آیت الله سيستاني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
آیت الله سيستاني

آیت الله سيستاني د 1349ه کال د ربيع الاول په نهمه نيټه د مشهد په ښار کې وزیږید . د پلار نوم يې محمد باقر او نيکه يې سيد علي ناميدۀ، هغوي په نجف کې د مولی علي نهاوندي له شاګردانو څخه، او په سامراء کې د مجدد شيرازي له شاګردانو څخه بيا د مرحوم سيد اسماعيل صدر له خصوصي شاګردانو څخه وګرځيدل او د 1308ه کال په خوا و شا کې د مشهد ښار ته راستون شول او په همدې ځاي کې پاتې شول او د شيخ محمد رضا ال ياسين له شاګردانو څخه سول.

د دوي کورنی د صفويانو په دور کې په اصفهان کې وسيدل چې د حسين صفوي له اړخه د دوي نيکه سيد محمد په سيستان کې د شيخ الاسلامي په منصب ولګيد، هغوي هلته لاړل او سره د کورنۍ هماغه ځاي پاتی شول.

د ابتدايي علومو مقدمات او سطح د زده کړې نه وروسته ځينې معلمانو او ښوونکو سره د عقلي علومو په زده کړې بوخت شو، بيا په 1328 کال کې يې د قم ښار ته مهاجرت وکړ او د بروجردي(ر) نه يې په فقه او اصول کې ډيره ګټه اوچته کړه ، همدارنګ د فقيه او عالم فاضل سيد حجت کوهکمري (ر) او ګڼ شمېر نورو مشهورو عالمانو سره په درسونو کې ګډون وکړ.

په 1371ﻫ کال کې له قم نه نجف ته مهاجرت وکړ چې د صفر د مياشتې په شلمه نيټه کربلا ته ننوت. بيا يې نجف ته سفر وکړ او د بخارائي مدرسې ته ورغې او همدلته ايسار شو چې د لويو معلمانو د اصول او فقه په درسونو کې يې ګډون .

په 1380ﻫ کال کې يې خپل وطن مشهد ته د بېرته ستنيدو اراده وکړه او له دې کبله چې هلته يې د پاتې کيدو اراده درلوده نو د هغوي معلمانو ايت الله خوئي او شيخ حسين عاملي هغوي ته د مجتهد شونې ګواهي ورکړه او همداراز لوي محدث اقا بزرګ طهراني هم، په علم رجال او حديث کې د هغه په پوهې ګواهي وليکه.

هغوي په 1381ﻫ کال کې نجف اشرف ته ستانه شول او سره د راتلو يې د شيخ انصاري د کتاب مکاسب په ښودنې شورو وکړه او ورپسې يې د طهارت باب له شرح عروه څخه او ډير يې د نمانځه کتاب وښوده او په 1480ﻫ کال کې چې کتاب صوم يې تر پاي رسولې ؤ د اعتکاف کتاب په شرح يې شورو وکړه.

علمي غوره والې

ايت الله سيستاني به هميشه د خپلو معلمانو په درسونو کې خپل هوش او اوښيارتيا ښودله او د خپلو جماتيانو نه به وړاندې ؤ هغه په نيوکو، بيدارې، د فقې او رجال په مسئلو کې ډير تحقيق او لټون او د زده کړې د کار په دوام کې او د ډيرو نظريو په پيژنګلو، د حوزې په بيلا بيلو علمي ډګرونو کې بيلګه مهارت وښودۀ، د ويلو وړ دې چې سيستاني او شهيد صدر تر مينځ په حوزې کې علمي غوره والې او ډير رقابت ؤ، دې خبرې ته د هغوي د دوو معلمانو ابوالقاسم خوئي او علامه حسين حلي ليکلي شويو اجتهادي ګواهې نه رسيږو.

د هغوي ليکل شوي کتابونه

تقريباً 34 کاله وړاندې ايت الله سيستانيد فقه اصول او رجال د درسونو په ښودنې شورو وکړه او د مکاسب، طهارت، صلوة، قضاء او خمس ځينې بحثونه او د فقې ځينې قواعد، لکه ربا، تقيه او الزام، يې هم ترسره کړل. هغوي د اصول درس په درې دورو کې ترسره کړ چې د دورې ځينې بحثونه لکه د اصول علمي او د تعادل او تراجيح بحث او همدارنګ د فقې ځينې بحثونه او د نمانځه د بحث ځينې سپرکي او د الزام او د تقيې قاعده د چاپ لپاره تيار دي. همداراز هغوي د خپلو معلمانو ټول تقريرات وليکل.

د هغوي فکري اثرات:

ايت الله سيستاني صرف د فقې عالم نه ؤ بلکه هغه يو هوښيار او عاقل کس ؤ چې د سياست او اقتصاد په ميدان کې يې يو بيلګه نظر درلود. هغوي د جامعه شناسې په علم کې ګټه ورې نظريې لري او هميشه د اوسني دور د حالاتو نه چې په اسلامي غونډې حکومت کوي خبر لري. د ويلو وړ دې چې هغوي کله د 1409هـ کال په 29 نيټه د خپل معلم مرحوم ايت الله سيد ابوالقاسم خوئي پوختنې ته تللي ؤ نو استاد ړرته وفرمايل چې زما په ځاي په مسجد حضراء کې امامتي کوه خو هغوي قبوله نه کړه، خو استاد پرې ټينګار وکړ او وي فرمايل:"که ما کولی شوی نو لکه څنګه چې مرحوم حاج اقا حسين قمي حکم کولو ته مې مجبورولې" خو بيا هم هغوي څو ورځې وخت وغوښتل او د 1409هـ کال د جمادي الاول د پينځمې نيټې نه يې امامتي شورو کړه او 1414هـ کال تر اخري جمعې پورې چې کله مسجد خضراء بند شو امامتي ورکوله. هغوي حج په ځاي راوړلو لپاره په 1384هـ کال او دوه ځله په 1450هـ او 1406هـ کال کې بيت الله الحرام ته تللي دي.

د هغوی مرجعيت

د نجف اشرف له ځينې معلمانو څخه نقل شوې ده چې ځينو عالمانو د ايت الله سيد نصرالله مستنبط د وفات نه وروسته ايت الله خوئي ته وويل چې د نجف اشرف د ديني حوزې د مرجعيت د ځاي ناستي لپاره شرطونه کيږدي، هغوي ايت الله سيستاني د خپل علم، پاکې لارې او ښې عقيدې له کبله انتخاب او خوښ کړ. اول يې د ايت الله خوئي په ځاي نموځ وکړ بيا يې د ايت الله خوئي په مسلک (عقدې) او رسالې باندې بحث او ليکل شورو کړل د ايت الله خوئي د وفات نه ورسته ايت الله سيستاني يو له هغې کسانو څخه ؤ چې په ايت الله خوئي باندې يې د جنازې نموځ وکړ او له دې وروسته يې د ديني حوزې مشري په لاس واخستله او اجازتونه ورکول (د خمس او زکات او نور) د مالونو تقسيمول او د ايت الله خوئي له ممبر نه يې په حضراء جمات کې درس شورو کړ.،