آيزاک نيوټن

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
آيزاک نيوټن

آيزاک نيوټن (په انگرېزي: Sir Isaac Newton) يا سر اساک نيوټن (۲۵م د ډسمبر ۱۹۴۲ـ ۲۰م مارچ ۱۷۲۷) يو انگرېز پنځپوهاند (فيزيکپوه) او شمېرپوهاند و . دی د پوهنې په پراخ ډگر کې ډېر اغېزمن پوهنيال او ساينسپوه گڼل کېږي . ده په ساينسي ډگر کې بنسټيزه پاڅون هله رامنځته کړ کله چې يې لومړنی کتاب د شمېرپوهنې فلسفي او طبعي تگلارې په نوم راووېست . دا کتاب په کال ۱۶۸۷م زېږديز کې خپور شو او د لرغوني ميخانيک او تخنيک د بنسټ خښته يې کېښوده .د نيوټن پرنسپيه يا ليکنې تگلارې د خوځښت قانونونه او په کايناتو کې د مقناطيسي تړاؤ يا گراويټي تړاؤ پر سر بحث رامنځته کړ چې د پنځپوهنې د ډگر روان حالت يې درې پېړۍ تود ساتلی . د نيوټن څېړنه پدې هم ولاړه وه چې د يو څيز خوځښت په مځکې باندې او يا اسماني ـ بدنو (غونډالو، اجرامو) د خوځښت تشريح په همدې پرنسيپيه مخانيکي تگلارې روښانېږي . نيوټن د کپلر په قانون بيا کره کتنه وکړه او هاغه شکمنه تگلاره يې له منځه يوړه چې له مخې يې مقناطیسي سېک يا مځکې گراويټي او ټولو کايناتو يې د لمر په مدار او خوا گڼل .

مخينه

ايزاک نيوټن د جوليان کليز له مخې په انگلينډ کې د کرسمس په ورځ يانې ۲۵م د ډسمبر کال ۱۶۴۲م کې په ولستورپ سیمه کې زېږېدلی . ولستورپ د لنکولن شاير ولسوالۍ پورې تړلی . هغه درې مياشتې وروسته د خپل د پلار له مړينې وزېږېد . پلار ېې يو بډای بزگر و چې نوم ېې هم ايساک نيوټن و . داچې خپل د زېږون د نېټې څخه دمخه زېږېدلی و نو په جوسې او بدن وړوکی ماشوم و . مور يې هنا آيسکوف نومېده . کله چې ايساک نيوټن د درې کلو شو نو مور ېې بيا واده وکړ او خپل زوی یې د هغه مورنۍ انا ٫ مارجري ايسکوف٬ ( پلاس يې نيوټن زېږېدلی و) ته وسپاره . ځلمکي نيوټن خپل پلندر نه خوښېده او خپلې مور سره یې د پلندر پر سر نه وه جوړه .نيوټن د دولسو کلو عمر څخه نيولې تر اولس کلو پورې د کنگز ښوونځی ، گرانتهم سیمې کې زده کړې وکړې . په ۱۶۵۹ م زېږدي کې دی له ښوونځي څخه ووېستل شو او بيا وروسته په ولستورپ ـ بای ـ کولسټرورت کې خپلې مور سره اوسېده . مور يې يوځل بيا کونډه شوې وه او غوښتل يې چې نيوټن څخه بزگر جوړ کړي ، خو د نيوټن بزگري نه خوښېده . د کنگز ښوونځي يو استاد د نيوټن مور ته مشوره ورکړه چې دی بېرته يوه ښوونځي ته واستوي تر څو خپلې زده کړې بشپړې کړي . دی په ښوونځی کې نورو ماشومانو ډېر ځوراوه د همدې نورو ځلميو سره د بډوالي او ضد له کبله خپل په زده کړو کې لا گړندی شو څو د ښوونځي تر ټولو تکړه زده کوونکی شو . د کېمبرج يو ساپوهاند د نيوټن په هکله داسې انگېري چې د اسپرگر ساينډروم ناروغي يې درلوده.

زده کړې

ساينسي ډگر کې يې ونډه

د خوځښت لومړنی قانون

د خوځښت دوهم قانون

د خوځښت درېیم قانون

پاتې ژوند

ليکلي اثار

لاسته راوړنې او ستاينيزې

د نيوټن په نوم غټې ټولنې او رسمي وياړنې

سرچينې

http://en.wikipedia.org/wiki/Isaac_Newton