آلانين ټرانس امينېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آلانين ټرانس امينېز يا ALT د ټرانس امينېز د ډلې يو اېنزايم دی. د دې اېنزايم دويم نوم سېروم گلوټامېک پايرووېک ټرانس امينېز (SGPT) يا آلانين امينوټرانسفېرېز (ALAT) هم دی.

دا اېنزايم د وينې په پلازما او د بدن په نورو ووبونو کې موندل کېږي، خو تر ټولو زيات د دغه اېنزايم تړاؤ د ځيگر سره دی. دا اېنزايم د آلانين څرخ د دوؤ برخو په کټلايز کولو کې کارېږي.

د دې اېنزايم دنده[سمول]

آلانين ټرانس امينېز د الانين نه تر الفا-کيټوگلوټارېټ ته د امينو ډلې لېږدېدل کټلايز کوي، چې د دې کيميايي تعامل په نتيجه کې پايرووېټ او گلوټامېټ رامېنځ ته کېږي چې دا وروستي لاس ته راغلي امينو اسيدونه بېرته د ټرانس امينېشن تعامل په مرسته وړاندې او وروسته کېدلای شي.

گلوټامېټ + پايرووېټ الفا-کيټوگلوټارېټ + آلانين
آلانين ټرانس امينېز

کلينيکي ارزښت[سمول]

په کلينيکي لحاظ دا يو اهم اېنزايم دی چې د ځيگر د کړنو په تشخيصي آزمېښت کې او د ځيگر د روغۍ او ناروغۍ په پېژندلو کې په کلينک کې د عامو لابراتواري آزمېښتونو په کتار کې راځي. په تشخيصي توگه، دا اېنزايم تل د يونټ/ليتر يا (U/L) په يوون سره مېچل کېږي.

د دې اېنزايم لوړه کچه[سمول]

د وينې په پلازما کې د ALT اېنزايم لوړه کچه د يو ډول ناروغۍ د حالت لکه ويروسي هېپاټايټس، کانجېسټيو هارټ فېليير، د ځيگر صدمه، د سفرا د نلۍ ستونزې، مونونيوکلوسېز انتان او د مايوپاتۍ شتون څرگندوي. نو په همدې خاطر، ALT د ځيگر د ناروغيو په تشخيص کې د لابراتواري کتنو يوه اهمه برخه جوړوي. خو د ALT لوړه کچه ضرور نه ده چې تل د يو ډول ناروغۍ سپارښتنه وکړي. د ورځې په اوږدو کې د ALT په کچه کې ښکاره بدلون يو نورماله کار دی او په ځانگړې توگه د فيزيکي تمرين په وخت کې په پلازما کې د ALT کچه په څرگند ډول لوړېږي.[۱].

کله چې د ALT کچه په وينه کې لوړه ښکاره شي، نو د دغه اېنزايم د لوړوالي د سببونو د موندلو لپاره د نورو اېنزايمونو د کچې مېچنه بايد ترسره شي تر څو په يوه کس کې د بېلابېلو رنځونو د شتون احتمال نور هم دقيق او مشخص او روښانه شي. د ساري په توگه د ځيگر د ژونکو د تخريب او د سفرا د نلۍ د ناروغيو تر مېنځ د توپير لپاره د الکلاين فاسفاټېز د اېنزايم مېچنه يو اړين شرط دی. په همدې توگه د مايوپاتۍ اړونده د کرياټينين کاينېز د اېنزايم مېچنه ضروري کار دی. داسې ډېر درمل هم شته چې د ALT کچه لوړوي، د مثال په ډول زېليوټون.

For years, the American Red Cross used ALT testing as part of the battery of tests to ensure the safety of its blood supply by deferring donors with elevated ALT levels. The intent was to identify donors potentially infected with Hepatitis C ("non-A non-B Hepatitis") because there was no specific test for that disease at the time. With the introduction of second generation ELISA antibody tests for Hepatitis C, the Red Cross changed the ALT policy. As of July 2003, donors previously disqualified for elevated ALT levels and no other reason may be reinstated as donors by contacting the donor counseling department of their regional Red Cross organization[۲].

دا هم وگورۍ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. Paul T. Giboney M.D., Mildly Elevated Liver Transaminase Levels in the Asymptomatic Patient, American Family Physician.
  2. "Red Cross Donor Requirements". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې[سمول]