ارستو

د ويکيپېډيا لخوا
(له ارسطو نه مخ گرځېدلی)
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د ارستو پژه

ارستو (په يوناني ژبه : Ἀριστοτέλης ارستوتلس ) (۳۸۴ مخزېږد ــ ۳۲۲ مخزېږد) يو يوناني فيلسوف او ټولپوهاند يا علامه و . د اپلاتون زده کوونکی او د مقدوني سکندر استاد وو . د ارستو لیکنې په پراخه بوب ساينسي او ټولنيزو اړخونو باندې په دغو ښکالوګانو باندې راڅرخي ، پږنبوږهنې ، ښکلاپوهنه ، شاعري ، تياتر ، موسيقي، دلیل او منطق، رتوريک ، ژبپوهنه ، سیاست، حکومت ، اخلاق، ژونپوهنه ، او ژوپوهنې سکالويو ګانې دي . د افلاطون او سقراط ترڅنګه ارستو د غرب د فلسفې مخکښانو څخه دی.

که څه هم چې د نيوټن پنځپوهنيزه لړۍ د بريده ډېر مالومات رامنځه کړي و ، خو د ارستو آندونو د ساينس په پنځپوهنيز ډګر کې د منځينيو پېړيونوي پوهنيز ډګر کې نویو بدلونونو ته مخه کړه چې دغو نويو آندونو پرله پسې نويو مالوماتي بدلونونو (رنايسنس) ته لار پرانيسته . د ارستو آند د منطق په تګلاريزو زده کړو کې بوخت و . دغو آندونو د ۱۹مې زېږدي پېړۍ په پای کلونو کې د نوي پير په رسمي منطق تر اصطلاح مالومات رابرسېره کړه .