آر پي جي – ۲۹

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
آر پي جي – ۲۹
RPG-29 USGov.JPG
RPG-29 غورځونکی د PG-29V راکټ سره
آر ځی سوسياليستي روسيه
In خدمات له 1989–تر اوسه
Used by روسيه, مېکسيکو, حزب الله
يوکراين, سوريه, پاکستان
جگړې 2006 لېبنان جگړه, د سوريې کورنۍ جگړه
توليدونکی بازالټ, سېدېنا
اوږدوالی 1 m (3 ft 3 in) (disassembled for transportation)
1.85 m (6 ft 1 in) (ready to fire)
Cartridge PG-29V tandem rocket
TBG-29V thermobaric rounds
Caliber 105 mm (4.1 in) barrel
65 and 105 mm (2.6 and 4.1 in) warheads
Muzzle velocity 280 m/s (920 ft/s)
Effective range 500 m (1,600 ft)
800 m (2,600 ft)
(with tripod and fire control unit)[1]
Sights وسپنه، اوپټيکال او د شپې ليد
آسانتياوې تر
450 m (1,480 ft) پورې; د شپې او ورځې
اتوماتيک ليد د لېزر حد موندونکي سره[1]
Blast yield 750 mm (30 in):
RHA
(600 mm (24 in) وروسته reactive armor effects)
1,500 mm (59 in): Reinforced concrete or brick
3,700 mm (150 in): Log and earth fortification

آر پي جي – ۲۹ (په روسي:РПГ-29 Вампир ) د ټانک ماتونکي روسي راکټي لانچر دی چی د ټانکونو او نورو زره پوښو اهدافو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه وسله کولای سی د ټانک ځانگړي زره پوښ چې د اېړا (ERA) په نوم یادېږي ویجاړ کړي. د آر پي جي راکټ لانچر په ۸۰ کلو کې په شوروي اتحاد کې د بالزاټ (Базальт) د طراحي شرکت لخوا جوړ شو. روسي پوځ په ۱۹۸۹ کال کې د دغې وسلې څخه په رسمي ډول کار واخیست. په اوس وخت کې دغه وسله د روسیې، اوکراین، ایران او سوریې د پوځونو په جگړیزو تجهیزاتو کې شامله ده. مگر یو څو نیمه پوځي ډلې لکه حزب الله، د مهدي پوځ او داسې نور هم د آر پي جي – ۲۹ وسله په واک کې لري.

د آر پي جي – ۲۹ مردک

د آر پي جي – ۲۹ زره سوری کوونکی وسله ده چی د اوږې څخه د هدف په لور توغېږی. وزن یی ۱۸،۸ کیلوگرام دی او د مرمۍ کلیبر یې ۱۰۵ م.م. دی. دغه وسله ۵۰۰ متره واټن وهلی شي. د آر پي جي – ۲۹ مردک کولای شي د ۷۵۰ م.م. تر پلن زره پوښ یا د ۱۵۰۰ م.م. پورې پلن دیوال ویجاړ کړي. دغه وسله د عراق په تور بارار کې هم خرڅېږي. قیمت یی تقریبًا ۵۰۰ ډالړه ده او د آر پي جي – ۲۹ وسله د یو مردک قیمت ۳۰۰ ډالرو ته رسېږي. د عراق مخالفینو د عراقي جگړې په وخت کې (۲۰۰۳ – ۲۰۱۱) د هغو وسلو په مرسته ۷۰ امریکایي ټانکونه ویجاړ کړل او د لبنان د جگړې په وخت کې (۲۰۰۶) د حزب الله ځواکونو ۲۰ اسرائیلی ټانکونه ویجاړ کړل.

امریکايي تانکونه

امریکا د عراق په جکړې کې په ځانگړي ډول د ام۱ آبرامس ټانکونه کارول. دغه ټانکونه قوي زره پوښ لري چې د یورانیوم څخه جوړ شوي دي. دغه یورانیمی زره پوښ په ځانگړي ډول د ټانک پر برج او د مخ پر برخې باندی پروت دی. مګر د ټانک پر اړخیزو ځایونو باندی یوازې کمزوری زره پوښ شته چی ۱۵۰ م.م. پلن دی. د دې په سبب دغه ټانک د اړخ لخوا حملې په مرسته ویجاړ کېدلای شي. د عراقي سرچینو له مخې دغه ټانک د آر بي جي – ۷ د اوو مردکو په مرسته یا د آر پي جي – ۲۹ د دوو مردکو په مرسته ویجاړېدلی شي.

سرچينې

  1. 1.0 1.1 (in English) Russian Close Combat Weapon. Moscow: Association "Defense Enterprises Assistance League". 2010. pp. 444–447. ISBN 978-5-904540-04-3.