آکونیټوم ناپېللوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Aconitum napellus
آکونیټوم ناپېللوس
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Ranunculaceae
جېنس Aconitum

آکونیټوم ناپېللوس (Aconitum napellus) یو زهرلرونکي او درملي بوټي دي چې په اروپا او امريکا کې د غرونو په سیمو کې شنه کېږي.[۱]

توصيف[سمول]

آکونیټوم ناپېللوس د Ranunculaceae په کورنی او د Aconitum په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي یی ۱۵۰ سانتیمتره دي او مستقیمه ساقه لري. گلان یی شین رنگ لری. دغه بوټي د جون څخه تر اگسټ پورې گل کوي. دغه بوټي د لوندو او آسید لرونکو مځکو سره مینه لري او په لمر لرونکو ځايونو كې ښه وده كوي. آکونیټوم ناپېللوس یو شمیر زهرلرونکي توکې لکه القلويدونه akonitin، napellin, lykoktonin, mesakonitin, hypoakonitin چې په ځانگړي ډول په پاڼو او مونډو کې دي. د دغو القلويدونو څخه آکونيټين تر ټولو آغېزمند او خطرناک نباتي زهر دي. د دي زهر وژونکي مقدار د انسانانو لپاره ۳ -۶ میلیگرامه دي. هر انسان د آکونیټوم ناپېللوس د پاڼو تر خوړلو وروسته تنفسي سترونزې لري او د زړه کارونه یی کم کېږي او تر څو بجو پورې مړ کېدلای شي.

آکونیټوم ناپېللوس په طب کې[سمول]

آکونیټوم ناپېللوس د نقرس، سترگو التهابونو، نیم سری د علاج لپاره کارېږي. دغه درمل تبه کم کوي او د گریپ پر ضد هم کارېدلای شی. آکونيټين په تیرو کې په طب کی د دردونو او التهابونو لکه آرتروز، عصبي التهابونو پر ضد کارېده.[۲]

سرچینې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Om%C4%9Bj_%C5%A1alamounek
  2. http://botanika.wendys.cz/kytky/K153.php