اسلامي نظام
اسلامي نظام هغه جوړ شوی نظام دی چې د اسلامي مذهب د اصولو پر بنسټ جوړ شوی وی. مخينهکله چي د بشريت ستر لارښود حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په کال 621 ميلادي کي په مدينه منوره کي د اسلامي دولت بنسټ کيښود لهمغي مودي څخه مسلمانانو د اسلامي نظام اصول زده کړي چي سوونه کاله يي دوام وموند. کله د خلافت په نوم او کله د امارت په نوم خو مهمه داوه چي څنگه نظام یی راوستی و، رعیت یی څنگه ژوند درلود، حاکم د ژوند په کوم حالت کی و او داسی نور امتیازات چی د نننی نړی په نظامو شتون نلری. په اسلامی نظام کی حاکم د خلکو خدمتگار وی حتی تردی چی دحاکم ژوند له ټولو خلکو څخه په ټیټه درجه کی وی، موږ دداسی نظام ډیری نمونی لرو چی یو یی د عمر ابن عبدالعزیز حاکمیت دی، د عمر ابن عبدالعزیز داسی حکومت و چی انسانان خو لاپریږده چی لیوه هم په رمی حمله نه کوله، دده په حاکمیت کی کی په ټولو محکومو ځایونو کی ترده ډیر ناداره کس نه موندل کیده حتی تردی اندازی غربت لمنځه تللی و چی له کاشغره تر اندولس پوری یو کس هم د زکات مستحق نه و، د امیر المومنین د ځوی به د اختر په ورځی زاړه او شلیدلی کالی پرتن ول او داسی نوری د حیرانتیا وړ صفات پکی و. د اسلامی نظام ښه والی پدی کی دی چی نه یواځی داچی عامه وگړی ته پکی خدمت کیږی او د هغوی په وړاندی مسول دی مگر وگړوته هم پکی مسولیتونه سپارل شوی که د ځان په اړه وی او که د نورو په اړه، لکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کی فرمایی چی: (الایمان بضع وسبعون شعبۀ افضلها کلۀ لا اله الا الله و ادناها اماتۀ الاذی عن الطریق و الحیا شعبۀ من الایمان) ژباړه: ایمان څو اویا څانگی لری چی ترټولو غوره یی د لا اله الا الله کلمه ده او ټیټه یی له لاری څخه د ناوړه څیرزونو لیری کول دی او حیا هم د ایمان یوه برخه ده. په پورتنی حدیث کی موږته لوی درس پروت دی، د لاری سره خو اصلا د ښاروالی کار وی خو اسلام موږ ته وایی چی لاره خو مه خرابوی که چا څه ورانی کړی وی نو عامه وگړی هم مسول دی چی لاره پاکه کړی. دا هاغه څیرزونه دی چی له اسلامی حکومت سره مرسته کوی، ځواکمنوی یی او ښه یی پرمخ بیایی پداسی حال کی چی په نوره نړی کی کی چی اسلامی قانون نلری لوی مشکل دادی چی عامه وگړی د جهازونو په واسطه کونترولیږی که هغه پولیس وی او که کامره مگر که چا کوم ناوړه کار ترسره کړ او تعقیب نشو نو هغه مجرم ندی پداسی حال کی چی موږ د اسلام په راس کی داسی ډیر مثالونه لرو چی مجرم خپله په خپل جرم اعتراف کړی بی لدی چی کومه کامره یا کوم بل جهاز یی کونترول کړی خپله یی پرځان د حد د جاری کیدو غوښتنه کړی، دا دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم سالمه او موثره تربیه وه. د اسلامی نظام ارکانخلیفهخلیفه، امیر المومنین، حاکم او امیر هغه مترادف نومونه دی چی په اسلامی نظام کی د حکومت مشر ته ورکول کیږی. خلیفه په اسلامی نظام کی د حکومت د راس حیثیت لری، ټوله حکومتی اداره یی د لاس لاندی وی او د امیر اطاعت په ټولو واجب دی. چی عادل حاکم ته د خدای سیوری ویل کیږی. خلیفه عموما د اهل حل او پوهانو له لوری ټاکل کیږی چی د اسلامی نظام لوی توپیر له ډیموکراسی سره پدی ټکی کی دی چی په ډیمو کراسی کی ټول خلک د رایی حق لری یانی د خلکو له لوری به حاکم ټاکل کیږی او اسلامی نظام کی د پوهانو، مفکرینو او مجتهدینو له لوری ټاکل کیږی. په اسلامی نظام کی خلیفه د ټاکلو ډیر شرطونه وی چی له هغو څخه پوهه، حکمت او تقوی له لویو څخه شمیرل کیږی. د خلیفه د خلافت یا حاکمیت موده ټاکلی نه وی یانی خلیفه به تر مرگه د خلافت پر گدی ناست وی او د خلیفه تر وفاته وروسته به یوځل بیا اهل حل سره کینی اود بل وړ کس په اړوند به غور کوی ترڅو یو مناسب کس کینوی چی د متوفی ځای ډک کړی. مرستيالاند خلیفه مرستيالان اکثره وختونه د خلیفه په عدم موجودیت کی کی د یوی ټاکلی مودی لپاره د هغه ځای ډکوی چی دوی د خلیفه له لوری ټاکل کیږی او دوی باید د خلیفه په څیر له هغو شرطونو ووځی کوم چی د خلیغه لپاره وضع شوی. مرستيالان د خلیفه په شتون کی هم له هغه سره ډیره مرسته کوی که هغه د خلکو د ستونزو په حل کولو کی وی او که په نورو، خو مرستيالان هم د اسلامی نظام مهم غړی بلل کیږی او په خلافت کی مهم رول لوبوی. والیانوالیان د خلافت پر مځکه د خلیفه استازی دی او دا ددی لپاره چی د خلکو ستونزی په اسانی سره حل شی او خلیفه ورته لاس رسی ولری او ددی په مقابل کی خلکو ته څه گټه ورسوی او د ورانکارانو له ورانی څخه یی وژغوری، والی یانی محلی خلیفه، والی هم د خلیفه حیثیت لری د خلیفه په څیر صفات لری او شرطونه باید ولری خو ددی ترمنځ توپیر دادی چی والی د خلیفه له لوری کونترولیږی او یواځی د داخلی مسایلو د حلولو لپاره وی او استقلال یی تر داخله محدود وی. او د خلیفه لیری کول او گمارل د علماو پوری تړلی وی او له خلیفه نه پورته ځواک په خلافت کی نشته. قاضیانپه اسلامی نظام کی د قاضیانو واک ترخلیفه هم په ځنو وختو کی پورته وی ځکه قاضی پوره خپلواکی لری او کولای شی د خلیفه په حق کی هم ځه وکوی یانه. قاضی هم د خلیفه له لوری ټاکل کیږی ترڅو د خلکو ستونزې حل کړی. د قاضی په ټاکلو کی هم ډیر شرطونه شته چی له هغو څخه اجتهاد او په اسلامی فقهی پوره برلاسی . او همدارنگه په قران او حدیثو پوهه او په عامه مسایلو کی د ښه او معقول مظر څښتن وی، د خپل نفس پر هوا او هوس تسلط ولری د د بډو او پیسو په وړاندې ځان خرڅ نکړی او له خدایه باید وویریږی. په ټول نظام کی یو قاضی وی چی قاضی القضاۀ ورته ویل کیږی بیا وروسته په خپل نوبت په نورو لویو او وړو قاضیانو ته سلسله رسی حتی تردی چی هره ځاي ځان ته یو قاضی لری چی هر قاضی محدود واک لری څومره چی لویه ستونزه هم وی هومره لوی قاضی به یی حلوی. په لنډه توگه د قاضی شتون په اسلامی نظام کی ډیر اړين دی. پوځلکه څرنگه چی په انسان کی لاس او پښی ډیر مهم او ضروری دی همدارنگه پوځ د اسلامی نظام دفاعی ځواک دی. د اسلامی نظام د دفاع لپاره او د باندنیو اغیارو څخه د اسلامی نظام د ژغورلو لپاره او ددی ټولو سره د اسلامی فتوحاتو لپاره له پوځ څخه کار اخستل کیږی. داچی په دومره نړۍ کی اسلامی رپى (بيرغ) رپیږی دا د اسلامی پوځ د سرښندنو او د شهداو د وینو نتیجه ده، یواځی دوه اسلامی هیوادونه د اسلامی اخلاقو په خوښولو او د مسلمانو سوداگرو هڅه ده چی هغه هیوادونه مالیزیا او اندونیزیا دی او پاتی ټوله نړی اسلامی پوځ فتحه کړی او اسلام یی پکی خپور کړی. مسلمان پوځیان باید د تقوی او اخلاقو نمونی، نور اسلامی شعایر باید ولری چی دداسی پوځ ښه مثال د صلاح الدین ایوبی پوځ دی دده پوځ به د شپی تهجد کاوه او د ورځی به یی جهاد کاوه او یواځی دوه پوځیان و چی هغوی د شپی تهجد نکاوه چی له پوځه یی وویستل هغه ویل ښایی د دی دوو پوځیانو له امله خدای خپل رحم پر موږ بند کړی. په ټوليز ډول اسلامی پوځ دوه ډوله دی یو د رضاکارانو پوځ او بل ډول یی هغه پوځ دی چی د تنخوا په بدل کی په پوځ کی کار کوی: د رضاکارانو پوځدا د اسلامی پوځ هغه برخه ده چی یواځی او یواځی د اسلام د لوړوالی لپاره په اسلامی پوځ کی سرښندنه کوی. دوی په اسلامی پوځ کی معاش نلری کله چی د جهاد وخت راورسی یواځی په جنگ کی برخه اخلی او د خدای د رضا لپاره جنگیږی او بس. هغه پوځ چی د تنخوا په بدل کی په پوځ کی ویدا پوځ ټاکلی معاش لری او دا د هغو پوځیانو ډله ده چی د جهاد پروخت په سنگرو کی جگړی کوی او که جهاد نه وی نو د اسلامی نظام پولی ساتی او په منظم ډول په پوستو کی اوسی ترڅو اسلامی نظام له ناڅاپه یرغلو څخه وژغوری. اداری چارېاداری لړی د خلیفه، په مرستيالانو، والیانو، قاضیانو او پوځ په منځ اداره هم شته چی د ټول نظام کونترول، تنظیم، برابرول او پرمخ بوول د اداری لړی اصلی وظیفه ده. اداره په ټول نظام کی شته که هغه پوځ وی او که استخبارات اوکه محکمه وی خلاصه ټول نظام د اداری لړی لخوا تنظیمیږی. اداری لړی ځانته لوړ او ټیټ پوستونه لری لکه وزارت، ریاست، مدیریت اوماموریت اوداسی نور خو عموما اداره په دوو برخو ویشل شوی:
د باندنيو چارو وزارت اصلی دنده له نور هیوادونو سره د هراړخیزو اړیکو ټیتگول دی هغه که اقتصادی وی اوکه سیاسی او که هر ډول وی، او دا اړیکی د د اسلامی نظام د دیپلوماتانو په واسطه کیږی. جرگهپه يوه ولسواک نظام د ډيرو قانونو نهد اسلامی قانون څخه اخستل شوی او بڼه يي ته يي لږ بدلون ورکړې کړی دى چی یو له هغو څخه یو هم جرگه (شوری) ده چی د ولسي جرگه (پارلیمان) په بڼه راښکاره شوی او د ولسي جرگې او جرگې (شوری)ترمنځ توپیر دادی چی په شوری کی اهل حل کینی او په ولسي جرگه کی بیاهم هماغه د رایو مسله ده پوهه او هوښیاری شرط نده حتی هغه څوک چی په لیک او لوست هم نه پوهیږی کولای شی په ولسي جرگه کی کینی او رایه ورکړی، دلته یوه پوښتنه رامنځ ته کیږی چی څوک چی پوهه ونلری د یوملت دلویو قضایاو په اړه به څنگه دريځ نیسی او رایه به ور کوی. اسلامی نظام جرگې ته په ډیر ارزښت ورکوي لکه چی الله وایی:(وشاور هم فی الامر). اسلامی نظام د شوری د غړو په ټاکلو کی له ډیر دقت څخه کار اخلی ځکه همدا شوری ده چی خلیفه ټاکی یانی شوری اسلامی نظام بنسټ گڼل کیږی. سرچينې
|