ادريس شاه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ادريس شاه ( سيد ادريس هاشمي) ( د ۱۹۲۴ د جون ۱۶ - د ۱۹۹۶ د نوامبر ۲۳ ) د هند نامتو پوهاند او صوٌفي ليکوال ، چې له اره یو افغان دی ، د هند په سیمله کې زېږېدلی دی . د ادریس شاه د کورنۍ لړۍ په مخينه کې د اسلام تر ستر پیغمبره حضرت محمد ( ص ) پورې رسیږي . د ده استادان او ښوونکي په ختيځ او لوېديځ کې د ده د سفرونو په ترڅ کې ځاني کسان ول . همدا راز د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې له بېلابېلو کسانو سره د ده ګڼ شمېر ليدنو کتنو پر ده او د د ه پر زدکړو لوی اغېز وکړ . نوموړي په خپل ژوند کې ډېر سفرونه کړي ، چې د صوفي لپاره د زده کړې او ودې په برخه کې یوه مهمه لار ګڼل کيږي . د تصوف له دود سره سم ، د ده ټول ژوند په تومنه کې خدمت کولو ته ځانګړی شوی وو . د ده پوهه او لېوالتیاوې پراخې وې ، هڅې او پرمختګونه يې په ډېرو هېوادو کې ، د انساني کار او کارندتیا په بېلابېلو ناڅـاپي برخو کې څرګند شول . ادریس شاه د کولتوري څېړنو د انستیتوت د پوهنې د څانګې ریس وو . دا د پوهنې د بېلابېلو برخو او کولتوري تبادلې د دوه اړخيزو اړېکو یو ښوونيز سازمان وو . دی د یو شمېر هېوادو د پاچاهانو او دولتي مشرانو سلاکار ، د روم کلوب ټولنيزې ټولنې د بنسټ اېښودونکو یو غړی ، د شاهي خیریه ټولنې غړی ، د شاهي روغتون ، د نه درملېدونکيو ناروغانو د منځۍ غړی او د اوکتاګون پرېس چاپخونې بنسټ اېښودونکی وو . ادریس شاه د کولتور د پېښليک او ودې په برخه کې د یو شمېر اثارو ليکوال دی . د تصوف په اړه یې هم يو شمېر اثار ليکلي دي . ده بېلابېل فلکلوري توکي ، چې د بېلابېلو کولتورونو جوړونکي ول ، چاپ کړي دي . ليکوال د ماشومانو لپاره کتابونه ، د ارواپوهنې ، ټولنپوهنې ، د ختيځ او لوېديځ تمدن د جوړېدو په پروسه کې د کولتورونو د دوه اړخيز کولو په برخو کې څه دپاسه ۳۰ کتابونه ليکلي ، چې له هغه شمېر څخه په سیلاني ، بيبليوګرافۍ ، د نکلونو راټولولو په برخه کې ، کومېډي اثار ، د فلسفي او وګړپوهنې ( انتروپولوجۍ ) د ځانګړنو درلودونکي کتابونه هم دي . د ادریس شاه اثار د نړۍ په ۱۲ ژبو ژباړل شوي ، چې دی یې په ټوله نړۍ کې نامتو کړی دی . د ده د کتابونو د چاپ شمېر ۱۵ ميليونو ټوکو ته رسېدلی او د ده دې اثارو ته ډېرې نړيوالې ډالۍ هم ورکړل شوې . نړیوالې رسنۍ د دغو کتابونو د چاپ په تړاو ژوندی غبرګون ښودلی ، له هغه شمېر نه د داسې ورځپانو نومونه اخیستلای شو ، لکه د نیویارک ټایمز ورځپاڼه ، ترېبیون او داسې نورې . ليکوال ادريس شاه پر خپلو اثارو ټوله کولتوريیزه او مانيزه کمپېښه ښکارنده جوړه کړې ( هم په ادبي برخه او هم په دغو اثارو کې د راپورته شویو موضوع ګانو په برخه کې ) ، چې د انسان ، په نړۍ کې د هغه د ټولنيزې او مانیزې دندې ، د هغه د طبيعت او د هغه د رسالت په اړه يې اوسنی تصور بدل کړی دی . صوفي ليکوال ادریس شاه په خپلو اثارو کې یوه پراخه هڅه کوي ، چې زموږ په زمانه او د نوي پېښليک په اوږدو کې د صوفیانو د کار او کارندتیا یو انځور وښيي . نوموړی په داسې حال کې ، چې په لومړیو وختو کې يې د پوهنيزې نړۍ د ټاکلیو استازیو او د دګم پر روحیه عیارو تیولوجیستانو مقاومت تېر کړی ، تصوف د پوهانو له دوترونو د باندې وایست . نوموړي په دې کار سره د ډېرمخو ایزوتېریستانو ( پټ پوهانو ) دې ادعا ته ، چې دوی هم غواړي په دې کار کې برخه واخلي ، رد ځواب ورکړ ، تصوف يې د پراخو مينه والو او لوستونکيو د لاسرسي وړ وګرزاوه . ادریس شاه لوستونکی دې ته رابولي ، چې د تصوف ايډیو ته نږدې شي او پر خپل ځان يې وازمويي . د ده وېښوونکی غږ د وروستیو لسیزو له ایزوتېریکي چوپیتا څخه ډېر توپیر لري . د ده اثار ژوندي دي ، اوسنۍ روحیه لري ، موږ د دوديزې ارواپوهنې ، ادبیاتو ، فلسفې او تصوفي افکارو نړۍ ته ورولي ، او په دې ډول د تصوفي افکارو او کړنو لپاره پراخ تاریخي او کولتوري ډګر پرانيزي . د ادریس شاه اثارو د لويديځ او ختيځ په ادبي او پوهنیز چاپېریال کې ډېر پراخ غبرګون وموند. د ده د کتابونو په پاڼو کې د بېلابېلو مسلو په اړه د چلند ميتودونه او بېلګې د کورټ بېلابېلو خلکو له خوا وکارول شوې او له دغو خلکو څخه يې هر یوه دغه میتودونه په خپله برخه کې وکارول . د ادریس شاه له برکته د وروستيو لسیزو په اوږدو کې د پوهنې په داسې برخو کې لکه ارواپوهنه ، ټولنپوهنه ، فلسفه ، ښوونه او روزنه ، وګړپوهنه او هنري ادبیاتو په وده کې یو ناڅاپي ټوپ او پرمختګ راغی . د ليکوال په اثارو کې د ودې اېښودل شوې هڅونې په وړاندې داسې نامتو خلکو غبرګون وښود ، لکه شاعر روبرټ ګرېیس ، ليکوالې دوریس لېسینګ ، ټولنپوه ليونارد لېوين ، ارواپوهانو ارتور دېیکمن چې د اروادرملنې د یوه ښوونځي بنسټ اېښودونکی دی ، همدا راز د انسان د مغز د ښۍ او کيڼې نیمې برخو د تيورۍ بنسټ اېښودونکی روبرټ اورنسټاین . اوسنۍ ادبپوهنې دا مالومه کړې چې صوفي دود د لویس بورګېس په پنځونه کې د الهام لپاره بنسټيزه سرچينه وه . (Giovanna de Garayalde Jorge Luis Borges: Sources and Illumination, London, The Octagon Press, 1978). یو مهال لندنۍ ورځپاڼې «Evening News» وليکل : «داسې يې تصور کړئ ، چې انشتېین د خپلې نسبیت تيورۍ یو اړخ راواخیست او پټ يې ستورپوه ته ورکړ ، بل اړخ يې هم د ساري په توګه بیولوجي پوه ته ورکړ او داسې نور . دا په بشپړه توګه احتمالي ده ، چې له دې وروسته به د پوهنې په بېلابېلو برخو کې په رښتیا هم اوښتونيز ( انقلابي ) پروسې پیل شوې وای ، که څه هم هيچا به ان دا شک هم نه کولای ، چې دا خو په اصل کې د لوی ماسټر د لاس کار دی . دا مستثنا نه ده ، چې دې ته ورته څه نن پېښیږي...ښايي چې ادریس شاه هغه سړی وي چې د صحنې شاته يې دا ډول پروسو ته خوځښت ورکړی وي ....» د ختيځ او لوېديځ ډېری پوهنتونونو او کالجونو پخپلو زده کړيزو پروګرامونونو کې ، د داسې پوهنڅانګو لکه ارواپوهنه ، ټولنپوهنه او ادبیاتو په برخه کې د ده اثار منلي او دود کړي دي . پر ۱۹۶۹ زېږدي کال د ژوندليکونو سیند ( قاموس ) په برخه کې ده ته ، بشري مفکورې ته د خدمت په خاطر ډالۍ ورکړ شوه . له نورو ډالیو څخه يې یوه هم د (( دوه زره برجسته شخصیتونه )) ( ۱۹۷۱ ز کال چاپ ) په خاطر شپږ لومړۍ ډالۍ وې ، چې د کتاب د نړيوال کال لپاره د یونسکو له خوا بېلې شوې وې ؛ دی همدا راز (( د سرو زرو مډالونو په اخیستونکو کې څوک ، څوک دی ؟ )) ( ۱۹۷۵ ز کال ) په نوملړ کې هم شامل دی . په لندن کې د ده د مړينې په اعلامیه کې ، چې د ډېیلي ټلګراف ورځپاڼې په ودانۍ کې اېښودل شوې ، داسې راغلي : «د ده اغېز ته سړی نومره نه شي ورکولای ، یانې چې انسان ناتوانه دی ، چې د ده اغېز ته نومره ورکړي ، د ده میراث نه شي اندازه کېدای . داسې وايي ، چې دی د پېړۍ د تصوف استاد وو .»

اخځونه[سمول]

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Идрис_Шах
  2. http://en.wikipedia.org/wiki/Idries_Shah