اسد الله بها

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکتر اسدالله بها (زوکړه ۱۹۴۹ زېږدي کال د ډيسمبر ۱۹، ميدان وردک ولايت - مړينه؟) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال وو.

مخينه

ډاکتر اسدالله بها د بهاول خان زوی د ۱۹۴۹ زېږدي کال د ډسمبر په ۱۹ د وردگ ولايت وردگو د یوسف خیلو په کلي کي زیږیدلی دی او په وردگو کي بیا میر خیل دی.

زده کړې

خدای بښلي بها خپله لومړنۍ زده کړه د دیني علومو په برخه کي په خپله سیمه کي سرته رسولې او د منځنۍ زده کړې لپاره کابل ته ولاړ او هلته په رحمان بابا لیسه کې د شاملېلدو تر بريالۍ ازمویني وروسته په ۱۹۵۹ ز کال کې په دغه لیسه کي داخل شو او خپلې منځنۍ زده کړې یې په ۱۹۶۵ ز کال کې په بري سرته ورسولې.

د لیسې تر پای ته رسولو وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کي شامل شو، خو لږه موده وروسته یې سکالرشيپ واخیست او اتريش ته ولاړ. هلته یې پر ۱۹۶۵ ز کال پوهنتون ته د چمتووالي لپاره په مقدماتي درسونو پیل وکړ او له بري وروسته په ۱۹۶۷ ز کال کی د ښوونې او روزنې په څانگه کي په پوهنتون کي شامل شو. په ۱۹۷۸ ز کال کي یې خپلې لوړې زده کړې په بري پای ته ورسولې او د ښووني او روزني په ځانگه کي یې ډاکټري واخیسته.

دندې

- له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۰ کاله پوري یې د اسټریا کنټرول بانک د مخ پر وده هېوادونو د اسنادو په برخه کي کار کاوه.

-په ۱۹۸۰ ز کال کي یې د ډاکټرۍ له عالي تحصیل نه پرته، د نړيوالو څېړنو په څانگه برخه کي بری ليک واخیست.

- له ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۶ کاله پورې يې د اسټریا د ښووني او روزني د بیبلیگرافي په ځانگه کې کار کاوه.

- له ۱۹۸۲ تر ۱۹۹۸ ز پورې د ویانا له سندرغاړو هلکانو یا (وینر سینگر کنابن) سره د ښوونې او روزنې په څانگه کې د سلاکار په توگه دنده تر سره کوله.

- له ۱۹۸۹ راهیسي د ویانا په پوهنتون کي د ښووني او روزني تدریس د علومو په انستیتوت کي تدریس کاوه.

- له ۱۹۹۸ راهيسې یې په لیسه کي درس ورکاوه.

ښاغلي بها د مخ پر وده هېوادو او په تیره بیا د سیاسي او روزنیز سیستم سلاکار او د نظر خاوند پیژندل کېده.

ډاکټر بها د ۱۹۹۹ زېږدي کاله راهيسې (دافغانستان د بیا ودانولو مرستی ټولني) مشر پاتي شوی دی. د هغه د وړتيا او فعالیت له امله د ټولني او (افغان ولس) مجلې په کار کي وقفه نه ده راغلې. د ټولني د مشرتابه جرگه او نور غړي به د هېواد د دغه صادق زوی خدمتونه هیر نه کړي.

مدني اکر

ارواښاد ډاکټر بها واده کړی وو چې یوه لور لري: نادیه ډیوه بها، چي اوس په پوهنتون کي پر خپله ماسټرۍ کار کوي.

مړينه

ارواښاد ډاکټر اسدالله بها په اتريش کي د ناروغۍ له کبله د شپږ پنڅوسو کالو په عمر له دې نړۍ د تل لپاره سترگي پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

خپروني

۱. په مخ پر وده هېوادو کي د لویانو زده کړه او سواد.

۲. بیسوادي په دریمه نړۍ کي.

۳. لوست او لیک او د ټولنې په دیموکراسۍ کي د هغو برخه.

۴. د جنوب له خوا غږ، د پرمختگ الفبا، بیسوادي په دریمه نړۍ کې.

۵. په مخ پر وده هېوادو د مغزو فرار پر ضد.

۶. د ویانا سندرغاړي هلکان، د دوی د ښووني او روزني چاپیریال.

۷. د ژوند د امکاناتو نه د گټي اخیستو لپاره روزنه.

۸. به مخ پر وده هېوادو کي د ښځو د سرنوشت ټاکني حق.

۹. دننه په استریا کي او له اسټریا نه بهر ورځپاڼو او مجلو کي بېلا بیلې مقالې.

همدغه شان له ۱۹۹۹ زېږدي کاله راهیسي د (افغان ولس) مجله کي بېلا بیلې علمي مقالې.


سرچينې

۱. https://www.benawa.com/fullstory.php?id=3775

۲.