني ترکان، هندي مغول او ايراني صفويان- د نړۍ د پياوړو ځواکونو په توګه راڅرګند شول. [۷][۸][۹][۱۰]

د نولسمې پېړۍ او شلمې پېړۍ په لومړيو کې، د اسلامۍ نړۍ ډېره برخه په مستقيم ډول د سترو اروپايي ځواکونو تر اغېز لاندې راغله. د وروستيو دوو پېړيو په اوږدو کې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو او نوو ملي دولتونو د جوړولو لپاره د هغوی د هڅو انګازې اوس دوام لري، په ورته وخت کې د فلسطين، کشمير، سينکيانک، چيچنيا، مرکزي افريقا، بوسنيا او ميانمار په څېر سيمو کې د جګړې اور ته لمن وهي. د تیلو پراختيا د عربي هېوادونو د خليج همکارۍ شورا په خپل ځای ټېنګه کړه او دوی يې د نړۍ تر ټولو سترتوليدوونکي او صادروونکي هېوادونه وګرځول، کوم چې په ازادې سوداګرۍ او ګرځندویي تمرکز لري.[۱۱][۱۲]

مهال وېش

لاندې مهال وېش کېدای شي، له لومړۍ نړيوالې جګړې مخکې د اسلامي نړۍ د مهمو سياستونو د انځورولو لپاره ښه لارښود وي. په دې کې مهم تاريخي ځواکونه او کلتوري مرکزونه شامل دي، لکه: عرب، بين النهرين (نننی عراق)، پارس (اوسنی ايران، شام (اوسنۍ سوريه، لبنان، اردن او فلسطين\اسرائیل )، مصر، مغرب (شمال لويديځه افريقا)، اندلس (ايبريا)، ماوراء النهر (مرکزي اسيا)، هندوستان (اوسنی پاکستان، شمالي هند او بنګله ديش) او اناتوليا (اوسنۍ ترکيه). دا يو اټکل دی، ځکه چې ځينې سيمې، کله نا کله د ځواک د بېلا بېلو مرکزونو تر منځ وېشل شوې وې او په سترو سياستونو کې واک په ډېرو مواردو کې د جلا جلا واکمنيو تر منځ وېشل کېده. د بېلګې په ډول: د عباسي خلافت په وروستيو پړاوونو کې، ان پلازمېنه بغداد په اغېزناک ډول د نورو واکمنو لړيو تر منځ وېشل شوی و، لکه ال بويه او سلجوقيان، په داسې حال کې چې عثمانيانو خپل اجرائيوي واکونه، په لرو پرتو ولايتونو کې سيمه یيزو چارواکو ته سپارل، لکه: د الجزاير دايات، د تونس بای او د عراق مملکتونه.

لومړۍ سرچېنې او تاريخ لیکنه

د اسلامي تاريخ د لومړيو پړاوونو څېړنه د سرچينو د کمښت له امله ستونزمنه ده. د بېلګې په ډول: د اسلام پيل په اړه تر ټولو مهم تاریخ لیکونکې سرچينه د الطبري اثر دی. په داسې حال کې چې الطبري خپل وخت او ځای ته په کتنې سره يو له غوره تاريخ پوهانو څخه شمېرل کېږي، هغه په دې موضوع کې له موهوم، افسانوي، کليشه يي، تحريف او ناندري زېږوونکي ډول څخه ازادانه ګټه اخستې- که څه هم د اسلام له نظره د منلو وړ دي- او د اسلام د پيل په اړه د هغه بيان د څو نسلونو اړوند دی، طبري په ۹۲۳ زکال کې وفات شوی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له شته سرچینو سره د چلند په اړه د مختلفو نظرياتو شتوالی د اسلام د لومړيو کلونو په اړوند څلور بېلا بېلې لارې رامنځته کړې. ټولې څلور لارې، اوسمهال تر يو بريده ملاتړ له ځانه سره لري:[۱۷][۱۸]

  • تشرېحي تګلاره د اسلامي روايتونو له لارو چارو ګټه اخلي، په داسې حال کې چې د معجزو کيسې او د عقيدې په اړوند ادعاوې په دې سرچينو کې ځای پر ځای شوې دي. ادوارد ګيبون او ګوستاو ويل، د هغو لومړيو تاريخ پوهانو استازيتوب کوي چې د تشرېحي ډول پيرو دي.[۱۹]
  • پر سرچينه نيوکه کوونکې طريقه، د ټولو سرچينو د پرتلنې پلټنه کوي، تر څو معلومه کړي چې د سرچينې کوم خبر ورکوونکی کمزوری دی او په همدې بنسټ غلط مواد معلوموي. د ويليام موتګومري وات او ويلفرد مادلونګ څېړنې پر سرچينو د نیوکې بېلګې دي.[۲۰]
  • پر روايتونو نيوکه کوونکې تګلاره، باور کېږي چې دا سرچينې په شفاهي روايتونو ولاړې دي، چې اصل او د لېږد تاريخ يې معلوم نه دی او په همدې بنسټ، په خورا احتياط ورسره چلند کېږي. ايګناز ګلدزيهر پر روايتونو د نيوکه کوونکې تګلارې مخکښ و او يوري رابين د اوسنۍ زمانې نمونه وړاندې کوي.[۲۱]
  • شکمنه تګلاره، د روايتي سرچينو په نژدې ټولو موادو شک کوي، ځکه چې د هر احتمالي تاريخي جوهر جلا کول، له تحريف شوو او له ځانه جوړو شوو توکو څخه ستونزمن دي. د شکمنې تګلارې لومړی مثال، د جان وانسبرو څېړنې دي.  [۲۲]

نن سبا، د کارد ډګر پراختیا ته په کتنې سره د بېلا بېلو طريقو غوراوی بدلون مومي. د اسلام د لومړيو وختونو د لنډې ارزونې لپاره، تشرېحي تګلاره ډېره مشهوره ده. هغه پوهان چې د اسلام د پيل ژوره کتنه کوي، تر ډېره بريده پر سرچينه د نيوکې او په روايت د نیوکې تګلاره ډېره تعقيبوي. [۱۸][۲۳][۲۴]

سرچينې او ياداښتونه

  1. Watt, William Montgomery (2003). Islam and the Integration of Society. Psychology Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-17587-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Esposito, John (1998). Islam: The Straight Path (3rd ed.). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 9, 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-511234-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Esposito (2002b), pp. 4–5.کينډۍ:Full citation needed
  4. Peters, F.E. (2003). Islam: A Guide for Jews and Christians. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11553-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Key themes in these early recitations include the idea of the moral responsibility of man who was created by God and the idea of the judgment to take place on the day of resurrection. [...] Another major theme of Muhammad's early preaching, [... is that] there is a power greater than man's, and that the wise will acknowledge this power and cease their greed and suppression of the poor." F. Buhl & A.T. Welch, Encyclopaedia of Islam 2nd ed., "Muhammad", vol. 7, p. 363.
  6. "At first Muhammad met with no serious opposition [...] He was only gradually led to attack on principle the gods of Mecca. [...] Meccan merchants then discovered that a religious revolution might be dangerous to their fairs and their trade." F. Buhl & A.T. Welch, Encyclopaedia of Islam 2nd ed., "Muhammad", vol. 7, p. 364.
  7. Nanda, J. N (2005). Bengal: the unique state. Concept Publishing Company. p. 10. 2005. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8069-149-2. Bengal [...] was rich in the production and export of grain, salt, fruit, liquors and wines, precious metals and ornaments besides the output of its handlooms in silk and cotton. Europe referred to Bengal as the richest country to trade with. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lex Heerma van Voss; Els Hiemstra-Kuperus; Elise van Nederveen Meerkerk (2010). "The Long Globalization and Textile Producers in India". The Ashgate Companion to the History of Textile Workers, 1650–2000. Ashgate Publishing. د کتاب پاڼې 255. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780754664284. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Imperato, Pascal James; Imperato, Gavin H. (25 April 2008). Historical Dictionary of Mali (په انګلیسي ژبه کي). Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 201. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810864023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Julie Taylor, Muslims in Medieval Italy: The Colony at Lucera, (Rowman & Littlefield Inc., 2003), 18.
  11. Sampler & Eigner (2008). Sand to Silicon: Going Global. UAE: Motivate. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781860632549. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "International – U.S. Energy Information Administration (EIA)". eia.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Donner 2010، ص. 628.
  14. Hughes 2013، ص. 56.
  15. Robinson 2010، ص. 2.
  16. Robinson 2010، ص. 6.
  17. See also Hughes 2013, pp. 6 & 7, who links the practice of source and tradition (or form) criticism as one approach.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Donner 2010، ص. 633.
  19. Donner 2010، صص. 629, 633.
  20. Donner 2010، ص. 630.
  21. Donner 2010، ص. 631.
  22. Donner 2010، ص. 632.
  23. Robinson 2010، ص. 9.
  24. Robinson 2010، صص. 4, 5.