آدم خان يوسفزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ادم خان يوسفزی (په انگرېزي:Adam Khan Yousefzai) د حسن خان زوی، په خټه يوسفزی ميټه خېل و او د ۹۵۰ هـ کال په شاوخوا کې د سوات په بريکوټ کې اوسېده او د خپل وخت مشهور خانزاده و[۱]. ادم خان د هغې کيسې اتل هم دی چې په پښتو کې د ادم خان او درخانۍ د نکل په نامه شهرت لري.

د هغه ژوند د هند د مغولي واکمن جلال الدين محمد اکبر (۹۶۳ هـ - ۱۰۱۴ هـ) په وختونو کې وو، ځکه چې د ادم خان او درخانۍ په کيسه کې څو ځايه د اکبر پاچا نوم ياد شوی دی. همدا شان د هغه وخت د هند د مغولي حکومت صوبدار محسن خان چې، څه موده يې په کابل کې حکومت کاوه، يادوي.

ادم خان د طاووس خان پر لور درخو يا درخانۍ مين وو، خو د ادم خان رقيب چې ميرمامی نومېده، غوښته چې ادم خان او درخانۍ سره جلا کړي. ادم خان د خپل عشق په لاره کې جنگونه کوي، څو چې په همدې لار کې قربانېږي او په ناکامۍ مري. د هغه تر مړينې وروسته درخانۍ هم د هغه په وير کې له نړۍ څخه سترگې پټوي او دواړه يو ځای سره ښخېږې. د دوی د مينې کيسه اوږده ده او څو څو ځلې په پښتو نثر او نظم ليکل شوې او چاپ شوې ده. مسټر راورټي د دغې کيسې نکل ډېرۍ نارې (پر ملي وزن اشعار) ليکلی او انگرېز مورخ ايلفنسټن په خپل کتاب (The Recount of Kabul) کې د دغه نکل شهرت بيانوي. همدا راز د کندهار معاصر ليکوال ښاغلي محمد گل نوري دا کيسه بشپړه په خپل کتاب (ملي هينداره) کې د عوامو په لهجه په نثر ليکلې او په کابل کې چاپ شوی دی. په پېښور کې هم دا کيسه په نظم ليکل شوې او چاپ شوې ده. د خوشال خان خټک زوی عبدالقادر خان خټک دا کيسه ليکلې، برهان خان او مسعود د پښتو ژبې شاعرانو په نظم کړې ده.

اوس به د آدم خان د کيسې څو نارې چې پر ملي وزن ويلې شوې او ځای پر ځای په هغه کيسه کې چې عوامو کې شهرت لري او د پښتنو په حجرو او مجلسونو کې د کيسې پر وخت په لوړ غږ بوللی کېږي د بېلگې په ډول راوړو:

په يوه ناره کې آدم خان درخانۍ ته خپله مينه داسې څرگندوي:

درخانۍ مېرمن ملوکې! چې پر درست جهان دي ځي د حُسن کوکې
آدم ستا کتو رنځور کی که ورکوزې کړې د دواړو زلفو څوکې
راغله ښکلې راروانه د لونگو بوي يې درومي له گرېوانه
په ميدان کې به لاس راکه درخانۍ د طاووس لور ده پهلوانه
گلې گلې درخو گلې! په وجود د طاووس خان د بڼ بلبلې
مه دې مات شه مړوندونه زما بلبلې! مه دې وچې شه څنگلې

وايي چې ادم خان له موسيقۍ سره ډېره مينه درلوده او پښتني رباب يې ښه غږاوه، ځکه نو اوس په پښتو کې دا مشهوره ده چې که څوک د ادم خان د قبر د سر د ونې يو ډکی پرې کړي او د رباب زخه يې کړي، نو ډېر ژر به رباب زده کړي.

د پښتو ژبې يو شاعر مسعود چې دا کيسه يې په نظم کړې ده، د ادم خان پر مړينه داسې وير کوي:

سل ارمان چې ادم خان ولاړ له جهانه له فراق يې پښتونخوا شوله گيريانه
مځکې خاورې په سر ولوستې له سوخته دا سپېره لوخړه ولاړه تر اسمانه
باد تر اوسه لا ساړه آهونه کاږي مضطرب په جهان گرځي سرگردانه
د آدم په زړه درخو وه پسې ومړه ما شهيد له خپلې مينې کړه سبحانه

د ادم خان د مړينې نېټه مالومه نه ده.

سرچينې

  1. حيات افغاني - ۲۱۱ مخ

پښتانه شعرا ـ ا - ر له ۱۰۸ څخه تر ۱۱۴ مخه پورې.

حيات افغاني - ۲۱۱ مخ

پښتونستان - ۳۸۳ مخ

د طلوع افغان ورځپاڼه - د ۱۳۱۳ هـ لمريز کال څلورمه گڼه