احسان الله جرس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

احسان الله جرس د محمد ترين زوى پر 1363 ل. کال د وږي (سنبلې) پر شپږمه نېټه د کندهار ښار د لويې ويالې د "ډبرو پله" په سيمه کې زوکړى دى ، اوس د البېروني ښوونځي په اتم ټولگي کې خپلې منځنۍ زده کړې پرمخ بيايي.

لومړنى شعر يې پر 1378ل ليکلى دى؛ له نېکه مرغه جرس په ډېر وړکتوب کې د ښو شاعرانه پنځونو لپاره پياوړى مټ او لوړ استعداد لري، په لنډه موده کې يې ځان دهنرتوب او شعرتوب لويې نړۍ ته ورلنډ کړ.که څه هم دشعري استعداد غزېدو ته يې فضا ډېره تنگه وه او د پرمختگ زمينه يې ډېره نه وه برابره، خو بياهم ډېر زيار يې وگاله او ډېر خنډونه يې له خپلې لارې څخه لرې کړل، خو يو شمېر يې لا پاتې دي. که د نورو ادبي او فرهنگي ملگرو هڅونې او په دې برخه کې مرستې نه وي، دى به ونه شي کړاى د خپل کاله په تنگه فضا کې وده وکړي او يا يې څوک د هنر پر قدر وپوهېږي، د ملگرو په برکت پر ډېرو کږلېچونو او پېچومو راواوښت او خپل هنري او ادبي استعداد يې وځلاوه.

ده دقافيه وال تر څنگ ازاد شعرونه هم کښلي او اوس اوس يې د لنډو کيسو پر ليکلو هم پيل کړى دى. غزليزه ژبه او شعري توازن يې ډېر پاموړ دي،که له شعر سره يې مينه همداسې توده پاتې شوه، په راتلونکي کې به خپلې وياړمنې ټولنې ته ډېرې ښې هنري بېلگې وړاندې کړي. د جرس ځينې شعرونه په طلوع افغان ورځپاڼه، ارغندجريده، هيله، گندهارا، کندهار، خلافت او نورو مجلو کې خپاره شوي چې ډېرو خلکو ستايلي دي. جرس څه له پاسه د څو مياشتو په موده کې يوه ټولگه شاعري وړه، خو په دې وروستيو کې يې دا اندازه لږه شوې، نو هيله ده جرس يو ځل بيا پرليکلو پيل وکړي او په خپلو ښايسته شعرونو د مينه والو سترگې سړې او ذوقونه خړوب کړي.

باندنۍ تړنې

سرچينې