ابوبکر رازي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوبکر محمد بن يحيى بن زکريا الرازي افغان عالم او طبيب (ح. 250 هـ/864 م - 5 شعبان 311هـ/19 نوفمبر 923 م)، چې د ری په ښار کې زېږېدلی. رازي د خپل پېر له نامتو او سترو انساني رنځپوهانو څخه گنل کېدو، لکه څرنگه چې زېگرېډ هونگ په خپل کتاب (د څښتن لمر چې په لودیځ وغوړېد) کې لیکي چې ده یو کتاب(الحاوي في الطب) لیکلی و چې د یونانیانو له پېره رانیولی تر دده وخته (925ز) پورې ټول طبي موضوعاتو اړوند علوم یې په کې رانغښتي وه. او له دې نیټې وروسته یې د ۴۰۰ کلونو لپاره په اروپایي هېوادونو د یوې سرچینې په توگه ځان وپېژانده چې په حقیقت کې ټوله اروپا دده د طبي پوهې څخه د پېړیو پېړیو لپاره گتندویه شوه. [۱]

د شمېرپوهنې، طب، فلسفه، ستورپوهنې، کيميا، منطق اوادب کې یې زده کړې وکړی.

دی په ری کې مشهور شو، ښارونو ته یې سفرونه وکړه، په ری ښار کې د روغتون رییس پاتې شو، او په مختلفو علومو او هنرونو کې یې کتابونه او کتابگي وکښل او خپل ځینې کتابونه یې لاتیني ژبې ته هم وژباړل چې دا کتابونه یې تر اوولسمې پېړۍ پورې د طب په څانگه کې معتبرې سرچینې گڼل کېدی چې له سترو کتابونو یې د طب تاریخ، المنصور کتابونه په طب کې او د "الأدوية المفردة" چې د انساني غړو د تشریح په اړه یې کښلی و، له سترو کتابونو څخه گنل کېږي. د جراحۍ په څانگه کې چې کوم انقلابي کارنامه د لومړي ځل لپاره وکړای شوه، او هغه د ټپونو او زخمونو گنډل وه، نو هغه هم د رازي په وسیله د جراحي طب نړۍ ته راوپېژندل شوه. له دې سره په څنگ کې یې د مرهم هم د لومړي ځل لپاره جوړ کړه چې د صیدلة په نامه یې /// چې د ... علم په پرمختگ کې چې یوه کیماوي ماده ده هم ژور او لومړنی رول لوبولی دی. له دې سترو کارنامو پرته یې تر ۲۰۰ ټوکو مختلف النوعه کتابونه په مختلفو فنونو او هنرونو کې کښلي دي.

سرچینې

  1. الفصل الثالث: أحد أعظم أطباء الإنسانية على الإطلاق، صفحة 243، الترجمة العربية، الطبعة الثامنة، دار الجيل "بيروتشمس الله تشرق على الغرب، زجريد هونکة