ابو الفضل محمد بيهقي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ابوالفضل محمد بيهقي د سلطان محمود غزنوي د ديوان رسالت نوميالی او فاضل دبير، او د ستر او نامتو دبير خواجه ابو نصر مشکان د سلطان محمود د ديوان رسالت د ريس زده کوونکی، او په دري ژبه له خورا مشهورو مؤرخانو څخه ؤ، او د تاريخي پېښو د حقيقت په ليکلو کې يې ساری نه درلود. په ۳۸۵ هـ. س. يا په ۳۸۶ هـ. س. کال د خراسان د بيهق د حارث آباد په کلي کې زېږېدلی دی، ځکه چې د ۴۵۰ هـ. س. کال د پېښو ليکلو په وخت کې ليکي: «عمر من ۶۵ آمده» (زما عمر ۶۵ راځي) چې په دې حساب بايد ۳۸۵ هـ. س. کال کې زېږېدلی وي. خو بل ځای د ۴۰۲ هـ. د پېښو په وخت کې ځان شپاړس کلن بولي چې په دې حسان نو بايد په ۳۸۶ هـ. س. کې دنيا ته راغلی وي. [1]

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې په نېشاپور کې کړي بيا يې د آل سبکتگين دربار ته لار وموندله، او په ۲۷ کلنۍ کې د سلطان محمود غزنوي د رسالت په ديوان کې د ابو نصر مشکان تر لاس لاندې د دبير په حيث وټاکل شو. د سلطان محمود تر مړينې وروسته چې سلطان مسعود له اصفهانه د غزني خوا ته راته ابوالفضل بيهقي د خپل استاد ابو نصر مشکان سره پر همغه کار پاتې ؤ او بيا نو دا استاد او شاگرد د سلطان محمود په ټولو سفرونو کې ورسره وو.

ابوالفضل بيهقي د خپل استاد ابو نصر مشکان ډېر نژدې معتمد ؤ او نولس کاله يې د هغه سره کار کړی، او د خپل استاد ټول مهم ليکونه ده پاکنويسول، او هغه وخت چې د ده استاد په ۴۳۱ هـ. س. کې مړ شو، نو دی خپل نژدېوالی هغه ته داسې بيانوي:




سرچينې

  1. تاريخ بيهقي - د ۱۳۲۴ هـ. ل. کال چاپ - ۱۷۹ او ۲۰۹ مخونه