احمد حسين عنايت محسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نوم مې احمد حسين دی تخلص مې ( عنايت ) دی د ننگرهار ولايت دروداتو ولسوالۍ دبټن په کلي کې په ۱۳۳۶ هش کال کې زيږيدلې يم . دمحرر محمد جمروزخان (عنا يت) ځوی اود مرحوم حضرت شاه خان لمسی يم ،

زده کړې

ديني زده کړې مې ترخپلې وسې پورې دخپل کلي په جومات کې له مرحوم ملا سيدباز څخه او بيا وروسته د حصار شاهي په جامع جومات (سلطان جومات) کې له مرحوم مولوي عبدالحکيم څخه کړيدي .

ښونځې مې له لومړني ټولگي څخه تر دولسمه پوري د روداتو د احداد په ليسه کي سر ته رسولې دې . او په ۱۳۵۴ هش کال له ښوونځي څخه فارغ شوی يم د کابل په پوليتخنيک کي مي د ودانيو د انجينرۍ زده کړه کړي ده . په ۱۳۵۹ هش کې له پوهنتون څخه فارغ شوی يم

دندې

ډير پخوا پيښور ته مهاجر شوې يم خو له خپل هيواد او خپلو خلکو څخه بي اړيکو پاتي شوې نه يم . دگران هيواد د دفاع په مقدس جهاد کې مې روحاني او عملي برخه اخيستي ده .

د مهاجرت په لومړنيو کلونو کي د فزيک او رياضي او کله کله هم د اسلامي بينش معلم وم . وروسته بيا د خيريه مؤسساتو له لاري د مهاجرينو په کيمپونو کي او بيا د افغانستان په داخل کې په ساختماني او نورو خيريه کارونو بوخت وم .

له شپږوکلونو راهيسي د برتانيه په لندن کي د مهاجرت او مسافرت شپي سبا کوم . دلته په برتانيه کي د اوسيدونکو افغانانو له ټولني سره اړيکي لرم او ددي ټولني د اجرا‌ئيه هئيت غړې يم او په ټولنه کي فرهنگي چارې سمبالوم او د اتفاق په نامه (چي د ټولني نشراتي ارگان دې) د يوي نشريي د چلولو اهتمام په غاړه لرم .


ادبي ژوند

له پخوا راهيسي کله کله د شعر ويلو پيريان راباندي کيني خو د نورو ډيرو مصروفيتونو له امله د خپلو شعرونو د ټولگې په چاپولو بريالي شوې نه يم خو يوه ټولگه چاپولو ته تياره لرم همدا رنگه په نثر هم يو کتاب مې چاپ ته تيار دې که کله پيښور يا خپل ټاټوبي ته لاړشم انشأالله چاپ به يي کړم . دټاټوبي په نامه (www.tatobay.com) يوه ويب پاڼه هم لرم . زما شعرونه کله کله په پيښور کي په پښتو پاڼو کي نشر شوي دي . دټاټو بي په وېبپاڼه کې مې هم ځېني شعرونه شته . په راتلونکي کي به تاسو ته خپل يو څو شعرونه د نشر لپاره دروليږم که خوښ مو شول اوستاسوپه تول پوره وو ، په دي پاڼه کي به ئي نشر کړۍ . شعري تخلص مي (محسن) دې .

ما سره د ټيليفوني اړيکو لپاره لانديني نمبرونه کارولای شۍ (0044 - 7727277402) او (0044 - 2085864851) برياليتوب مو له لوي خداي څخه غواړم

باندنۍ تړنې