اسدالله دانش ساپى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسدالله دانش ساپى (۱۳۴۴ لمريز كال د لغمان ولايت) د افغانستان يو نامتو چاپوونکی، د کتابونو خپرندوی او فرهنگپال دی.

مخينه[سمول]

اسدالله دانش ساپى پر ۱۳۴۴ ل ل کال په لغمان ولايت كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په لغمان او کندهار کې ترسره کړې او دولسم ټولگی يې په كابل كې لوستی دی.

اسد دانش له كتاب او خپل فرهنگ سره د ځانگړې مينې درلودو له لامله پر ۱۳۶۶ لمريز كال په پېښور كې د دانش په نوم يو وړوکی كتابتون پرانيست. دانش كتابتون د هرې ورځې په تېرېدا سره غوړېده او د فرهنگيانو په زړونو كې يې ځاى پيدا كاوه. څه موده وروسته يې د يو شمېر فرهنگي ملگرو په غوښتنه د دانش خپرندويه ټولنې بنسټ کېښود او د دې تر څنگ يې د الفت په نوم د يوې علمي، ادبي او کلتوري مجلې چاپول او خپرول هم پيل کړل چې له نېکه مرغه تر دې مهاله يې ۴۰ گڼې چاپ شوې دي.

دانش خپرندويې ټولنې تر اوسه د دوه زره عنوانه په شاو خوا كې علمي، تاريخي، سياسي، معلوماتي، ادبي، ژورنالېستيکي او نور بېلابېل کتابونه چاپ کړي دي. دانش په لره او بره پښتونخوا کې ځان د لويو خپرندويانو په کتار کې درولی دى.

اسدالله دانش د هېواد په گڼو ښوونځيو، كليو او بانډو كې د ځوانانو او كتاب مينه والو لپاره كتابتونونه پرانيستي او هم يې له کتابتونونو سره مرسته کړې ده. ښاغلى اسد دانش په فرهنگي کړيو كې ډېر ملگري، خواخوږي او دوستان لري.

ستاينې او وياړنې[سمول]

اسدالله دانش تر دې مهاله په گڼو مډالونو او ستاينليکونو نمانځل شوى دى. په جرمني كې د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې له خوا د سرو زرو مډال، د كونړ سيند په مشاعره كې د كونړ مېشتو فرهنگيانو ټولنې له خوا د سرو زرو مډال، د ځلا خيريه موسسې له خوا يو مډال، د كبير ستوري يو مډال او له نيكه مرغه په دې وروستيو كې د اشوكا نړيواله جايزه ورکړ شوې، چې دا يواځې هغه ته نه بلكې ټول افغان ولس ته يو ښه زيرى او وياړ دی.

سرچينه[سمول]

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/10/091021_studio7_asad.shtml