آزربایجان
- د سهېل لوېديځ ايران د سيمې لپاره، ايراني آذربايجان وګورۍ.
| د آذربايجان جمهوريت
Azərbaycan Respublikası
|
||||||
|---|---|---|---|---|---|---|
|
|
||||||
| ترانه: Azərbaycan marşı (کينډۍ:Lang-en) |
||||||
|
نخشه
موقعيت
Location of آزربایجان (green)
on the European continent (dark grey) — [Legend] |
||||||
| پلازمېنه (او لوی ښار) |
باکو کينډۍ:Coord |
|||||
| رسمي ژبه(ژبې) | آذربايجاني | |||||
| وګړنوم | Azerbaijanis | |||||
| حکومت | جمهوري ولسمشريز | |||||
| - | ولسمشر | Ilham Aliyev | ||||
| - | لومړی وزير | Artur Rasizade | ||||
| جوړښت او خپلواکي | ||||||
| - | Atabegs of Azerbaijan | 1135 |
||||
| - | Azerbaijan Democratic Republic established | May 28, 1918 |
||||
| - | Azerbaijan Soviet Socialist Republic | April 28, 1920 |
||||
| - | Independence from the Soviet Union Declared
Completed |
August 30, 1991 October 18, 1991 |
||||
| ارتوالی | ||||||
| - | ټولټال | 86,600 کيلومتر2 (113th) 33,436 sq mi |
||||
| - | اوبه (%) | 1.6% | ||||
| د وګړو شمېر | ||||||
| - | 2010 estimate | 9,047,000[1] (90st) | ||||
| - | 1999 census | 7,953,438[2] | ||||
| - | ګڼه ګونه | 103/km2 (104th) 264.1/sq mi |
||||
| GDP (PPP) | 2009 اټکل | |||||
| - | ټولټال | $85.770 billion[3] | ||||
| - | Per capita | $9,564[3] | ||||
| GDP (nominal) | 2009 اټکل | |||||
| - | ټولټال | $43.111 billion[3] | ||||
| - | Per capita | $4,807[3] | ||||
| Gini (2006) | 36.5 (58th) | |||||
| HDI (2007) | ▲ 0.787 (medium) (86th) | |||||
| د وخت سيمه | AZT (UTC+04) | |||||
| - | اوړی (DST) | (UTC+5) | ||||
| د موټر چلولو سمت | right | |||||
| د انټرنټ مخکښ شپول | .az | |||||
| پيل ګڼ | 994 | |||||
د آذربايجان جمهوريت (آذربايجاني: Azərbaycan يا Azərbaycan Respublikası) په قفقاز کې يو هېواد دی چې د اروپا او سوېل لوېديځه آسيا په منځلاره کې پروت دی. دا هېواد کاسپين سمندرګي سره ساحل لري. دا هېواد په سهېل کې د روسيې سره، د جيورجيا سره په سهېل لويديځه لورې، د ارمنستان سره په لويديځه خوا او په سوېل کې د ايران سره خپلې پولې لري.
د ناخشيوان خپلواکه جمهوريت چې د آذربايجان ادعا ورباندې ده، سهېل ختيځه کې د ارمنستان سره، په سوېل لويديځه کې د ايران سره او په سهېل لوېديځه کې د ترکيې سره ګډې پولې لري.
آذربايجان يو غېر مذهبي حکومت لري، او د 2001 زېږيز کال راپدې خوا د اروپايي قونسل غړيتوب لري. ددې هېواد ډېرکي وګړي شيعه مسلمانان دي او د غربي ترکي توکمه خلګ دي چې د آذربايجاني په نوم او يا هم په ساده ډول د آذري په نوم يادېږېي. دا هېواد په رسمي توګه مخ په ډيموکراسۍ روان دی، خو په کلکه توګه اقتدار پلوی قانون پلي کوي.
نيوليک |
ځمکپوهنه
اداري وېشنې
آذربايجان په ۵۹ رايونونو (rayonlar، مفرد rayon) يا سيمو، ۱۱ ښاري ناحيو (şəhərlər، مفرد şəhər)، او يو خپلواک جمهوريت (muxtar respublika) چې د ناخشيوان په نامه يادېږي وېشل شوی دی،[4] چې بيا هم د ناخشيوان خپلواکه سيمه په خپل وار په ۷ رايون او يو ښار وېشل شوی. د واليانو ګومارل د آذربايجان د ولسمشر دنده ده، خو د ناخشيوان حکومت بيا د ناخشيوان د خپلواکه پارلمان لخوا ټاکل کېږي. د نورو سيمو حکومتونه لکه هغه ښارونه چې د ارمنيانو په ولکه کې راغلي لکه خانکيندي او شوشا هم د هېواد نه دباندې خپل سيمه ايز واکونه ټاکي.[5]
طبيعي منظرې
آذربايجان د نورو هېوادونو سره ټولټال ۲،۶۴۸ کيلومتره اوږده زمکنۍ پوله لري. چې د دغې شمېرې نه ۱۰۰۷ کيلومتره اوږده پوله د ارمنستان سره، ۷۵۶ کيلومتره اوږده پوله د ايران سره، ۴۸۰ کيلومتره اوږده پوله د جورجيا سره او ۳۹۰ کيلومتره اوږده ګډه پوله د روسيې او تُرکيې سره لري.[6] دغه هېواد کاسپين سمندرګي سره هم تړلی دی او د دغه هېواد سمندري لمن ۸۰۰ کيلومترو پورې رسېږي. همدا شان د سوروالي له مخې د آذربايجان تر ټولو پراخه سيمه د کاسپين سمندرګي يوه برخه جوړوي چې ټولټال ۴۵۶ کيلومتره سوروالی لري.[6] د آذربايجان وچه له سهېل نه تر سوېله پورې ۴۰۰ کيلومتره اوږده او له لوېديځه تر ختيځه پورې ۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري. د آذربايجان د هغو درې غرونو لړۍ چې ددې هېواد نژدې ۴۰٪ برخه جوړوي، د لوی قفقاز، وړوکي قفقاز او د تاليش د غرونو په نامه يادېږي.[7] د آذربايجان د غرونو تر ټولو جګه څوکه د بازاردوزو غر دی چې د سمندر له هوارې نه ۴،۴۶۶ متره لوړوالی لري. خو د دغه هېواد تر ټولو ټيټه سيمه د کاسپين په سمندرګي کې پرته سيمه ده چې د سمندر له هوارې -۲۸ متره په ټيټه کې پرته سيمه ده. د نړۍ په ټولو خټينو اورښيندونکو سيمو څخه نيژدې نيمه برخه خټين اورښيندونکې سيمې په آذربايجان کې دي.
د آذربايجان د اوبو په اهمو سرچينو کې ددغه هېواد د هوارې اوبه شاملې دي چې په ۸،۳۵۰ رودونو کې يواځې ۲۴ رودونه دي چې د ۱۰۰ کيلومتر نه هم ډېر اوږدوالی لري.[7] همدا ټول رودونه بيا د کاسپين سمندرګي ته چې د هېواد په ختيځ کې دی لار موندلې.[7] د دغه هېواد تر ټولو لوی ډنډ د ساريسو ډنډ دی چې (۶۷ km²) او د همدغه هېواد تر ټولو اوږد رود د کورا رود دی چې (1,515 km) يې اوږدوالی لري.
په کاسپين سمندرګي کې آذربايجان د څلورو اهمو ټاپوانو خاوند هم دی چې د دغو څلور واړو ټاپوانو ګډ ارتوالی ۳۰ کيلومتر مربع جوړوي.
اقليم
په آذربايجان کې د اقليم جوړښت په ځانګړې توګه د آرکټيک د سړوخې هوايي کتلو، د سکانډېناويا د انټي سايکلون، د سايبېريا د انټي سايکلون، او د منځنۍ آسيا د انټي سايکلون نه اغېزمن شوی.[8] پدې سيمه کې د زمکنيو مناظرو د توپيرونو له کبله، هوايي کتلې له بېلابېلو سمتونو نه دې هېواد ته رادننه کېږي.[8] په سهېل کې د لوي قفقاز سيمه، همدا هېواد د سړوخې د کتلو د اغېز پر وړاندې ساتي، د سړوخې دا څپې عموماً د زمکې د سهېلي سيمو نه پر دغه هېواد راروانې وي. د سړوخې همدا کتلې د دې هېواد د غونډيو په لمنو او هوارو سيمو کې د ټراپيکل څېرمه اقليم د جوړېدو سبب ګرځي. په عين وخت کې د دې هېواد هوارې سيمې او د غونډيو لمنې تر ډېره حده د لمر د وړانګو نه اغېزمن کېږي.
د اقليمي زونونو او يا سيمو د يوولسو وېشنو نه نهه ډوله اقليمي سيمې په آذربايجان کې دي.[9] د تودوخې د بشپړې ټيټې نه ټيټه درجې (-33 °C (-27.4 °F)) او د بشپړې لوړې نه لوړې درجې (+46 °C (114.8 °F)) د جولفا او اوردوباد په سيمو کې ليدل شوي.[9] The maximum annual precipitation falls in Lankaran (1,600 to 1,800 mm) and the minimum in Absheron (200 to 350 mm).[9]
طبيعت او چاپېريالپوهنه
کينډۍ:دا هم وګورۍ د اوبو د زېرمو او سرچينو له مخې، آذربايجان په نړۍ کې د اوسط نه په ټيټو هېوادونو کې شمېرل کېږي او په همدې توګه د دغه هېواد د اوبو زېرمې نژدې 100,000 m³/اوبه په يوه کال کې په هر km² کې رسېږي.[9] د آذربايجان د اوبو لويه زېرمه د کوور په ځای کې جوړه شوې.
د دې هېواد د بوټو د تنوع سيمې د ناخشيوان دنګې غړۍ (د بوټو 60% بېلابېل جنسونه همدلته دي)، د کورا-اراز هوارې سيمې (40%)، د لوی قفقاز ختيځه سيمې، د داواچي-قوبا سيمه (38%)، د قفقاز مرکزی سيمه (29%)، ګوبوستان (26.6%)، په تاليش غرونو کې د لينکوران سيمه (27%) او د ابشېرون سيمه (22%) د يادولو وړ ځايونه دي.[7] همدا شان د لوی قفقاز سهېل-ختيځې څوکې، سهېلي برخه، سهېل ختيځه برخه او د وړوکي قفقاز او د تاليش غرونو ختيځې څوکې د دغه هېواد د لويو ځنګلونو په سيمو کې شمېرل کېږي.[10]
تاريخ
آرپوهه او نوم
د آذربايجان د نوم اصليت په اړوند ګڼ شمېر اټکلونه او فرضيې شته. خو په دغو کې تر ټولو عام اند دا دی چې دا نوم د آتروپاتېس يا Atropates نه راوتلی.[11] آتروپات د پارس د امپراطورۍ په وختونو کې د ماد په خلکو کې د يو والي نوم وه چې په آتروپاتين (اوسينی آذربايجان) کې يې خپل واک چلاوه. وروسته له دې چې مقدوني سکندر د آشمېندز د کورنۍ پاچاهي ړنګه کړه نو بيا دغې سيمې هم خپلواکي ترلاسه کړه. دا سيمه د منځنۍ آتروپاتيا يا آتروپاتېن په نوم هم نومول شوې.
آتروپاتيس د زړې پارسۍ د ژبې نه راوتلی چې مانا يې "په اور ژغورل شوی." دی.[12]
د آذربايجان د مېشتو وګړو په ګډون د يرغلګرو لښکرونو د پاتې شويو توکمونو لکه قفقازيانو، ماديانو، سيتيانو، پارسيانو، ارمنيانو، يونانيانو، روميانو، خازاريانو، عربانو، اوغوز، سلجوقيانو، مغولانو، او روسانو يو ګډ کور دی.
لرغونی تاريخ
د آذربايجان په خاوره د لومړنيو انساني استوګنو نښې نښانې ډبرين پېر ته رسېږي او په همدې توګه د آزيخ قوروچي کلتور سره تړاو پيدا کوي.
منځنی تاريخ
نوی خپلواک آذربايجان
سرچينې
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified (2010). Население Азербайджана достигло 9 млн. 47 тыс. человек. News.Az. URL accessed on 2010-07-15.
- ↑ د درک ستونزه: Invalid
<ref>tag; no text was provided for refs namedcensus - ↑ 3.0 3.1 3.2 3.3 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Azerbaijan. International Monetary Fund. URL accessed on 2010-04-21.
- ↑ د درک ستونزه: Invalid
<ref>tag; no text was provided for refs namedcia2007 - ↑ LLRX.com - A Guide to the Republic of Azerbaijan Law Research
- ↑ 6.0 6.1 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Geographical data. The State Statistical Committee of the Republic of Azerbaijan. URL accessed on 2007-05-26.
- ↑ 7.0 7.1 7.2 7.3 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Azerbaijan: Biodiversity. CAC-Biodiversity.org. URL accessed on 2007-05-26.
- ↑ 8.0 8.1 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Azerbaijan - Climate. Azerbaijan.az. URL accessed on 2007-05-26.
- ↑ 9.0 9.1 9.2 9.3 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Climate. Water Resources of the Azerbaijan Republic. Institute of Hydrometeorology, Ministry of Ecology and Natural Resources. URL accessed on 2007-05-26.
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Forestry. CAC-Biodiversity.org. URL accessed on 2007-05-26.
- ↑ Historical Dictionary of Azerbaijan by Tadeusz Swietochowski and Brian C. Collins. The Scarecrow Press, Inc., Lanham, Maryland (1999), ISBN 0-8108-3550-9 (retrieved 7 June 2006).
- ↑ The Azerbaijani Turks: Power and Identity under Russian Rule by Audrey Altstadt. Hoover Institution Press (1992), ISBN 0-8179-9182-4 (retrieved 7 June 2006).