اخوان الصفا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عباسي خلافت په پير كې فلسفې يو ځانگړې او لوړ ځاى ترلاسه كړ. په ځانگړي توگه هغو رنځپوهانو، چې د رغونو پوهنو سره يې مينه لرله. پدې پير كې فلاسفه په الحاد او كفر تورن ول. له فلسفې سره تړاو د كفر په مانا ؤ.خليفه مامون الرشيد هم پدې تورنو خلكو راتلو، ځكه چې د همهغه په وينا د فلسفې ژباړه وعربي ژبې ته پيل شوه. لكه څرنگه چې ابن تيمييه رحمه الله د هغه په اړه وايي:

«زه نه منم چې څښتن تعالى به له مامون څخه بې پروا وي. بلكه پدې امت چې هغه كوم مصيبت رانازل كړې، ددې به ضروري له ده څخه بدله اخلي.»

د اخوان الصفا د ټولنې نامتو غړي

د وخت د ناخوالو له امله فیلسوفان دې ته اړ ول چې خپل خيالات او اندواند پټ وساتي، دې كار لپاره به يې پټ او سري گروپونه جوړول، چې له دې ډلې څخه (اخوان الصفا) د يادولو وړ ده.دا ډله فیلسوفان د څلورمې هجري پيړۍ په نيمايي كې په بغداد كې جوړه شوه. ددې ډلې پينځۀ غړي ول، چې نومونه يې په لاندې توگه سره دي:

د اخوان الصفا د غړو نومونه

  1. ابو الحسن محمد معشر البتي، چې د مقدسي په نامه پېژندل كېده.
  2. ابو الحسن علي بن هارون الزنجاني
  3. ابو احمد المهرجاني
  4. العوفي
  5. زيد بن رفاعه

ددې ډلې غونډې به اكثره پټې جوړېدې. زياتره به په فلسفي بحثونو خبرې اترې كېدې.

د اخوان الصفا فلسفيانه مسائل

د اخوان الصفا فلسفه په ۵۲ كتابگوټو كې راټوله ده، چې دا كتابگوټي يې په (رسائل اخوان الصفا) يادېږي. دې فلسفيانو خپل نومونه پټ ساتلي ول. دا ډله د اسلام د فلسفې ښكارندوي او استازيتوب كوي، لكه څرنگه چې دوي د خپل لومړني پوخوالي په حالت كې ول. ددې ډلې كتابگوټي په لاندې مسائلو كې ليكل شوي:

د موجوداتو مبادي او د كائناتو د اصولو په اړه يو نظر، د عالم بشپړېدنه، هيولى او صورت، طبيعت، د زمكې او اسمان څرنگوالې د زمكې كچه او د هغې بدلونونه، كون و فساد، علويه اثار، اسمان او د ستورپېژندنې پوهه او د معدنونو بشپړتيا، بوټپوهنه (علم نبات)، حيواني ځانگړتياوې، نطفه او له هغې څخه د انسان پېداېښت، د انساني ډانچې جوړښټ، حساس محسوس، عقل معقول، عملي او علمي صنايع، عدد او د هغې ځانگړتياوې، د ټنټكور هندسه، منطق او د هغهې ځانگړې، د اخلاقو اختلاف، د عدد طپيعت، د انسان عالم ستر دى، انسان كوشنې عالم دى اودا د ټولنپوهنې هنظريه د هربرټ سپنسر هم ده، اكوار، ادوار، څرنگوالې (ماهيت)، مينه او بعث، د حركاتو ډولونه، علل او معلولات، حدود او رسوم. په لنډ ډول دا كتابگوټي په شمېر پوهنې، (رياضياتو) طبيعياتو، فلسفه، الهياتو او معقولاتو په ځانگو كې ليكل شوي دي. دې كتابگوټو ته نظر اچولو څخه وروسته سړى پدې پوهېږي چې ليكوالو له ډېر غور او فكر بحث او مباحثې څخه وروسته ليكلي دي. پدې كتابوگوټو كې داسې نظريات هم تر سترگو كېږي چې په هغه وخت كې هم لدې څخه غوره نظريات نه ميندل كېدل، چې لدې ډلې نظرياتو څخه د نشو او ارتقا نظريه د يادولو وړ بولو.

معتزله ؤ او د هغوی لارویانو به دا کتابگوټي ځان سرهگرځول، په خپلو درسي کړیو کې به یې ورڅخه گټه اخیسته، په اسلامي هېوادوکې به یې له ځان سره په پټه گرځول.

د اخوان الصفا ځانگړتياوې او خپلمنځي مرستې

لكه څرنگه مو چې یادونه وکړه، د اخوان الصفا غونډې به په پټه توگه ترسره کېدې، او د فلسفې په مختلفو اړخونو به یې بحثونه سره کول، ان تردې چې یو ځانته لار یې غوره کړه.

لکه څرنگه چې ددې ډلې یو ځانته دستور ؤ، او په خپل ژوند کې یې دا دستور پلی کړې ؤ، په خپلو لارویانو کې یې دا دستور او قانون د خپرولو کوښښ کاوه، نو ددې لپاره موږ ددوي دا دستور او قانون په لنډ ډول راپېژنو، ځکه، چې پدې کې یو تاریخي حکمت پټ دی.

د اخوان الصفا د علومو سرچينې

د اخوان الصفا فلسفي نظريات

د ملگرتيا په اړه نظريات

د اخوان اصفا لپاره ښایيو چې کله څوک خپل ملگرې جوړوی، نو لومړی د هغه له حالتو څخه په بشپړ ډول ځان خبر کړي، د هغه اخلاق و ازمایي. د هغه د مذهب اوگروهو ه اړه پوښټنې وکړي، ترڅو هغه پدې پوه شي، چې ایا هغه د خلوص او مینې او رښتیاني ورورولۍ جوړولو وړ دی او که نه.

د پوهې په اړه نظريات

د اخلاقو په اړه نظريات

اخځليونه

    • تاريخ فلاسفه الاسلام. ليكوال: محمد لطفي جمعه المصري.

بهرنې تړن