آر پي جي- ۷۵

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
RPG-75
آر پي جي - ۷۵

وسله راکت لانچر
هېواد(تولیدونکی)
د چېک جمهوریت
چکوسلواکیا
وزن ۳،۲ کیلوگرامو
اوږدوالی ۶۳۳ م.م.
کالبر ۶۸ م.م.
واټن ویشتونکی ۳۰۰ مترو

آر پي جي- ۷۵ (په چیکی کی: Reaktivní protitankový granát vz.75) د ټانک ماتونکی وسلو څخه د یو ځلی کار اخیستلو وړ راکټی لانچر دی چی د ټانگونو، زره پوښ موټورونو او نورو اهدافو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د آر پي جي – ۷۵ په زره سوری کوونکی راکټی مردک کولای سی ۳۰۰ م.م. تر پلن زره پوښ ویجاړ کړي. دغه راکټی لانچر د ۳۰۰ متره واټن وهلی سی.

تاریخ

د آر پي جي – ۷۵ راکټي لانچر په ۱۹۷۰ کال کی د چکوسلواکيا په جمهوریت کی طرح شو او چکوسلواکی او چېکی پوځ د دغه راکټی لانچر څخه رسمی ډول د ۱۹۷۵ کال څخه کار واخیست. دغه وسله په ځانگړی ډول د خاصو د ځواکونو لخوا کارېږي او په اوس وخت کی دغه وسله یوازې د چېکی، سلواکی او پولنډی پوځونو په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل ده.

توصیف

د آر پي جي – ۷۵ د زره پوښ ماتونکی مردک، پلاستیکی ټليسكوپي پوښ، ځيركى څخه تشکیل کېږي. په زره سوری کوونکی مردک د المونیم څخه جوړ شوی دی. د مردک د مرمی کلیبر ۶۸ م.م. دی. په دی مردک کی خاص چاودونکی توگه ده. د مردک په مخه کی د تاثیر فیوز نصب شوی دی. عسکر دمردک تر فیرولو وروسته نسی کولای د دغی وسلې څخه بیا کار واخلی.