اروپايي ټاکسوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Taxus baccata
اروپايي ټاکسوس
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه غوزه لرونکی بوټي
کورنۍ Taxaceae
جېنس ټاکسوس

اروپايي ټاکسوس (په لاتين: Taxus baccata) یوه غوزه لرونکی او زهرلرونکې ونه ده چې د Taxaceae په کورنۍ او د Taxus په جنس پورې اړه لري. نوموړې ونه په ځانگړي ډول په اروپا، تورکيه او قفقاز کې شنه کېږي. لرگي یې عالي کیفیت لري او ددی لپاره په لرغوني وخت کې دغه لرگي د وسلو د جوړولو لپاره کارېدل. اروپايي ټاکسوس خطرناک زهر لري چې ټاکسین په نوم پېژندل شوي دي او د انسانانو په بدن کې زړه کارونه بندوي.

ځانگړتیاوې[سمول]

اروپايي ټاکسوس یوه ونه ده چې اوږدوالی یې ۲۰ مترو ته رسېدلای شي. ټول بوټي پرته له سرو مېوو نه زهرجن دي دغه بوټي یو شمېر القلویدونه لکه taxin A, taxin B, milosin, lykopin, , baccatin III, 10-deacetylbaccatin III افدرين لري څو القویدونه لکه baccatinu III (پاکلیټاکسېل) د سرطان پر ضد اغېزه لري او ددی لپاره په طب کې د تخمدان سرطان او سږې سرطان د علاج لپاره هم کارېږي.