ابو الفتح الشهرستاني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
أبو الفتح الشهرستاني
نوم عبد الكريم بن أبي بكر أحمد
كنيت أبو الفتح
نسب الشهرستاني
الأصل عجمي د خراسان
د زوكړې كال 476 ز يا 469 ز يا 479 ز
د مړينې كال 548
ګروهه يې اشعري
فقهي مذهب يې شافعي
علمي لقبونه يې المتكلم او مفسر
مشهور كتابونه يې د الملل والنحل كتاب [1]

ابو الفتح الشهرستاني د الأشاعرة سترو اشعري علماو څه ګڼل كېږي، چې د اسلامي ميراث لپاره يې په درځنونو مشهور كتابونه پرېښي.

پېژندنه[سمول]

د علامه شهرستاني بشپړ نوم ابو الفتح تاج الدين عبد الكريم بن ابي بكر احمد (په شهرستاني پېژندل شوې)، چې شهرستاني د پخواني خراسان يو مشهور ښارشهرستان له وجې پدې نوم نومول شوې.

ډېرى عرب ليكوالان پدې آند دي، چې دۍ له آره عجمي اسلامپوهانو څخه و.

زوكړه يې[سمول]

زياتره څۍړونكي د شهرستاني د زوكړې په ځاى او مړينې په كال كې سره يوه خوله دي، خو دده د زوكړې په نيټۀ كې بيا اختلاف ليدل كېږي. دوي پدې سره سلا كړې، چۍ شهرستاي د شهرستان په ښارګوټي كۍ زېږۍدلۍ دي.

مګر دده د زوكړۍ په كال كې بيا سره بډوالى (اختلاف) په لاندې ډول تر سترګو كېږي:

1 - لومړې 476 هجري سپوږميز كال.

2 - دويم 469 هجري سپوږميز كال.

3 - درېيم 479هجري سپوږميز كال.

مړينه[سمول]

څۍړونكي د شهرستاني د وفات په ځاى كې يوه خوله دي، چې هغه شهرستان دى، خو د مړينې كال يې بيا شكمن دى، خو له دې سره سره بيا هم 548 ز كال ښودل كېږي.

دا نيټې معقولې ندي، بيا كتنې ته اړتيا لري.

علمي پرمختګ[سمول]

شهرستاني په كوچنيوالي كې د زده كړې ترلاسه كولو ته مخه كړې وه، او په لومړي ځل لپاره يې د كور كلي دود و دوستور سره سم شرعي علومو زده كړې ته مخه كړه. القرآن، تفسيره، الحديث، الفقه او داسې نور علوم يې ترلاسه كړل.




علمي منزلت[سمول]

علامه شهرستاني د يوه ستر علمي منزلت څښتن و، د وخت نامتو دينپوهانو په ښكلو او له مانا څخه ډكو لقبونو باندې نازولې و، چې موږ به يې يو څۀ په لاندې توګه يادونه وكړو:

الفقيه - المتكلم - الأصولي - المحدث - المفسر - الرياضي - الفيلسوف - صاحب التصانيف ، او حافظ الذهبي په( العلامة ) باندې ونوماوه.


علمي سفرونه[سمول]

علامه شهرستاني د پوهې او زده کړې ترلاسه کولو لپاره د اسلامي نړۍ سترو ښارونو لکه د افغانستان ځینو ښارونو، مکه مکرمه]]، بغداد او داسې نورو ته سفرونه کړي او د هغه پیر له کره پوهانو څخه یې مروجه زده کړې ترلاسه کړې.

هغه پوهان چې علامه ورڅخه زده كړې وكړې[سمول]

علامه شهرستاني د وخت له نامتو پوهانوڅخه زده كړې ترلاسه كړې چې په لاندې توګه يې د ځينو نومونوه راوړو:


  1. - أبو القاسم الأنصاري : له دې عالم څخه يې تفسير او د كلام علم ترلاسه كړ.
  1. - أبو الحسن المديني : لدې عالم څخه يې نبوي حديث ترلاسه كړل.


  1. - أبو المظفر الخوافي : لدې عالم څخه فقه ترلاسه كړه.
  1. - أبو نصر القشيري : لدې عالم څخه يې فقه او اصول فقه او د كلام علم ترلاسه كړ.


اثار او لیکنې[سمول]

علامه شهرستاني په ښکلو او علمي لیکنو کې ماهر پېژندل کېده، ده په مختلفو علومو په فنونو کې لیکنې کړي، چې په لاندې ډول به یې یادونه وکړي:

  • تفسیر، فقه، علم کلام، فلسفه، تاریخ، فِرَق او ادیان. پدې علومو کې یې څه باندې ۲۰ پوهنیې او څېړنیز اثار پرېښي.

- الملل والنحل : دا کتاب یې په فلسفي او مذهبي ډلو ټپلو (فرقو) باندې لیکلې، چې تر نن ورځې پورې یې خپل ارزښت په هماغه ډول ساتلې، او د یوې سرچینې په توګه کارول کېږي.

- نهاية الإقدام في علم الكلام : دا کتاب یې د فلسفې او علم کلام د زده کړې په منع کې لیکلې دی.

- مصارعة الفلاسفة : د مصارعې کتاب یې هم په فیلسوفنو باندې نقد او رد دی.

- مجلس في الخلق والأمر : په پاړسي ژبه.

- بحث في الجوهر الفرد : دا مقاله یې د فلسفي موضوعاتو (جوهر او فرد) پورې اړوند ده.

- شبهات أرسطو و برقلس وابن سينا : دا کتاب یې هم د فلاسفه و په در کې لیکلې.

عقیدوي مذهب یې[سمول]

د علامه شهرستاي عقیدوي مذهب اشعري مذهب دی، لکه څرنګ چې دده له لیکنو څخه په روښانه ډول ښکاري، دې اشعري مذهب ته مایل سړی و. د الملل و النحل او نهایت الاقدام فی علم الکلام کتابونه د اشعري ګروهې په ننګه او د مخالفینو په ضد خپل دلایل او براهین وړاندز کوي. نو دا کتابونه پدې خبره ښه دلیل کېدای شي، چې علامه شهرستاني یو اشعري عالم و. بله خبره چې باید په پام کې ونیول شي، هغه دده د ښوونکو ده، چې ټول همدې یوې ډلې پورې تړلي کسان ول.


ځینې عقیدوي رای یې[سمول]

أراء الشهرستاني العقائدية هي موافقة تماماً للمذهب الأشعري .

فمن آراء الشهرستاني العقدية :

1 - إثبات وجود الله ومعرفته عن طريق العقل .

2 - إثبات أسماء الله الواردة في القرآن والسنة ، ونفي الصفات الواردة في القرآن الكريم عدا سبعة صفات كما هو مذهب الأشاعرة .

3 - التحسين والتقبيح شرعيان وليسا عقليان .

4 - نفي الحكمة والتعليل عن أفعال الله .

5 - إثبات أفعال العباد وفق نظرية الكسب عند الأشاعرة .

6 - تعريف الإيمان هو التصديق .

وقوعه في الحيرة والاضطراب[سمول]

وقع الشهرستاني باعترافه في كتابه ( نهاية الإقدام ) في الاضطراب والحيرة نتيجة تعمقه في الفلسفة وعلم الكلام ، حيث أنه أعلن ندمه في الخوض في الإلهيات عن طريق الفلاسفة والمتكلمين .


من مصادر ترجمته[سمول]

ډۍرې پخواني او اوسني څېړونكي شته، چې د علامه شهرستاني له ليكنو څخه يې ګټه اخيستې، او دده په اړه يې هم ليكنې كړي، دا سرچينې په لاندې ډول دي:

- معجم البلدان لياقوت الحموي .

- وفيات الأعيان لابن خلكان .

- سير أعلام النبلاء للذهبي .

- طبقات الشافعية الكبرى للسبكي الابن .

- طبقات الشافعية للأسنوي للأسنوي .

- النجوم الزاهرة لابن تغري بردي .

- طبقات الشافعية لابن قاضي شهبة ابن قاضي شهبة .

- الشهرستاني وآراؤه الكلامية للدكتور بدران .

- دائرة المعارف الإسلامية .

او داسې نور ډېر كتابونه چې ددې ستر عالم په اړه ليكل شوې دي.

سرچينې[سمول]

- د ( منهج الشهرستاني في كتابه الملل والنحل ) كتاب، ليكوال: استاذ محمد بن ناصر السحيباني .